• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان ته د نواز شریف ستنېدل او پر سیمه یې اغېز

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۴۳ GMT+۰

نواز شریف په انګلستان کې له څلور کاله تبعید ژوند تیرولو نه وروستو پرون پاکستان ته بیرته راغلو. د هغه تود ولسي هرکلی وشو او په لاهور کې یې درنې ولسي غونډې ته وینا وکړه. د پاکستان په ژوندیو سیاستوالو کې نواز شریف تر ټولو مجرب سیاستوال ګڼل کیږي.

هغه درې واره د لومړي وزیر په توګه د پاکستان د پوځ پنځه لوی درستیزان ټاکلي دي او بیا له هغوی سره د شخړو له امله درې وارې ښاغلی شریف د جنرالانو د فشار لاندې برطرف شوی دی.

نواز شریف دمسلم لیګ نومې یوه غټ سیاسی ګوند زعیم او د خپل هیواد درې واره منتخب لومړی وزیر پاتې شوی دی. د هغه سیاسي بیس د پاکستان د نفوسو له مخې تر ټولو غټ او مهم ایالت پنجاب دی.

د پاکستان دپوځ غړي چې د هیواد واکمنۍ کې مستقیم او غیر مستقیم لاس لري هم زیاتره پنجابیان دي.

د پاکستان په سیاسي واک د خپلې غلبې د تامین لپاره جنرالان د سیاسي مهندسۍ له لارې داسې سیاسي ګوندونه جوړوي او حمایه کوي چې په دولتي واک باندې د جنرالانو غلبه تاییدوي.

په ۲۰۱۳ کې د پاکستان په ټول ټاکنو کې مسلم لیګ د هیواد په ملي اسامبله یا ولسی جرګه کې د چوکیو اکثریت وګټلو او نواز شریف د پاکستان د لومړي وزیر وظیفه تر لاسه کړه، خو ډیر ژر د نواز شریف او جنرالانو تر منځه شدید اختلافات وزیږیدل.

د دغو اختلافاتو اساسي علت دوه خبرې وې، وړومبۍ خبره د نواز شریف دا تصمیم و چې د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال پرویز مشرف دې د اساسي قانون د پښو لاندې کولو په تور محاکمه شي.

عالي محکمې دجنرال مشرف د اعدام امر وکړ، خو اردو دغه امر تطبیق ته نه پریښودو او په زور یې مشرف ته د خارج ته د تللو زمینه مساعده کړه.

د پوځ او د نواز شریف تر منځه د اختلاف دویمه نکته له هند سره د پاکستان د مناسباتو د رغولو په اړه د نواز شریف پلان و، نو جنرالانو د نواز شریف د راغورځولو لپاره د پاکستان دکرېکټ لوبډلې پخوانی کپتان عمران خان حمایه کړ.

نواز شریف پاکستان ته رسېدو سره اسلام اباد کې قانوني سندونه لاسلیک کړل
100%
نواز شریف پاکستان ته رسېدو سره اسلام اباد کې قانوني سندونه لاسلیک کړل

د اردو سره تړلو استخباراتو له لارې یې په نواز شریف باندې د فساد او اختلاس تورونه پورې کړل او د جنرالانو تر فشار لاندې د پاکستان سترې محکمې نواز شریف په اصطلاح د فساد په تور له لومړي وزارت نه برطرف او بندي کړو او بیا د ناروغۍ له امله هغه ته د محبس نه د وتلو او تداوي لپاره لندن ته د تللو اجازه ورکړ شوه.

د ۲۰۱۸ په ټول ټاکنو کې د جنرالانو د څرګندې لاسوهنې او درغلۍ په نتیجه کې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د لومړي وزارت چوکۍ تر لاسه کړه، خو نږدې درې نیم کاله واکمنۍ نه پس پوځ له عمران خان سره اختلاف په وجه د هغه د پشتیبانۍ نه لاس واخست او په ۲۰۲۲ کې د پارلمان د غړو د اکثریت د باور بایللو له امله د عمران خان حکومت سقوط وکړ او د هغه په ځای د نواز شریف کشر ورور شهباز شریف د خپل ګوند مسلم لیګ او نورو ګوندونو په تایید لومړی وزیر شو.

هغه د خپلې واکمنۍ په یو نیم کلنه دوره کې د جنرالانو او د خپل مشر ورور تر منځ د مصالحت زمینه مساعده کړه د کومې په نتیجه کې چې نواز شریف نه یوازې بیرته خپل هیواد ته را وګرځید، بلکې هغه په راتلونکو ټول ټاکنو کې د څلورم ځل لپاره د هیواد د لومړي وزارت کاندید هم وګرځید او دا د پاکستان په سیاسی تاریخ کې بې ساری خبره ده.

د پاکستان د لوړې پایې سیاست ته د نواز شریف بیرته راګرځیدل به نه یوازې د دغه هیواد د سیاسي راتلونکي په ټاکلو کې مهم نقش ولوبوي، بلکې د پاکستان په خارجي سیاست او په خاصه توګه د سیمې هیوادونو سره د پاکستان په اړیکو به هم بې اغیزې نه وي.

نواز شریف خپله یوه غټه تجارتي او صنعتي کورنۍ پورې اړه لري او غواړي چې پاکستان خپلو ګاونډیو هیوادونو سره نږدې تجارتي او اقتصادي اړیکې ولري.

نواز شریف له سعودي عرب سره نږدې مناسبات لري ځکه چې په ۱۹۹۹ کې چې د خپل حکومت په ضد د جنرال مشرف د کودتا نه وروستو نواز شریف کله بندي شو، نو هغه د سعودي عرب په سفارش د محبس نه ووت او کلونه کلونه یې په سعودي عرب کې په تبعید کې ژوند وکړ.

اوس په یوویشتم اکتوبر پاکستان ته د راګرځیدو په لار هم نوازشریف د لندن نه وړمبی سعودي عرب او متحده عربي اماراتو ته تللی وو او د دواړو هیوادونو لوړ پوړو مقاماتو سره له خبرو وروسته هغه پاکستان ته راوګرځید.

سیاسي کتونکي باور لري چې دغه هیوادونه به له پاکستان سره مالي او اقتصادي کومکونه کوي.

نواز شریف له چین سره نږدې تجارتي او اقتصادي اړیکې غواړي او تل یې د پاکستان او چین تر منځ د اقتصادي کوریډور د جوړیدو پشتیباني کړې ده. چینایان به هم د هغه په بیرته راګرځیدو خوښ وي.

نواز شریف له هند سره د پاکستان د اړیکو د نورمالولو او د دواړو هیوادونو تر منځه د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو هوارولو طرفدار دی.

پاکستان ته له رارسیدو نه پس نواز شریف په لاهور کې سترې ولسي غونډې ته وویل چې کوم هیوادونه د ګاونډیو هیوادونو سره دښمني کوي هغه اقتصادي رشد نه شي کولی.

لاهور کې د نواز شریف لومړنۍ غونډه
100%
لاهور کې د نواز شریف لومړنۍ غونډه

نواز شریف په افغانستان کې د پاکستان د جنرالانو له خوا جوړ شوي عنعنوي سیاست نه هم زړه ستړی دی او هغه د پاکستان د امنیت او اقتصادي رشد په لار کې خنډ ګڼي. که څه هم پوځ په تیرو اوږدو کلونو کې دغه سیاست پلی کړی دی، خو نواز شریف په نږدې کلونو کې د نویو لارو لټون کړی دی.

په کال ۲۰۲۱ کې د افغانستان د ولسمشر ډاکټر اشرف غني د حکوت د سقوط نه لږ وړاندېن واز شریف په لندن کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت یوه لوړپوړي هییت سره لیدل کتل او خبرې کړې وې. په داسې حال کې چې پاکستاني جنرالانو د طالبانو په وسیله د ډاکټر اشرف غني د حکومت د راغورځولو پلان لاره.

د پاکستان نوې ټول ټاکنې به د راتلونکي کال د فرورۍ په میاشت کې وشي، تر هغه وخته به موجوده موقت حکومت واک په لاس کې ولري او که د نواز شریف ګوند راتلونکو ټول ټاکنو کې بریالی شو او نواز شریف په څلورم ځل د پاکستان لومړی وزیر شو، نو هغه به له ګاونډیو هیوادونو سره د پاکستان په خارجي سیاست د تجدید نظر هڅه کوي.

ادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی او د افغانستان انټرنشنل پښتو سیاست نه منعکسوي.


ترویج لرونکی

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی
۱

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۲

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۴

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

۵
ځانګړی

د لښکرګاه ځینو اوسېدونکو مولوي هبت الله ته د طالبانو د مخابراتو پر وزیر عریضه کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا منځني ختیځ ته یوه بله جنګي بیړۍ او هوايي دفاعي سیستم استوي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۱ GMT+۱

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې منځني ختیځ ته به یوه بله الوتکه وړونکې بېړۍ او هوايي دفاعي سیستم واستوي. د امريکا دفاع وزير لويد آسټن وويل، دا پرېکړه يې له ولسمشر جوبایډن سره د ايران او د هغه د پلويانو له لوري د تاوتريخوالي د زياتېدو په اړه له تفصيلي خبرو وروسته کړې ده.

دا د امریکا دریمه جنګي بیړۍ ده چې په منځني ختیځ کې د حماس له لوري پر اسراییل تر برید وروسته استول کیږي.

د امریکا پوځ دا هم ویلي چې خپل ځواکونه يې په منځني ختیځ کې د احتمالي ځای پرځای کولو لپاره چمتو کړي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه چې نوي ګامونه به د سیمه ییزې مبارزې هڅې پیاوړې کړي او په سیمه کې به د امریکايي ځواکونو اړتیا ته پام وکړي. لويډ آسټن دا هم زياته کړه چې دغه ګامونه به يې له اسرایيل څخه په دفاع کې مرسته وکړي.

په تېرو څو ورځو کې په سوریه او عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه شوي دي.

اسلام ماخاچیف په "یو ایف سي" سیالیو کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۳۰ GMT+۱

اسلام ماخاچیف د "يو ایف سي" سیالیو د ۲۹۴ پړاو په مرکزي سیالۍ کې اسټرالیایي الکساندر ولکنوفسکي ته ماتې ورکړه. هغه له دغه بري سره د نړۍ د سپک وزنونو د اتلولۍ کمربند له ځان سره خوندي وساته.

دغه لوبه په عربي متحده امارات (دوبی) کې د زرګونو سیلانیانو په ګډون تر سره شوه.

داغستاني اسلام ماخاچیف خپل استرالیایي سیال الکسانډر ولکانوفسکي په تخنیکي ناک اوټ (پر سر د لغتې وهلو)سره مات کړ او د سپک وزن د اتلولۍ کمربند یې له خپل ځان سره خوندي کړ.

ټاکل شوې وه چې چارلس اولیویرا له ماخاچیف سره په دې سیالي کې مخ شي، خو د چارلس د سترګې د ټپ له امله هغه و نه شو کولای او د هغه پر ځای الکساندر ولکانوفسکي سیالي وکړه.

دا په یوه وروستي کال کې د ولکانوفسکي او ماخاچیف تر منځ دویمه سیالي وه. 35 کلن اسټرالیایي سیال د ماخاچیف کمربندونو د ګټلو لپاره له زیات وزن څخه کم وزن ته حرکت وکړ، خو دواړه ځله ناکام شو.

په ډیر احتمال سره چې د ماخاچیف راتلونکی سیال به جسټین ګیجي وي.

ماخاچیف له دغه بري سره ٢٥ بري او له یوې ماتې سره ریکارډ ثبت کړ.

په پای کې یې خپل بری د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ډالی کړ او له فلسطینیانو سره یې خپله ژوره خواخوږي وښودله.

د سوېلي پښتونخوا د چمن اوسېدونکو د پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره پرېکون وکړ

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۷:۰۸ GMT+۱

د سوېلي پښتونخوا چمن اوسیدونکو، سوداګرو او د ځایي سیاسي ګوندونو غړو پر سپین بولدک چمن دروازه باندې پر پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستاني پاسپورټ اخیستلو له بهیر سره د پرېکون په موخه په چمن کې پرلت وهلی. ډیورنډ کرښې ته څېرمه په چمن کې زرګونو کسانو په دغه پرلت کې ګډون کړی.

دغه پرلت د چمن لغړیانو اتحاد، سوداګرو او د ځایې سیاسي ګوندو له لوري پیل شوی دی.

یاد پرلت د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون کې تر سره کیږي چې پر چمن سپین بولدک دروازه به له دې وروسته پر پاسپورټ او ویزه تګ راتګ تر سره کیږي.

په تېر کې به په دغه دروازه د ډیورنډ کرښې دواړه غاړې اوسیدونکي په افغان تذکره او پاکستاني شناختي کارډ یو او بل لور ته اوښتل.

له تېرو دوه میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان له لوري هڅه کیږي چې مساپر اړ کړي په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ وکړي.

په چمن کې د لغړي اتحاد مشر غوث الله د یاد پرلت په اړه وايي:«زموږ غوښتنه داده چې پر سپین بولدک ـ چمن دروازه په پاسپورټ تګ راتګ په هیڅ صورت نه منو. که موږ یو مرو که سل مرو موږ له خپلې غوښتنې نه په شا کیږو. کوم کسان چې پر دغه دروازه په پاسپورټ د تګ راتګ خوبونه ویني هغوی خطاوتلي دي. موږ د چمن د ټولو اوسیدونکو څخه غوښتنه کوو چې د پاکستان پاسپورټ وا نه خلي.»

پاکستان پر سپین بولدک ـ چمن دروازه پر پاسپورټ د تګ راتګ د پرېکړي سره سم په چمن کې د پاسپورټ اخیستنې اداري کارکوونکي او امکات ډیر کړي دي چې د یاد ښار اوسیدونکي پاکستانی پاسپورټ واخلي.

دغه پرلت کوونکي وايي کابل او اسلام اباد دې د خبرو له لارې خپلې ستونزي حل کړي، د ډیورنډ دواړو لوریو پراته قبایل پر دروازه په پاسپورټ او ویزه تګ راتګ نه مني.

د عوامي پارټی سیمه اییز مسول عطاء الله وايي، د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د زرګونو کسانو کاروبار زیانمن شوی دی.

نوموړی وايي:«د زرګونو چمن مېشتو اوسیدونکو کاروبار د افغانستان لوري ته په سپین بولدک کې دی او د سپین بولدک د زرګونو اوسیدونکو کاروبار په چمن کې دی د پاکستان د یادې پرېکړې له امله د یادو ټولو کسانو کاروبار پر مخ بند شوی دی.»

دغه پرلت کوونکي وايي، د پاکستان د حکومت له لوري پرېکړه شوې چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته پر سپین بولدک ـ چمن دروازه باندې په پاسپورټ تګ راتګ جبري کیږي.

خو د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته پراته قبایل وايي د پاکستان یاده پرېکړه نه مني او پرلت به تر هغه غځوي چې پاکستان خپله دغه پرېکړه بدله نه کړي.

د لبنان حزب الله ډلې دوه غړي له اسراييلي پوځ سره په نښته کې وژل شوي دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۳۵ GMT+۱

حزب الله ډلې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) د ټلګرام په یوه پیغام کې د لبنان په سویل کې له اسراییلي پوځ سره په نښته کې د خپلو دوو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ. په وروستیو ورځو کې له اسراییلي پوځ سره د نښتو په پایله کې د حزب الله لږ تر لږه ۱۶ غړي وژل شوي دي.

حزب الله وايي، بلال نمر رمیټي مشهور په ابو علي نور او علي خلیل خریس مشهور په حیدر په سویلي لبنان کې د جهادي دندې د ترسره کولو پر مهال وژل شوي دي.

د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل تر منځ د جګړې له پیل راهیسې د لبنان او اسراییل پر پوله حالت کړکېچن دی او په سیمه کې نېږدې هره ورځ له تاوتریخوالي ډکې نښتې کېږي.

پر اسراییل د حماس تر برید وروسته حزب الله د اسراییل تر ولکې لاندې د سوریې د جولان په دغه سیمه کې د اسراییل پر شپږو پوستو د راکټونو او لارښود توغندیو بریدونه وکړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت تر ملاتړ لاندې د لبنان حزب الله ډلې په یوې بیانیه کې اعلان وکړ چې د اسراییلي پوځ د یوې مهمې برېښنايي اوریدو او څارنې دستګاه یې ویجاړه کړې ده.

اسراییلي پوځ پر دوی د بریدونو د غچ اخیستنې په غبرګون له لبنان سره په سرحدي سیمو کې د حزب الله ځواکونه په هوايي بریدونو سره په نښه کړي دي.

فلسطيني چارواکي وايي، اسرایيل په غزه کې څه باندې ۴زره کاریګر نيولي دي

۳۰ تله ۱۴۰۲ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۳، ۰۴:۰۳ GMT+۱

فلسطیني چارواکو ویلي، اسراییل په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې څه باندې ۴زره کسان نیولي او په پوځي اډو کې یې ساتي. دغو چارواکو ویلي چې، دغه شمېر نیول شوي کسان ټول کاریګر دي.

د اسراییل او حماس تر منځ تر شخړو وړاندې شاوخوا ۵زره او ۲۰۰ فلسطینیان د اسراییل په بندخونو کې بندیان وو او له دوو اونیو جګړو وروسته دغه شمېر لسو زرو ته رسېدلې دی.

فلسطیني چارواکي وايي، په غزه او قدس کې د اسراییل پوځیانو په شپنیو عملیاتو کې د ۴زره کاریګرو تر څنګ ۱۰۷۰ نور فلسطینیان هم نیول شوي.

د فلسطین په رام الله ښار کې مېشت د ادامیر بندیانو د حقونو د ډلې مشر الجزیرې ته وویل: «په غزه کې ډیری خلک د سده ټیمن په نوم پوځي اډه کې ساتل کیږي.»

ویل کیږي چې په سلګونه نور کسان رام الله او ختیځ قدس ته نېږدې په اناتوت پوځي اډه کې ساتل کیږي.

له دې سره، شاوخوا شپږ زره فلسطینیان بیا د اسراییل په بندخونو کې بندیان دي.

فلسطیني وکیلان او چارواکي له بندیانو سره د ناوړه چلند او د سختو شرایطو په اړه اندیښمن دي.

د فلسطین د بندیانو د چارو د کمیسیون مشر د بندیانو حالت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، هر هغه کس چې نیول کیږي، ځورول کیږي.

دغه فلسطيني چارواکي وايي چې «د ډېرو بنديانو لاسونه او پښې مات شوي، سپکاوي او ښکنځلې ورته کیږي، د دوی لاسونه تر شا تړلي او تر هغه بریده ځورول کیږي چې سخت دردونه ورته ورسیږي.»

یوه فلسطیني حقوقي ډله هم وايي چې اسراییل فلسطیني بندیانو ته د روغتیایي آسانتیاوو د لاسرسي مخه هم نیولې ده.

دغې ډلې ویلي، «دوی (اسراییل) د بندخونې کلینیکونه تړلي او د بندیانو په منځ کې د سرطان ځینې ناروغان چې اوږدمهالې درملنې ته اړتیا لري، له بند څخه بهر روغتونونو او کلینیکونو ته د تګ اجازه نه لري.»