ګېرهاډ کارنر د چارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې اتریش د کابل له چارواکو سره په تماس کې دی او دا هم د یوې باور وړ پناه غوښتنې پالیسۍ او د قاچاق کوونکو پر وړاندې د جدي مبارزې برخه ده.
ګیرهارډ له خبري ناستې وړاندې د اتریش ملي ټلویزین له زېب ۲ خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې جرمني اوس د افغانستان پر لور د خلکو شړل پیل کړي، چې دی له دې چارې ډېر خوښ دی، ځکه اتریش له جرمني چارواکو سره ډېرې نږدې اړیکې لري.
د خپرونې د چلوونکي ارمین وولف ددې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې غواړئ خلک افغانستان ته وشړئ، خو تر اوسه مو دا نه کار دی کړی، کارنر وویل، «موږ په دې اړه د جرمني له چارواکو سره ډېرې نږدې اړیکې لرو. جرمني دا کار مستقیم له افغانستان سره نه دی کړی، بلکې د درېیمو هېوادونو او ګاونډیو سیمو له لارې یې ترسره کړی، خو موږ به له افغانستان سره اړیکې په څرګنده توګه ژورې کړو، لکه څنګه یې چې د سوریې حکومت سره مستقیې کوو».
خبریال وپوښتل، چې تاسې غواړئ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره ووینئ؟
کارنر په ځواب کې وویل، « ما وویل چې لومړنۍ خبرې شوې او دا هم معلومه ده چې د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو لومړنۍ خبرې په افغانستان کې په تخنیکي کچه کړې دي».
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې په سوریه کې د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل، نو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره به ووینئ؟ ، وویل، « موږ به په تخنیکي کچه خبرې وکړو، څو د افغانستان پر لور د خلکو شړل بیا ممکن شي».
خو خبریال بیا ترې وپوښتل، چې تاسې غواړئ د طالبانو چارواکي اتریش ته راشي او د شړلو په چارو کې مرسته وکړي؟
کارنر په ځواب کې وویل، « زه دا تصور کوم چې د افغانستان چارواکي به هم دلته په اتریش کې خبرې وکړي».
کارنر د افغان سفیرې منیژه باختري د استعفا د ګواښ په تړاو وویل، « زه په دې موضوع کې د هغې احساسات درک کوم. خو مهرباني وکړئ زما یا زموږ د کورنیو چارو وزارت دنده هم درک کړئ،چې موږ باید هڅه وکړو افغان او سوریايي مجرمان خپلو هیوادونو ته واستول شي. دا هم د هغه خلکو په ګټه ده چې د ټولنې قیمتي برخه دي، یانې د افغانستان او سوریې خلک، هغوی هم غواړي چې دغه مجرمان او خطرناک کسان ورسره ګډ نه شي».
له طالبانو سره د تماس په اړه په اتریش کې افغان سفیرې منیژه باختري خبرداری ورکړی، چې که اتریش د اخراج په پروسه کې د طالبانو چارواکي شامل کړي، هغه به له دندې استعفا ورکړي.
اتریش د ۲۰۲۵ د لومړۍ نیمایي په جریان کې ۶۵۵۴ تنه شړلي، چې له دې ډلې ۳۱۸۸ کسان په زور شړل شوي او نور یې په خپله خوښه وتلي دي.
د سوریې په تړاو کارنر وویل چې د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته یې د اخراج یو منظم پلان جوړ کړی او هغه پلی کوي.
د هغه په وینا، شاوخوا ۵۰۰ سوریایان په خپله خوښه بېرته تللي او لومړی ځل یوه جبري شړنه هم ترسره شوې ده. هغه ټینګار وکړ: «موږ به دا کار دوامداره وکړو، که څه هم نیوکې وي او موقتي بندیزونه موجود وي».
اتریش تر اوسه د اروپایي اتحادیې یوازینی هېواد دی چې د اسد تر نسکورېدو وروسته یې خلک سوریې ته شړلي دي.
کارنر په خبري ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره د احتمالي لیدنې په اړه لومړی تبصره ونه کړه، خو وروسته یې دا «یوازې اټکل» وباله.