شي جېن پېنگ وایي، چین له امریکا سره همکارۍ ته لېواله دی

د چین ولسمشر وايي، چې بیجېنګ له واشنګټن سره همکارۍ ته لیوالتیا لري. شي جېن پېنگ د چین او امریکا ترمنځ د ملي اړیکو د کمېټې کلنۍ ناستې ته د یوه لیک په ترڅ کې ویلي، که واشنګټن او بیجېنګ وتوانیږي د یو بل د منلو لپاره یوه «سمه» لار پرانیزي، دا به د ټولې نړۍ لپاره ارزښتناکه وي.