د خېبر پښتونخوا په بنو کې د ګاز اېستلو کمپنۍ په امنيتي کسانو بريد مرګژوبله اړولې ده

ځايي سرچينې وايي نن سهار وختي د خېبر پښتونخوا بنو ولایت په غوره بکاخېل سيمه کې د ګاز اېستلو يوې کمپنۍ د امنيتي ساتونکو د موټرو په کاروان نامعلومو وسله والو برید کړی چې له امله یې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د وسله والو په ډزو کې یو عسکر وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.