د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: امریکا په غزه کې له ملکیانو سره د مرستو د دوام غوښتونکې ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، امریکا غواړي غزې ته د «دوامداره بشري مرستو» د استولو شاهد واوسي. مټیو مېلر وویل، چې هېواد یې «په دقت سره څاري» چې ډاډ ترلاسه کړي حماس به له مرستو کار نه اخلي.