په غزه کې د الجزیرې دفتر د مشر د کورنۍ څلور غړي د اسراییل په هوايي برید کې وژل شوي

په غزه کې د اسراییل د هوایي برید په پایله کې د الجزیرې د عربي څانګې د مشر وايل الدحدوح مېرمن، زوی، لور او لمسی وژل شوي دي. الجزیرې ویلي چې د الدحدوح د کورنۍ د غړو د اوسېدو ځای د غزې په مرکز کې په نښه شوی، دا هغه ځای دی چې دوی له بمبارۍ څخه د تېښتې له پاره پناه پکې اخیستې وه.