• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: د طالبانو استخبارات تورخم کې له پاکستانه ځینې ستنېدونکي کسان نامالوم ځای ته بیايي

۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۵ لړم ۱۴۰۲ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۳، ۲۱:۵۶ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته په تورخم کې سرچینو ویلي، طالبانو د هغو افغانانو تلاشي سخته کړې چې دې ورځو کې له پاکستانه هېواد ته ستنېږي. د دوی په خبره، د طالبانو استخبارات د پخواني حکومت ځینې نظامیان او د شک پر بنسټ نور ډېر کسان په دغه تلاشۍ کې نیسي او نامالوم ځای ته یې لېږدوي.

پاکستان د روانې اکتوبر میاشتې په لومړیو کې بې قانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړ.

د دغې نېټې له اعلان سره د افغانانو خلاف د دې هېواد د ځواکونو چلن لا سخت شو او له امله یې هره ورځ په سلګونو کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ستنېږي.

د سرچینو په خبره، له پاکستانه د بې قانونه کډوالو د بهیر پیلېدو سره طالب استخباراتو په تورخم کې د پلټنې لپاره د پاسپورټ دفتر او ګمرګ ته څېرمه ځایونه جوړ کړي دي.

سرچینې زیاتوي، چې دا استخبارات په وروستیو څو ورځو کې هغه افغانان له نیول کېدو وروسته د پلټنو لپاره نامالوم ځای ته وړي چې پخواني نظامیان او یا هم په پخواني حکومت کې د ماموریت سابقه لري.

په دې تلاشۍ کې د ننګرهار او کونړ ولایتونو د هغو ولسوالیو اوسیدونکي هم سخت پلټل کیږي چې د داعش او د طالبانو د سختو جګړو شاهدې وې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې په تورخم کې د پلټونو پرمهال د دې ولایتونو د اوسیدونکو او د پخوانیو نظامیانو معلومات د طالبانو تر کنټرول لاندې په کابل کې له استخباراتو ریاست او ولسوالیو څخه غوښتل کیږي.

سرچینې زیاتوي په تورخم کې د طالبانو اسخبارات نه یوازې نارینه پلټي بلکې له پاکستان څخه د ستنېدونکو میرمنو اسناد او کاري سابقه هم پلټي.

په تورخم کې یو شمیر مسافرو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هغو افغانانو پلټنه سخته کړې چې د جمهوریت د سقوط او له هغه څخه وروسته پاکستان ته تللي وي.

دوی زیاتوي په تورخم کې د پلټونو پرمهال له مسافرو سره د طالبانو د استخباراتو د کارکوونکو برخورد ډېر ناوړه دی.

که څه هم د طالبانو راتګ سره دغه ډلې ټولبښنه اعلان کړه خو د نړيوالو سازمانونو د راپورونو له مخې دوی خپله ټولبښنه تر پښو لاندې کړې او د پخواني حکومت ډېر نظامیان او مامورین یې زنداني، شکنجه او ووژل.

په وروستیو کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي ټلویزیون په یوه مستند کې ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د هغو طالب وسلوالو پرضد ګام اخیستل کیږي چې د ملا هبت الله له فرمان یې نافرماني کړې او ټولبښنه یې تر پښو لاندې کړې.

د طالبانو د استخباراتو دا پلټنې په داسې حال کې روانې دي چې د جمهوریت د سقوط پرمهال ګڼ شمیر پخواني نظامیان او دولتي مامورین د دغې ډلې له ویرې له قانوني اسنادو پرته پاکستان او ایران ته تللي دي.

ډېر لیدل شوي

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»
۱

د اسلام‌اباد د عالي محکمې قاضي ویلي «افغانستان دښمن هېواد دی»

۲

پزشکیان: سیمه کې د امن او ثبات لپاره د افغانستان په ګډون نورو ګاونډیانو سره هوکړې ته رسېږو

۳

مجاهد: غواړو په افغانستان کې د امریکا سفارت بېرته پرانیستل شي

۴

افغان ایواک: ۸۴ سلنه امریکایان د امریکايي ځواکونو د افغان همکارانو پر ملاتړ ټینګار کوي

۵

امرالله صالح: د سولې پروسه د جمهوري نظام د ړنګولو لپاره د رژیم د تغییر جعلي نوم و