همشهري ورځپاڼه: ایرانۍ سینمایي جوړه د خپل کور د بڼوال لهخوا وژل شوې

د تهران د ښاروالۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د داریوش مهرجویي او د هغه مېرمن وحیده محمدفر قاتل د دوی د کور پخوانی بڼوال و. همشهري ورځپاڼې لیکلي، چې بڼوال دغه ایرانۍ سینمایي جوړه د «۳۰ مېلیونه تومانو» د غوښتنې پر سر د شخړې له امله وژلې ده.