د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته لاړه

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ په څو لوبلړیو کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته روانه شوه. دا لوبډله د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د نومبر تر لسمې درې شل اوره او درې پنځوس اوره لوبلړۍ لري.