د حماس د هوايي عملیاتو قوماندان ووژل شو

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د حماس د هوايي ځواکونو قوماندان مراد ابو مراد د غزې په تړانګه کې د تېرې شپې په بریدونو کې وژل شوی دی. په همدې حال کې په لوېدیځه برخه کې د اسراییل ځواکونو او معترضو فلسطینیانو ترمنځ د نښتې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.