کرېکټ نړیوال جام کې نن هالنډ له سریلانکا او سوېلي افریقا له انګلنډ سره لوبه لري

د کرېکټ نړیوال جام سیالیو کې نن دوه لوبې کېږي چې په یوه کې هالنډ له سریلانکا او په بله کې سوېلي افریقا له انګلنډ سره لوبېږي. هالنډ د پچې ګټلو سره لوبه پیل کړه او سیالې لوبډلې ته یې ۲۶۳ منډې هدف وټاکه. دا سیالي د هند په لکنو ښار کې روانه ده.