د حماس یو لوړپوړی چارواکی د خپلې کورنۍ له غړو سره د اسراییل په هوايي برید کې ووژل شو

حماس ډلې ته نږدې یوې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د حماس یو مهم مشر جهاد المحیسن په خپل کور کې د اسراییل په هوايي برید کې د خپلې کورنۍ له څو غړو سره وژل شوی دی.