په افغانستان کې د ۸۰ قابلو د روزلو پروګرام جوړېږي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د قابلو د روزنې پروګرام له جوړېدو خبر ورکړ. دغه پروګرام په داسې حال کې پیلیږي، چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه یو ځلې بیا لوړه شوې ده.