خو دغه پرمختګونو ولې دوام ونه کړ؟ ولې ماتېدونکي ثابت شول؟ او ولې د هر کال په تېرېدو سره نور هم بنسټیز نه شول؟ د دې تر ټولو لوی دلیل، په عمدي توګه د رښتینې ولسي سیاسي پروسې مخنیوی و. بل مهم دلیل بیا له لومړۍ ورځې د واقعي سولې او ثبات په وړاندې نه ژمنتیا وه.
د ولسي سیاسي پروسې مخنیوی – کورني لاملونه
د نوي نظام بنسټ له پیله کوږ کېښودل شو. د موقت حکومت جوړښت، چې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې رامنځته شو، له لومړۍ ورځې یو جهادي - نظامي شالید درلود. پکې د نویمې لسیزې د تورو کلونو ټول مرتکبین او په جنګي جرمونو تورن کسان برخه وال وو. د نوي نظام سیاسي ایکوسیستم داسې طرحه شو چې له پیله څرګنده وه واک به هېڅکله ولس ته نه لېږدول کېږي.
د دولت جوړښت په کاغذ کې د ولسواکۍ او د قانون د حاکمیت پر اصولو ولاړ و، خو په عملي ډګر کې واک د هماغو کسانو په لاس کې و چې د تېرې لسیزې د جرمونو او ویجاړیو مسوولین وو. دوی نه یوازې د قانون او ارزښتونو ژمن نه وو، بلکې په قانون ماتولو کې یې له یو او بل سره سیالي کوله.
په ۲۰۱۸ کال کې، چې ما د ډاکټر عبدالله سره د حکومت په یوه داخلي موضوع خبرې کولې، هغه راته په ښکاره وویل:
“ډاکتر فضلي! ستا خبره، سمه ده چې اساسي قانون او نور قوانین شته او ستا خبره د قانون په چوکاټ کې سمه ده، خو دا افغانستان دی.”
یو شمېر تکنوکراتانو یوازې د جمهوریت د ښایست لپاره د سنګار رول درلود. یو شمېر ملتپال په ساده ګۍ باورمن وو چې د وخت په تېرېدو سره به د قانون حاکمیت ټینګېږي، خو دا انګېرنه ستره تېروتنه وه. بله ډله تکنوکراتانو او لیبرالانو بیا په شعوري ډول د همدې ترتیب دفاع کوله، ځکه دا د امریکایي هژمونۍ د کار بڼه وه. د دوی لپاره د ارزښتونو مراعات کول ثانوي موضوع وه او د خپل دریځ د توجیه لپاره به یې ځان «واقعبین» او «پراګماتیک» باله.
په دې ډول ایکوسیستم کې د شخصي ځواک د ودې فضا برابره شوه. هر څوک، که په حکومت کې دننه و یا بهر، د مشروع یا نامشروع هرې وسیلې له لارې د اقتصادي، سیاسي او حتا نظامي ځواکمنېدو هڅه کوله. ټول نظام په هره کچه فردمحوره شو. د ملي حاکمیت موضوع هم تر پایه فردمحوره پاتې شوهاو د هېواد د سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو مالکیت د دولت لاس ته ورنغی، ځکه دولت د هماغه افرادو مجموعه وه چې هر یو یې شخصي اجنډاوې درلودې.
یو بل مهم خنډ د ولسي سیاسي پروسې پر وړاندې قانوني او بیوروکراتیک بندیزونه وو. سره له دې چې د جمهوریت د دورې تر ټولو ستره لاسته راوړنه قانون جوړونه وه، خو د ګوندونو قانون د شلو کلونو تر پایه نیمګړی او له جنجال ډک پاتې شو. ګڼې مادې یې د ولسواکۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې وې او د نویو ګوندونو د ودې پر وړاندې خنډ جوړېدې. دا ستونزه د جهادي وسله والو تنظیمونو تر اغېز لاندې رامنځته شوې وه او ځینو تکنوکراتانو، بهرنیانو او موسسو هم پکې منفي رول لاره.
دا وضعیت د ۱۳۴۳ اساسي قانون حالت ته ورته و، چې که څه هم د احزابو جوړېدل یې قانوناً ازاد اعلان کړي وو، خو د شاهي نظام تر پای پورې د احزابو قانون توشیح نه شو. ورته سناریو د ۱۳۸۳ اساسي قانون په دوره کې تکرار شوه: اساسي قانون ګوند جوړونه ازاده اعلان کړل، خو د شلو کلونو په اوږدو کې د ګوندونو قانون بشپړ نه شو.
د اساسي قانون له مخې ټاکنې باید ترسره شوې وای، خو د ټاکنو قانون تر پایه نه جوړېده، ځکه چې دا کار به د جهادي تنظیمونو، انفرادي تکنوکراتانو، لیبرالانو، انجوبازانو او حتا د امریکا او متحدینو ګټې له خطر سره مخ کړې وای. که څه هم د ولسمشر کرزي او ولسمشر غني په دورو کې د دغو بنسټیزو ستونزو د حل لپاره هڅې وشوې، خو دا ټولې هڅې انفرادي وې او د ولسي جمهوریت ضد ایکوسیستم کې دا ډول هڅې طبیعي ده چې ناکامیږي.
بېشمېره نور عوامل هم، په تدریجي ډول، د هېواد په هر ګوډ کې د مشروعیت، حاکمیت او افغاني مالکیت خلا رامنځته کړه: د انتقالي عدالت پر وړاندې د زورواکو مقاومت، د څارنوالۍ او محاکمو تضعیف د موازي جوړښتونو له لارې، د محلي زورواکو ورځ تر بلې پیاوړتیا، د اداري فساد، واسطې او خپلوۍ پالنې خپرېدل او د ولایتي پرمختیايي پروژو په تطبیق کې بېعدالتي... دا ټول فرعي او پروسیجري لاملونه وو چې په هر حکومت کې لږ تر لږه شتون لري.اصلي کورنی لامل بیا د ولسي سیاسي پروسې مخنیوی، د سیاسي مالکیت نه اخیستل او په پای کې سیاسي ماته وه.
بهرني لاملونه
که څه هم زه باور لرم چې بهرنیان تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او اصلي تمرکز باید زموږ پر خپلو داخلي کمزوریو وي، خو د ۲۰۰۱ وروسته بهرني فکتورونه له نړۍ په نورو هېوادونو کې د ورته مداخلو سره څرګند توپیر درلود.
بهرنیان، چې په سر کې یې امریکا وه، د نویمې تورې لسیزې له یوه وران، بېثباته او ځپل شوي افغانستان سره مخامخ شول. د دوی راتګ د ملګرو ملتونو د پرېکړو پر بنسټ و، خو عملي نفوذ یې د ملي حاکمیت له کچې څو چنده زیات و. د دوی کلني مالي لګښتونه د افغانستان د ملي بودیجې په پرتله نږدې سل چنده زیات وو، د ملکي کارکوونکو شمېر یې د افغان ملکي تشکیلاتو درې چنده و او د ځمکنۍ، هوايي او استخباراتي ځواک له پلوه دومره پیاوړي وو چې د افغان دولت او ټولنې د ټولیز ځواک سره یې هېڅ پرتله نه کېده.
دغه سیاست دوه موازي اغېزې درلودې: ۱. د جنګسالارانو پیاوړي کول د مرکزي دولت د کمزورۍ لامل کېده. ۲. د انجويي سیستم دودول، چې په وسیله یې سلګونه غیر دولتي ادارې رامنځته شوې، نه یوازې د جنګسالارانو ملاتړ پټ ساته، بلکې د مرکزي حاکمیت پر وړاندې بدیل او رقیب جوړښت هم وګرځېده.
د انجوګانو قانون د بهرني فشار له امله تر نظامي سقوطه تصویب نه شو، ترڅو دولت پرې اغېز ونه کړي. د همدې سیستم له لارې بهرنیانو د ملي او بنسټیزو پروژو مخه ونیوله او پر ځای یې د لنډمهاله - اغېز محدودو پروژو تمویل ته لومړیتوب ورکړ.
کله چې په ۲۰۱۸ کال کې افغان حکومت د دې ستونزې د حل لپاره د الکترونیکي تذکرو وېش او د رایې ورکولو پر مهال د بایومټریک معلوماتو اخیستل مطرح کړل، د بهرنیانو، په ځانګړي ډول د امریکا، بریتانیا، ناټو او ملګرو ملتونو د استازو له سخت مخالفت سره مخ شو. ان ځینې کورني مهم لوبغاړي لکه حامد کرزی او عبدالله عبدالله هم ورسره مخالف وو. د بهرنیو سفیرانو یوه ګډې غونډې په ارګ کې ولسمشر غني ته ګواښ وکړ چې که دغه پلان عملي شي، په کابل کې به پراخې ګډوډۍ رامنځته شي. سره له دې مخالفت، د تذکرو وېش پیل شو چې اوس هم د جمهوریت د دورې تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د انجوګانو د شبکې او د جنګسالارانو د پیاوړي کولو له لارې بهرنیانو یوه نوې اصطلاح رواج کړه: «موثر او تاثیر لرونکي اشخاص». د دې تر شا هدف دا و چې مرکزي حکومت تل د دغو کسانو خوښې ته تابع پاتې شي.
د افغانستان د وروستیو لسیزو کړکېچ یوازې د داخلي ستونزو یا بهرنۍ مداخلې محصول نه و، بلکې د دواړو ګډو عواملو پایله وه. تر ټولو مهم یې هغه جګړهییزه تګلاره او د سولې ضد کړنلارې وې چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د امریکا او د هغوی د متحدینو له لوري عملي شوې او د هغوی افغان همکارانو تر یوه حده تایید او پلي کړې.
د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په ۷مه، د امریکا ولسمشر جورج بوش د "Operation Enduring Freedom"د پیل اعلان وکړ او څرګنده یې کړه چې هدف یې «د طالبانو رژیم له منځه وړل او القاعده بېوسه کول» دي. د امریکا د دفاع وزیر ډونالډ رمسفیلډ په ښکاره ټینګار وکړ چې «طالبان باید په بشپړ ډول له منځه یوړل شي.» افغان جهادي متحدین، چې د امریکا په ملاتړ واک ته رسېدلي وو او د قدرت په نشه کې وو، د جګړه پلوی دریځ غوره کړ. د بېلګې په توګه، حامد کرزي په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو پر ضد وویل: «که ملا عمر هلته وي، نیول کېږي.»
په همدې کال کې ملا عمر د تسلیمېدو او سولې وړاندیز وکړ، خو دا وړاندیز د رمسفیلډ او افغان جنګسالارانو له خوا په کلکه رد شو. حامد کرزي هغه وخت اعلان وکړ چې له «مجرمینو طالبانو» سره سوله ناشونې ده. له همدې نقطې وروسته تر ۲۰۱۷ کاله پورې، په افغانستان کې د جګړې تودې ساتلو او د سولې د مخنیوي پالیسۍ حاکمه فضا رامنځته شوه. د دغو کړنلارو د توجیه لپاره لویدیځ په سیستماتیک ډول له انجويي رسنیو، لیبرال څېرو، جنګسالارانو د تبلیغاتو او ان له قومي شخړو څخه ګټه پورته کړه.
په ۲۰۱۳ کال کې د وخت افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره دومره سخت شرایط کېښودل چې د عمل په ډګر کې یې د سولې راتګ نږدې ناممکن کړ. د امریکا د جګړهییزې ستراتیژۍ له امله د ۲۰۰۲ کال وروسته په افغانستان کې د وحشیانه بمباریو کچه لوړه شوه. ان جرمني، چې له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته یې د خپل هېواد نه بهر پوځ نه و لېږلی، افغانستان ته هوايي او ځمکني ځواکونه واستول چې د ګڼو ملکي تلفاتو لامل شول.
په دغه موده کې ګڼ شمېر بېګناه افغانان د طالبانو په تور د جهادي جنګسالارانو له خوا امریکایانو ته وسپارل شول، بګرام او ګوانتانامو زندانونه ترې ډک شول، پر ودونو باندې بمبارۍ وشوې، په زرګونه کسان په پټو زندانونو کې ورک شول. حتا باراک اوباما، چې د نوبل د سولې جایزه یې اخیستې وه، په همدې کلونو کې څه د پاسه ۱۱۰ زره نور امریکایي سرتېري افغانستان ته واستول او جګړه یې نوره هم شدیده کړه.
په ورته وخت کې امریکا له یوې خوا افغان حکومت او پوځ جګړې ته هڅاوه، خو له بلې خوا یې پټې ډېپلوماتیکې اړیکې له طالبانو سره په اروپا او د خلیج په هېوادونو کې ساتلې، داسې چې افغان حکومت ترې بېخبره و.
لنډه دا چې د امریکا، نړۍوالو متحدینو، افغان جنګسالارانو او د انجو شبکې د سولې ضد او تاوتریخواليمحور پالیسۍ په ګډه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د یوې رښتینې ولسواکې سیاسي پروسې مخه ونیول شي او جګړه اوږده وساتل شي.
له ۲۰۱۸ کال وروسته وضعیت
د جنګسالارانو، انجوپالو، موازي ادارو او د مرکزي حکومت د کمزوري ساتلو له لارې، نړۍوالې ټولنې په مشرۍ د امریکا او د هغوی افغان متحدین وتوانېدل چې په لومړیو ۱۶ کلونو کې د ولسي سیاسي پروسې مخه ونیسي. دا حالت د دې لامل شو چې د عمومي سیاسي اجماع لپاره د افغانانو په مالکیت واقعي میکانیزمونه رامنځته نشي او فعالیتونه تر ډېره فردي پاتې شي.
امریکا لا له وړاندې له طالبانو سره پټې اړیکې لرلې، خو په ۲۰۱۸ کال کې یې دا اړیکې ښکاره شوې. د نړۍوال نظم د چټک بدلون له امله، له همدې کال وروسته امریکا یوازې د طالبانو سره د افغانستان پر اساسي مسایلو خبرې کولې او له افغان دولت سره یې اړیکې په حاشیوي موضوعاتو محدودې شوې. امریکا وتوانېده چې د سیمې مهم هېوادونه لکه چین، روسیه او حتا ایران دې ته قانع کړي چې د طالبانو واکمني د دوی په ګټه ده. د همدې سیاست په نتیجه کې د امریکا په هڅونه د مسکو کنفرانس، د چین ناسته، د تهران غونډه او د ازبکستان د تاشکند کنفرانس د طالبانو په ګډون ترسره شو.
د ۲۰۱۸ کال په فېبرورۍ کې افغان حکومت پرته له قید او شرط څخه طالبانو ته د مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو طالبانو دا وړاندیز رد کړ او امریکا هم په تلویحي ډول د طالبانو دریځ ومانه، چې ورپسې له افغان دولت پرته له طالبانو سره علني مذاکرات پیل شول. افغان دولت د خپل وړاندیز د عملي کولو لپاره عامه او پراخه سیاسي اجماع ته اړتیا لرله، خو په دې برخه کې د امریکا په وړاندې بریالی نه شو. امریکا وتوانېده چې افغان جنګسالاران، انجوپال سیاستوال، مدني فعالان – چې خپله د امریکایانو له خوا جوړ شوي وو – او رسنۍ، چې د امریکا په مرسته رامنځته شوې وې، له دولت څخه جلا او په انفرادي او ډلوېزو اجنډاوو ووېشي، تر دې چې ځینې یې د طالبانو د هوټلونو په دهلیزونو کې د بیعت په تمه ودرېدل.
ایا افغان دولت کولای شو لا زیاته هڅه کړې وای چې دا اجماع ترلاسه کړي؟ هو، هڅه یې ممکنه وه، خو پایله به یې نه لرله، ځکه له یوې خوا امریکا بې ساری نفوذ او ځواک درلود او له بلې خوا د سیاسي پروسې لپاره هېڅ منل شوي قواعد او بنسټونه نه وو. پایله دا شوه چې افغان حکومت څنډې ته کړل شو او جنګسالارانو د دوحې، مسکو، تهران او اسلاماباد د هوټلونو په دهلیزونو کې د جمهوري نظام د سقوط او په نوي «اسلامي حکومت» کې د خپل ځای د نیولو خوبونه لیدل.
د ۲۰۲۰ کال د فېبروري په ۲۹ نېټه د دوحې له بدنام تړون وروسته، امریکا هر څه له طالبانو سره په جزییاتو کې – د پټو او ښکاره توافقاتو پر اساس – پر مخ یوړل او د جمهوري دولت د سقوط وروستي ګامونه یې هم طرحه کړل. د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مستقیم مذاکرات له پیله په پلان کې نه وو او تر پایه ونه شول؛ اصلي مذاکرات یوازې د امریکا او طالبانو ترمنځ وو.
د جمهوري دولت سقوط؛ د افغانانو سیاسي که نظامي ماته؟
په لنډه توګه باید وویل شي چې د جمهوري دولت سقوط تر ټولو لومړۍ سیاسي ماته وه – د افغانانو سیاسي ماته – او د نړۍ او امریکا لپاره هم سیاسي او هم نظامي ناکامي وه.
د افغان ملي او دفاعي ځواکونو سرتېري د «خدای، هېواد او دنده» تر شعار لاندې د هېواد دفاع ته ولاړ وو، ځانونه یې قربان کړل او له ۲۰۱۵ کال وروسته وتوانېدل چې سره له دې چې یوازې شاوخوا ۱۰ زره امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې وو، د خپل هېواد دفاع وکړي. دوی نظامي ماته ونه خوړه؛ اصلي ماته هغه سیاسي قشر وخوړه چې د رښتیني ولسي او سازماني سیاست پر ځای یې انفرادي، لبرالي، جنګسالار او «انجويي» سیاست غوره کړ. د همدې ډول سیاست پایله دا وه چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ستراتیژیک مالکیت تر پایه مبهم پاتې شو.
له سقوط څخه یوازې دوه میاشتې مخکې، څه د پاسه ۱۰۰ امریکايي نظامي لوژستیکي قراردادي شرکتونه – چې د افغان ځواکونو د اکمال مسوولیت یې درلود – پرته له دې چې له افغان دولت سره د انتقال په اړه کوم روښانه پلان ولري، له افغانستانه ووتل. دې کار په ټول هېواد کې د ملي ځواکونو لپاره ناڅاپي لوژستیکي بحران رامنځته کړ.
په ۲۰۲۱ د جون میاشت کې د امریکا د لوی درستیز او «سنټکام» له لوري افغان دولت ته داسې یو ناممکن پلان وړاندې شو چې «د افغان ځواکونو د متمرکز کولو پلان» نومېده. په ساده ټکو، معنا یې دا وه چې که افغان دولت د امریکا ملاتړ غواړي، نو باید له ۲۴ ولایتونو څخه ټول ملکي او نظامي ځواکونه وباسي. دا پلان نه له لوژستیکي پلوه عملي و او نه له سیاسي اړخه د منلو وړ.
د افغان هوايي ځواک ټرانسپورتي او جنګي الوتکې چې بهر ته د تخنیکي معاینې لپاره لېږل شوې وې، د امریکا له لوري بېرته د راتګ اجازه ورنه کړل شوه. تر دې زیات، په ۲۰۲۱ د جولای په میاشت کې یو شمېر افغان نظامي افسرانو ته وویل شول چې دوی به له خپلو کورنیو سره یوځای امریکا ته انتقالېږي. دا هر څه په داسې حال کې کېدل چې امریکا او طالبان د دوحې د پټو او ښکاره ضمایمو پر اساس د واک د سپارلو وروستیو جزییاتو ته رسېدلي وو.
لنډه دا چې د جمهوري دولت سقوط نظامي نه بلکې سیاسي و؛ ځکه د نظام مالکیت د افغانانو په لاس کې نه و.
ایا افغانستان واقعاً د ولسواکۍ لپاره چمتو نه و؟
په افغانستان کې هغه لیبراله ډېموکراسي چې د بهرنیو هېوادونو څخه راکاپي شوې وي، یوازې د افرادو د ودې سبب ګرځي او د ولس استازیتوب نه کوي، له پیل څخه د ناکامۍ په لور روانه وي. همداسې وشول، ناکامه شوه او د ټولنې له لوري ونه منل شوه. افغانان ولسي سیاست غواړي او مني یې؛ داسې سیاست چې د ولس له منځه د خلکو د استازیتوب پر بنسټ وي او ولس د خپلو استازو له لارې په ملي پرېکړو کې ځان شریک وګڼي.
په افغانستان کې انفرادي سیاستوال نه یوازې ناکام شوي، بلکې خپل ټول سیاسي او ټولنیز اعتبار یې له لاسه ورکړی دی. د هېواد د سیاسي راتلونکي تکیه په اشخاصو کول یو ناسم او غیرمسوولانه عمل دی. دغه ډول سیستم شل کاله وازمویل شو او ناکام شو.
د استبداد او دېکتاتورۍ پر ضد د افغانانو مبارزه نوې نه ده. د ۱۹۰۰ لسیزې په لومړیو کې د مشروطه غوښتونکو غورځنګاو بیا له ۱۹۵۰ وروسته د ولسواکۍ او استبداد پر ضد سوچه افغاني خوځښتونه د دې روښانه بېلګې دي. دغو خوځښتونو بهرني تمویلوونکي نه لرل، په ولایتونو او ولسوالیو کې یې ولسي ریښې وې او بالاخره وتوانېدل چې په ۱۳۴۳ کال کې مطلقه شاهي په مشروطه شاهي بدله کړي.
هغه مهال ولسي جرګه او مشرانو جرګه موجوده وهاو ټاکنې د افغان دولت په بودیجه، د افغانانو په مالکیت او مدیریت ترسره کېدې. کېدای شي نیمګړتیاوې وې، خو پروسه زموږ په خپل لاس کې وه او د وخت په تېرېدو یې د اصلاحاتو له لارې د پرمختګ امکان درلود. نو لنډه دا چې افغانستان د ولسي افغاني سیاست له لارې، په خپل نوښت او مالکیت، د ولسواکۍ تجربه لري او غواړي یې.
لویه جرګه د افغانانو د استازیتوب یوه لرغونې پدیده ده چې د ۱۳۸۳ اساسي قانون د هغې د لا ولسي کولو لپاره پراخ اصلاحات راوستي دي. زموږ په کلتور کې که یو افغان ته د واده په پلان جوړولو کې ونډه ورنه کړل شي او نظر یې وانه خیستل شي، نو دغه واده نه مني او خپه کېږي. په ملي کچه هم همداسې ده: افغانان غواړي د خپلو استازو له لارې په ملي پرېکړو کې ونډه ولري او همدا ولسواکي ده.
طالب د ټولنې له هېڅ قشر سره نه په خپل ماشومتوب کې او نه په لویوالي کې اړیکه لري، نو څنګه به د ټولنې په نبض پوه شي؟ د طالبانو ډېری غړي له ماشومتوبه تر لویوالي د خپلې کورنۍ، خپل ټاټوبي او د ټولنې له عاطفي او انساني اړیکو بې برخې پاتې شوي دي. داسې څوک چې د خپلې کورنۍ د مینې له فضا لرې، د یوه بهرني هېواد په دیني استخباراتي مرکز کې لوی شوی وي، څنګه کولای شي د پلار، مور، خور او ورور په درد ځان پوه کړي؟
دوی له هېڅ قشر سره ریښتینې اړیکه نه لري؛ نه له ښوونکو او پوهانو، نه له بزګرانو او کسبګرواو نه له قومي مشرانو او سپینږیرو سره. طالبان د افغان سیاسي قشر د ناکامۍ، د ولسي سیاسي ګوندونو د نشتوالي او د ټولنې په منځ کې د موجودې سیاسي خلا له امله واک ته ورسېدل. له تاریخي پلوه، استعماري ځواکونه په بېوزلو هېوادونو کې له افراطي مذهبي ډلو څخه د ولسي خوځښتونو د مخنیوي او ځپلو لپاره کار اخلي، چې طالبان یې یوه څرګنده بېلګه ده.
سره له دې چې د طالبانو ماهیت او فکر له وړاندې ټولو ته معلوم و، دوی په تېرو څلورو کلونو کې د خپل اختناقي واکمنۍ عملي تجربه ولس ته ورکړه. اوس نه طالبان دا اخلاقي جرئت لري او نه هم د دوی بهرني ملاتړي او لابيګر، چې د جمهوریت د ستونزو یادونه ورته برائت ورکړي.
راتلونکی
باید په یاد ولرو چې د افغانانو په توګه زموږ مسوولیت دی چې هېواد او ولس له روان اختناق څخه وژغورو. موږ نه شو کولای ناامیده شو او باید په زغرده ووایو چې ناهیلي کېدل زموږ حق نه دی. استعمار او مذهبي افراطیان غواړي موږ ناامید کړي، خو موږ باید د دوی دا هیله شنډه کړو.
په راتلونکي کې باید پر ځان باور ولرو. استعمار او د دوی ګټه اخیستونکي هڅه کوي په ولس کې دا مفکوره ځای پر ځای کړي چې هر څه یوازې د دوی په خوښه او اشاره شوني دي. هو، ډېری کړنې د استعماري ځواکونو په لارښوونه او د دوی د نیابتي ډلو له لارې ترسره کېږي، خو د دوی هر ګام زموږ لپاره یا د نویمې لسیزې تورې دورې، یا د تېرو څلورو کلونو د اختناق او استبداد مثال دی.
مهمه زده کړه د تېرو تجربو څخه دا ده چې جګړه یوازې د استعمار او د دوی د نیابتي ډلو په ګټه ده. جګړه هېڅکله حل لاره نه ده. د جګړې ملاتړي یا د نویمې لسیزې جنګسالاران او د هغوی دویم نسل دي، یا دا جګړې د سیمې استخباراتو او زبرځواکونو تر مدیریت لاندې ترسره کېږي، چې افغانان پکې هېڅ مالکیت نه لري.
موږ چې په ولسي ډیموکراسۍ باور لرو، باید له پردیو په پیسو او مالکیت د جګړې او وینې تویونې څخه کلکه فاصله واخلو. بله مهمه زده کړه، د جمهوریت د شل کلنې تجربې څخه دا ده چې له هر هغه جریان څخه لرې پاتې شو چې د ملي سیاسي سازمانونو د جوړېدو او د ولسي سیاسي پروسې د مخنیوي لامل کېږي. دغه جریانونه اکثر د اشخاصو پر محور ولاړې انجوګانې دي، چې د بهرنیو هېوادونو په مالي او سیاسي ملاتړ د طالبانو سره تعامل کوي، حتا د ښځو د تعلیم او کار په اړه تمویل شوي کنفرانسونه جوړوي.
عواقب یې دا دي چې څومره ځینې انجويي څېرې، لیکوالان او ژورنالیستان د نجونو د زده کړو او کار په اړه له اوسني استبدادي حاکمیت سره عقلي یا دیني استدلال کوي، هومره د تعلیم دښمن استبداد دوام مومي او زموږ د هېواد نیمایي وګړي له زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو وروسته پاتې کېږي. نارینه هم د دوامداره انحطاط او اختناق له امله له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کېږي.
تلپاتې او واقعي حل لاره د ولسي سیاسي پروسې پر بنسټ د خپلواکو سیاسي سازمانونو جوړول دي، چې نه له بهر څخه فکري الهام واخلي، نه نظامي او نه اقتصادي تمویل. لومړی ګام دا دی چې سیاسي ـ ایډیولوژیک سازمانونه د خپلو داخلي کړنلارو او ټاکنو له لارې د ګوندي جوړښت لپاره رهبران وټاکي. دویم پړاو د سازمانونو ترمنځ د فعالیتونو او تعامل لپاره د لوبې پر قاعده توافق دی، ترڅو یوازې هغه کسان سیاسي بهیر ته داخل شي چې د سازماني مبارزې سابقه لري او برحال غړي یا مشران وي. درېیم پړاو د ملي تفاهم سند ترتیبول دي چې د ګډ کار اصول مشخص کړي او د ملي اجماع لپاره زمینه برابره کړي، په دې شرط چې دا کار افغاني او بومي ریښې ولري او له بهرني نفوذ څخه خوندي پاتې شي.
دا پروسه اوږده، ستړې کوونکې او له خنډونو ډکه ده او بهرنۍ فشارونه به هم وي. اوسنی سیاسي قشر، چې له کلونو راهیسې باور لري، چې هر بدلون یوازې له بهر څخه شونی دی، دوی به ورته مقاومت وکړي. خو تاریخي تجربه ښيي چې دا یوازینۍ سمه او واقعبینانه لاره ده.
نورې لارې، په ځانګړې توګه فردمحوره او د بهرنیو په مرسته، ازمویل شوې او هېڅ دوامداره سیاسي ضمانت نه لري. خوشبختانه، د ځوان نسل په منځ کې د سیاسي وېښتیا څرک ورو - ورو څرګندیږي. ځوانان پوهېږي چې سیاسي ثبات یوازې د دوامداره زیار، سنجیده قربانیو او د سیاسي سازمانونو د چوکاټ له لارې رامنځته کېږي، نه د بهرنیو پروژو، موسمي څېرو او تبلیغاتي غونډو له لارې.
لنډه دا چې د افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو خونړۍ تجربې موږ ته ښيي چې د هېواد د دوامداره بېثباتۍ اصلي لامل د ولسي سیاسي پروسې تشه ده. دا تشه یوازې د ملي سیاسي پروسې له لارې د جدي او پخو سیاسي سازمانونو په منځته راوړلو ډکېدای شي. تاریخ حکم کوي چې د شخصیتمحوره سیاست دوره باید پای ته ورسېږي او اوس د ملي، بومي او سازماني سیاسي تداوم لپاره عملي او بنسټیز ګام پورته شي.