کرزی او صالح: له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه د اندېښنې وړ ده

له تېرو درېیو ورځو راهیسې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی. پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله اېکس پاڼه د پاکستان دغه اقدام د بشري اصولو او موازینو خلاف عمل بللی دی.