د اسراییل او حماس جګړه؛ کابو څلور لکه فلسطینیانو په غزه کې د م،م په ودانیو کې پناه اخیستې

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې څه باندې څلور لکه فلسطینیانو د غزې په تړانګه کې د دغه سازمان د زده کړو په مرکزونو او بنسټونو کې پناه اخیستې ده. ويل کيږي چې په دغو کسانو کې ډیری يې سپين ږيري، ماشومان، مېنداوره میرمنې او معيوب وګړي دي.