• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د چین سفیر: د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز دې افغانستان ته وغځول شي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۴ GMT+۱

د پاکستان لپاره د چین سفیر جیانګ زایدونګ وړاندیز کړی چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سپیک) دې افغانستان، ایران او نورو سیمه‌ییزو شریکانو ته وغځول شي، څو د مرکزي، سویلي او لوېدیزې اسیا ترمنځ سوداګرۍ او اړیکو ته وده ورکړل شي.

جیانګ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) په اسلام اباد کې د «سپیک زما په نظر» تر عنوان لاندې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د پاکستان د اقتصادي بدلون بنسټیزه برخه ده او د ملي پرمختیايي موخو او سیمه‌ییز ادغام له پلانونو سره برابره ده.

نوموړي وویل، دا به د پاکستان جیو‌ـ‌اقتصادي موقعیت پیاوړی کړي او د جیو‌ـ‌سیاست څخه جیو‌ـ‌اقتصاد ته د بدلون بهیر به ګړندی کړي.

جیانګ زیاته کړه چې د دغه دهلیز له لارې ۲۵،۴ میلیارده ډالره مستقیمه پانګونه او له ۸۰۰۰ میګاواټو زیاته برېښنا له ملي شبکې سره یو ځای شوې. همدا راز د ګوادر بندر پرختیا، د سکر- ملتان موټروې، نوې د برېښنا پروژې او د ختیځ خلیج لویه لاره د یاد دهلیز له بنسټیزو پروژو څخه دي.

چینايي سفیر داهم وویل چې سپیک د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې هم پام وړ رول لوبولی، لکه د چین په مرسته جوړ شوی د ملګرتیا روغتون چې تر اوسه یې د ۹۰ زره ناروغانو درملنه کړې.

نوموړي وویل، دا پروژه اوس پر پنځو لومړیتوبونو تمرکز کوي د ودې دهلېز، د ژوند ښه والي، نوښت، شین چاپېریال او پرانېستې اړیکې. هغه دا ادعاوې چې ګواکې یاده پروژه ورو شوې، بې بنسټه وبللې.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

برلین وايي په پاکستان کې د جرمني ویزو ته د منتظرو افغانانو وضعیت څاري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱
برلین وايي په پاکستان کې د جرمني ویزو ته د منتظرو افغانانو وضعیت څاري
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو افغان کډوالو د وضعیت څارنه کوي چې د فدرالي داخلي پروګرام له لارې باید جرمني ته راشي او اوس هم په پاکستان کې دي. د یاد وزارت ویاند هینټر سیهر د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند هینټر سیهر د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او د سفارت له لارې د وضعیت په اړه معلومات راټولوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «هلته یو ټاکلی بیړنی میکانیزم شته، چې که څوک اغېزمن شوي وي. تر دې دمه د اخراجونو مخه نیول شوې، یا په یوه ځانګړي حالت کې شپږ کسان له اخراج سره مخ شوي وو، خو هغوی بیرته پاکستان ته ستانه شوي».

هینټرسیهر زیاته کړه چې د فدرالي داخلي پروګرام لاندې کسان کولای شي د ځانګړې خدمت رسوونکې ادارې سره اړیکه ونیسي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د جرمني حکومت د وضعیت په اړه واضح دریځ لري او د کورنیو چارو وزارت به هم د نورو جزییاتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

نوموړی وايي، د فدرالي ادارو موخه داده چې له پاکستاني چارواکو سره په نږدې همکارۍ د هغو کډوالو د وضعیت څارنه وشي چې د جرمني پروګرام لاندې دي، څو د هغوی حقونه او امنیت خوندي وساتل شي.

طالبان له جاپان سره د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۰ GMT+۱
طالبان له جاپان سره د اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي
100%

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد نعیم، د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره په ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي، امنیتي او کلتوري همکاریو ټينګار کړی او له نړیوالې ټولنې یې د افغانستان د ثبات د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دغه وزارت پر ایکس خپره کړې اعلامیه کې راغلي، چې ډاکټر نعیم د جاپان د سفیر ماموریت وستایه او ټینګار یې وکړ چې په اړیکو کې پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې اړخونه د یو بل ګټې، ستونزې او اړتیاوې په سمه توګه درک کړي.

په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي چې د جاپان سفیر د افغانستان د امنیت او د مخدره موادو پر ضد هڅې او زیربنایي چارې وستایلې او زیاته یې کړه:«جاپان به د افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې دوامداره وساتي».

اعلامیه وړاندې زیاتوي چې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او دوام ټینګار وکړ او د همکاریو د لا پیاوړتیا هوډ یې څرګند کړ.

منیژه باختري: که اتریش د طالبانو استازو ته اجازه ور کړي زه به خپله دنده پرېږدم

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۴ GMT+۱
منیژه باختري: که اتریش د طالبانو استازو ته اجازه ور کړي زه به خپله دنده پرېږدم
100%

په اتریش کې د افغانستان سفیره منیژه باختري وايي، چې که ویانا د افغان پناه غوښتونکو د اخراج په بهیر کې د طالبانو استازي ور ګډ کړي، له خپلې دندې به لاس پرسر شي. نوموړې وايي، دا به د اتریش تصمیم وي، خو هیله منه ده، چې داسې څه پېښ نه شي.

په اتریش کې د افغانستان وروستۍ ښځینه سفیرې منیژه باختري ددغه هېواد د ملي ټلویزیون له زیب۲ خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې که ویانا تصمیم ونیسي، چې د طالبانو استازي راشي، دا به په همغه شیبه له خپلې دندې استعفا ور کړي.

باختري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، « که اتریش د طالبانو استازو ته د اجازې ور کولو تصمیم ونیسي، زه به له هغوی سره هیڅکله کار ونه کړم. په همغه شیبه به له خپلې دندې استعفا ور کړم».

خو هغې زیاته کړه، چې «دا به د اتریش تصمیم وي، هیله منله یم، چې داسې څه پېښ نه شي».

باختري د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په تړاو وویل، چې د هغوی په کړنو کې کوم بنسټیز بدلون نه ویني. هغې زیاته کړه: «په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.»

نوموړې وايي، افغانستان د ډیموکراسۍ او ازادۍ په اړه ژور شاتګونه تجربه کړي، اقتصاد سقوط کړی، بانکي سیستم له منځه تللی، بشري ناورینونه سخت شوي او نړیواله مرسته هم کمه شوې ده

هغه وايي، چې هېواد لا هم د غیرقانوني مخدره موادو لوی مرکز پاتې دی.

باختري د ښځو او نجونو د محدودیت او تعقیب سیستم جنسي اپارتاید بولي. نوموړې وايي، طالبان ورځ تر بلې پر ښځو فشار زیاتوي او په خپلو فرمانونو ښځې محدودوي.

منیژه باختري داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د اتریش د کورنیو چارو وزیر تازه ویلي، چې له طالبانو سره په اړیکه کې دي، چې د افغان پناه غوښتونکو د اخراج لپاره مستقیمه لاره پرانیزي.

د اتریش د کورنیو چارو وزیر وايي له طالبانو سره په اړیکه کې دي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱
د اتریش د کورنیو چارو وزیر وايي له طالبانو سره په اړیکه کې دي
100%

د اتریش د کورنیو چارو وزیر وايي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ستنولو او قاچاق مخنیوي لپاره اتریش د طالبانو له ادارې سره په اړیکه کې دی. ګېرهاډ کارنر د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره لیدل اټکل وباله خو وايي، دی فکر کوي، چې د افغانستان چارواکي به هم دلته په اتریش کې خبرې وکړي.

ګېرهاډ کارنر د چارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې اتریش د کابل له چارواکو سره په تماس کې دی او دا هم د یوې باور وړ پناه‌ غوښتنې پالیسۍ او د قاچاق کوونکو پر وړاندې د جدي مبارزې برخه ده.

ګیرهارډ له خبري ناستې وړاندې د اتریش ملي ټلویزین له زېب ۲ خپرونې سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې جرمني اوس د افغانستان پر لور د خلکو شړل پیل کړي، چې دی له دې چارې ډېر خوښ دی، ځکه اتریش له جرمني چارواکو سره ډېرې نږدې اړیکې لري.

د خپرونې د چلوونکي ارمین وولف ددې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې غواړئ خلک افغانستان ته وشړئ، خو تر اوسه مو دا نه کار دی کړی، کارنر وویل، «موږ په دې اړه د جرمني له چارواکو سره ډېرې نږدې اړیکې لرو. جرمني دا کار مستقیم له افغانستان سره نه دی کړی، بلکې د درېیمو هېوادونو او ګاونډیو سیمو له لارې یې ترسره کړی، خو موږ به له افغانستان سره اړیکې په څرګنده توګه ژورې کړو، لکه څنګه یې چې د سوریې حکومت سره مستقیې کوو».

خبریال وپوښتل، چې تاسې غواړئ د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سره ووینئ؟

کارنر په ځواب کې وویل، « ما وویل چې لومړنۍ خبرې شوې او دا هم معلومه ده چې د کورنیو چارو وزارت کارکوونکو لومړنۍ خبرې په افغانستان کې په تخنیکي کچه کړې دي».

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې په سوریه کې د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل، نو د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره به ووینئ؟ ، وویل، « موږ به په تخنیکي کچه خبرې وکړو، څو د افغانستان پر لور د خلکو شړل بیا ممکن شي».

خو خبریال بیا ترې وپوښتل، چې تاسې غواړئ د طالبانو چارواکي اتریش ته راشي او د شړلو په چارو کې مرسته وکړي؟

کارنر په ځواب کې وویل، « زه دا تصور کوم چې د افغانستان چارواکي به هم دلته په اتریش کې خبرې وکړي».

کارنر د افغان سفیرې منیژه باختري د استعفا د ګواښ په تړاو وویل، « زه په دې موضوع کې د هغې احساسات درک کوم. خو مهرباني وکړئ زما یا زموږ د کورنیو چارو وزارت دنده هم درک کړئ،چې موږ باید هڅه وکړو افغان او سوریايي مجرمان خپلو هیوادونو ته واستول شي. دا هم د هغه خلکو په ګټه ده چې د ټولنې قیمتي برخه دي، یانې د افغانستان او سوریې خلک، هغوی هم غواړي چې دغه مجرمان او خطرناک کسان ورسره ګډ نه شي».

له طالبانو سره د تماس په اړه په اتریش کې افغان سفیرې منیژه باختري خبرداری ورکړی، چې که اتریش د اخراج په پروسه کې د طالبانو چارواکي شامل کړي، هغه به له دندې استعفا ورکړي.

اتریش د ۲۰۲۵ د لومړۍ نیمایي په جریان کې ۶۵۵۴ تنه شړلي، چې له دې ډلې ۳۱۸۸ کسان په زور شړل شوي او نور یې په خپله خوښه وتلي دي.

د سوریې په تړاو کارنر وویل چې د اسد رژیم له نسکورېدو وروسته یې د اخراج یو منظم پلان جوړ کړی او هغه پلی کوي.

د هغه په وینا، شاوخوا ۵۰۰ سوریایان په خپله خوښه بېرته تللي او لومړی ځل یوه جبري شړنه هم ترسره شوې ده. هغه ټینګار وکړ: «موږ به دا کار دوامداره وکړو، که څه هم نیوکې وي او موقتي بندیزونه موجود وي».

اتریش تر اوسه د اروپایي اتحادیې یوازینی هېواد دی چې د اسد تر نسکورېدو وروسته یې خلک سوریې ته شړلي دي.

کارنر په خبري ناسته کې د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سره د احتمالي لیدنې په اړه لومړی تبصره ونه کړه، خو وروسته یې دا «یوازې اټکل» وباله.

طالبانو سبا ورځ تفریحي ځایونو ته ورتګ وړیا اعلان کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱
طالبانو سبا ورځ تفریحي ځایونو ته ورتګ وړیا اعلان کړی
100%

د طالبانو د چارو ادارې د ریاست الوزرا د شفاهي هدایت له مخې، په کابل ښار کې نن شپه، سبا ورځ او شپه دولتي پارکونو ته د خلکو ورتګ وړیا اعلان شوی، خو په دې اړه یې د ښځو یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د چارو ادارې د پنجشبنې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا د شفاهي لارښوونې په اساس په کابل کې ټولو دولتي پارکونو ته ورتګ د نن ماښام او سبا ورځې لپاره وړیا شوی.

طالبانو تفریح ځایونو ته وړیا ورتګ اعلان پر کابل د دې ډلې د څلور کلنې واکمنۍ په مناسبت کړی دی.

طالبانو د زمري ۲۴مه نېټه «ملي ورځ» نومولي ده.

د طالبانو په دې خبرتیا کې تفریحي ځایونو ته د ښځو د ورتګ یادونه نه ده شوې.