د وزلوبو سیالۍ: په تخار ولایت کې د وزلوبو سیالۍ ترسره شوې

د تخار ولايت له مرکز او ولسواليو څخه د ۴۰ تنو لوبغاړو په ګډون د وزلوبو د خزاني سيالیو لومړی پړاو پیل شو. د طالبانو تر کنټرول لاندې د المپیک ملي کمیټې او سپورټ عمومي ریاست په اېکس پاڼه لیکلي چې، په تخار ولایت کې د وزلوبو دغه پړاو سيالۍ د یادې لوبې د بيا پيلېدو په موخه ترسره شوې.