د ایران بهرنیو چارو وزیر: په سیمه کې هېڅ نیابتي ډله نه لرو

د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې په سیمه کې هیڅ ډول نیابتي ډله نه لري او نه هم «کومه نیابتي جګړه مخته» بیایي. امیر عبداللهیان له سي اين اين سره په مرکه کې اسراییل په سیمه کې د «امریکا نیابتي ډله» بللې او ویلي یې دي چې دغه هېواد سیمه ناامنه کړې ده.