کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په المپیک سیالیو کې شامل شو

د کرېکټ نړیوالې شورا وېبپاڼې د دې شورا د مشر په حواله د المپیک کمېټې پر دې فیصله خوشحالي ښودلې چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک سیالیو کې به کرېکټ هم شامل وي. دغه المپیک د ۲۰۲۸ کال سیالۍ د متحده ایالاتو په لاس انجلس ښار کې کېږي. په دغو سیالیو کې د کرېکټ شاملېدو غوښتنه تېره اونۍ شوې وه.