• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو سبا ورځ تفریحي ځایونو ته ورتګ وړیا اعلان کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۲ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې د ریاست الوزرا د شفاهي هدایت له مخې، په کابل ښار کې نن شپه، سبا ورځ او شپه دولتي پارکونو ته د خلکو ورتګ وړیا اعلان شوی، خو په دې اړه یې د ښځو یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د چارو ادارې د پنجشبنې په ورځ د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې د دې ډلې د ریاست الوزرا د شفاهي لارښوونې په اساس په کابل کې ټولو دولتي پارکونو ته ورتګ د نن ماښام او سبا ورځې لپاره وړیا شوی.

طالبانو تفریح ځایونو ته وړیا ورتګ اعلان پر کابل د دې ډلې د څلور کلنې واکمنۍ په مناسبت کړی دی.

طالبانو د زمري ۲۴مه نېټه «ملي ورځ» نومولي ده.

د طالبانو په دې خبرتیا کې تفریحي ځایونو ته د ښځو د ورتګ یادونه نه ده شوې.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو هرات کې د ۱۱۷ مېلیونه ډالرو په لګښت د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۱
طالبانو هرات کې د ۱۱۷ مېلیونه ډالرو په لګښت د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې د ۱۱۷ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۳زره هکټاره ځمکې د خړوبېدو لپاره یې د پاشدان بند ګټې اخیستنې ته وسپاره.

د طالبانو د یاد وزارت وزیر عبدالطیف منصور په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې دغه بند به شاوخوا ۵۴مېلیون متر مکعبه اوبه ذخیره کوي او همدا راز به ۲مېګاواټه برېښنا هم تولیدوي. د هغه په وینا؛ د پاشدان بند اوبه به د هرات ولایت اوسېدونکو د کروندو لپاره په ټولو فصلونو کې ګټورې تمامې شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرسیتال ملا عبدالغني برادر وایي،‌ د پاشدان بند په جوړېدو سره یې خپله هغه ژمنه پوره کړې چې یو کال دمخه یې کړې وه. د هغه په خبره؛ یو ځل بیا ژمنه کوي، چې هېواد به په خپلو امکاناتو ودانوي او خپلې اقتصادي تګلارې ته به دوام ورکوي.

نوموړی داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې طالبان د مخکني جمهوریت نیمګړې پروژې بشپړوي او بیا نوم ورکوي چې ګنې دا پروژې دوی پیل کړې او بشپړې کړې دي. د کارپوهانو په وینا؛ جمهوري نظام داسې مهال ونړېد، چې ډېری رغنیزې پروژې د پای په بهیر کې وې او اوس طالبان په تبلیغاتي توګه د هغو پروژو د بشپړولو سره ادعاوې کوي، چې ګنې دوی دغه چارې پیل کړې او بشپړې کړې دي.

طالبان ډېر کله په تبلیغاتي توګه د رغنیزو پروژو د پرانېستو هڅې کوي؛ خو وروسته لیدل کېږي چې یوازې د تبلیغاتو بڼه لري او په عملي توګه بیا د دغو چارو هېڅ ډول څرک نه لیدل کېږي.

نبي عمري: د امریکا «غرور او فرعونیت» مو مات کړ

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۲ GMT+۱
نبي عمري: د امریکا «غرور او فرعونیت» مو مات کړ
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري ویلي، امریکا د نړۍ د جګړې لامل ده او دوی یې د «غرور» تر څنګ «فرعونیت» هم مات کړ. هغه زیاته کړې، د نړۍ له دغه «شيطان هېواد» سره یې شل کاله جګړه کړې او هغوی نه غواړي چې افغانستان دې خپلواک وي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) یوې غونډې ته په وینا کې وویل: «امریکا ام الفساد و الفحشا ده.د دونیا د بې امنۍ او دونیا د جنګونو سبب ده. د هغوی هېڅکله په موږ نه لورېږي، چې افغان مجاهد او طالبان دې په دې حالت وي لکه دا نن چې دي.»

د نوموړي په خبره؛ که د نړۍ یو شمېر غافله مسلمانان امریکا د افغانانو د نظریاتو له مخې وپېژني؛ نو دغه هېواد به د نړۍ له نقشې څخه هم ورک شي. د عمري په خبره: «دې نږدې وخت کې چې کله روسانو د رسمیت اعلان وکړ؛ نو امریکا نه لار ورکه شوه او ضعیفې او مفسدې نړۍوالې محکمې زموږ په مشرانو تورونه پورې کړل، چې دا باید ونیول شي ځکه مجرمین دي.»

د جرمونو نړۍوالې محکمې پر ملاهبت الله او د هغه د سترې محکمې رییس عبدالحکیم حقاني د نیول کېدو حکمونه صادر کړي. د دغه محکمې په باور دغو دوو طالب مشرانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي‌ او افغانستان کې یې پراخ جنایتونه کړي دي.

دا لومړنی طالب چارواکي نه دی، چې په عام محضر کې د امریکا ضد څرګندنې کوي؛ بلکې تر دې وړاندې هم د دغه ډلې یو شمېر نورو غړو ورته ویناوې کړې دي. باورونه دا دي، چې پر کابل واکمن د پردې تر شا بیا امریکا ته زارۍ کوي؛ څو یې په رسمیت وپېژني، بندیزونه پرې لغوه کړي او ان په واشنګټن کې ورته سیاسي دفتر ورکړي.

د طالبانو رسنیزه امپراتوري؛ خپلواکې رسنۍ له‌منځه وړل شوې او خبریالان یې جاسوسان کړي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۶ GMT+۱
د طالبانو رسنیزه امپراتوري؛ خپلواکې رسنۍ له‌منځه وړل شوې او خبریالان یې جاسوسان کړي
100%

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) خبرداری ورکړی، چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو نه یوازې د افغانستان خپلواکې رسنۍ په بشپړ ډول له منځه وړې دي؛ بلکې د یوې سترې تبلیغاتي امپراتورۍ او ډیجیټلي روبوټونو له پېچلې شبکې په کارونې یې رسنیزه فضا په خپله تبلیغاتي ماشین بدله کړې.

د دغه بنسټ د راپور له مخې؛ طالبانو د هغو خپلواکو رسنیو چې مېلیونونه څارونکي یې لرل په بندولو، ځنډولو یا هم محدودلو سره د افغانستان دننه رسنیزه فضا په خپل واک کې نیولې ده. اوس ټلوېزیونونه، راډیوګانې، مجلې، ورځپاڼې او ډېجیټلي رسنۍ د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې دي.

را‌پور کې راغلي، د یوټیوب، اېکس او ټلېګرام د یو شمېر پاڼو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ سترې رسنۍ چې په تصویر، غږ، چاپ او انلاین بڼه خپرونې کوي په بشپړه توګه د طالبانو د سختدریځه تګلارې په خدمت کې دي. د خبریالانو ملاتړ کمېټې په څېړنیز راپور کې د افغانستان د جلاوطنه خبریالانو مرکز د مشر احمد قریشي له قوله لیکل شوي: «د طالبانو واکمني په رسنیو کې یو طرفه غږونه خپرېږي هر هغه روایت چې حقایق او رېښتونی لیدلوری څرګندوي سانسورېږي. حتی په خواله رسنیو کې شخصي نظر کولای شي د طالبانو پر ضد تبلیغ وګڼل شي او سزا پرې ورکړل شي.»

پر جاسوسانو بدل شوي خبریالان

راپور ښيي، طالبانو د پراخې څارنې یوه سیستم رامنځته کړی چې له مخې یې خبریالان اړ اېستل کېږي د خپلو همکارانو د فعالیتونو په تړاو دغه ډلې ته مالومات ورکړي. د افغانستان په ختیخ‌ کې د یوې رسنۍ د مسوول له خولې لیکل شوي: «د طالبانو د استخباراتو مامورین د رسنیو د ټولو کارکوونکو شخصي معلومات غواړي؛ د نوم او د پلار نوم نه نیولې تر پتې، د اړیکو شمېرې، برېښنالیک او د واټس اپ حسابونو پورې. موږ مجبوره یو د هر څه راپور ورکړو.»

د سرچینو په وینا؛ طالبان خبریالان د انلاین پوسټونو او منځپانګې له امله نیسي او د امر بالمعروف محتسبان د شریعت د سخت تفسیر د ماتولو په پلمه د رسنیو کارکوونکو ته سزا ورکوي. د دغه سزا لاملونه د موسیقۍ، ټلوېزیوني سریالونو او د ښځو او نارینه‌وو ګډې خپرونې ښوول کېږي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې راپور کې د دوو رسنیو د مالکانو په حواله لیکل شوي، چې د «دوی د اطاعت نه کولو» له امله د مالیې او اداري فشارونو لاندې راوستل شوي دي. طالبان حتی خبریالانو ته ګواښ کوي؛ که همکاري ونه کړي، د خپرونو جوازونه به یې لغوه کړي او یا به پرې درنې جرمانې ولګوي.

د ښځینه خبریالانو پر وړاندې مستقیم ګواښونه

راپور کې د افغانستان د لوېدیځ څخه د دوو ښځینه خبریالانو په حواله ویل شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې له لسو زیات ځله د امر بالمعروف وزارت ته احضار شوې دي. یوې له دوی ویلي، چې د طالبانو چارواکو ورته خبرداری ورکړی؛ که له جلاوطنه رسنیو سره کار وکړي، نو «وژنه یې واجب» ده.

یوې د نوم نه ښودو په شرط زیاته کړې: «یوه ورځ یې درې ساعته ونیوله او ویې ویل، چې د شریعت له مخې هر څه درسره کولای شو. حتی ګواښ یې وکړ، چې کولای شي یوه یې زندانۍ کړي او په زوره به پرې اعتراف کړي او هېڅوک به پرې خبر هم نه شي.»

د طالبانو د رسنیزې امپراتورۍ زړه

د طالبانو رسنیز جوړښت داسې ترتیب شوی، چې ټول یې د دغې ډلې د تبلیغ په خدمت کې وي. د افغانستان ملي راډیو ټلوېزیون چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې نوم «د شریعت غږ» ته بدل شوی، له پنځه سوه زیات کارکوونکي او شپږ سوه مېلیونه افغانۍ بودجه لري. دغه دولتي رسنۍ په پښتو، دري، انګریزي او عربي ژبو خپلو خپرونو کې په پراخه کچه د طالبانو لاسته راوړنې خپروي او د یوې تبلیغاتي الې په توګه یې استفاده کېږي.

باختر اژانس هم د طالبانو رسمي رسنۍ ده، چې په اتو ژبو خپرونې لري او په هر ولایت کې یې څو څو خبریالان ځای پر ځای کړي دي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې تر څنګ درې ورځپاڼې هم خپروي: «انیس» په دري، «هېواد» په پښتو او «کابل ټایمز» په انګلیسي ژبو دغه ډلې ته د تبلیغاتو پر یوې کړۍ بدله شوې.

د دې رسنیو تر څنګ، د طالبانو امنیتي ادارې درې مهمې راډیوګانې تر خپل واک لاندې لري. حریت راډیو چې د عمومي استخباراتو تر څار لاندې امنیتي او پوځي تبلیغات خپروي، امید راډیو چې د دې ډلې د دفاع وزارت پورې تړلې ده او پوځي فعالیتونه یې ترویجوي او د پولیسو راډیو یې د کورنیو چارو وزارت اړوند خبرونه وړاندې کوي.

طالبان څو وېب‌پاڼې او په څو ژبو ډېجیټلي پلاټفارمونه هم مخته وړي، چې «المرصاد، میهن، یاد او الاماره» یې مشهوري هغه دي او د دغه ډلې د تبلیغاتي دستګاه تر مدیریت لاندې فعالیت کوي.

د درواغو خپرېدونکی منظم ماشین

د خبریالانو د ملاتړ یاد سازمان د موندنو له مخې؛ د طالبانو استخبارات هره میاشت لسګونو کاروونکو ته له شپږو تر لس زره افغانۍ تنخوا ورکوي، چې د جعلي حسابونو یوه شبکه وچلوي چې د مخالفو نظرونو د ځپلو او د طالبانو د روایتونو د خپرولو لپاره کار کوي. دغه حسابونه عموماً په څو دقیقو کې ورته منځپانګه خپروي؛ څو مخالف روایتونه په خواله رسنیو کې له‌منځه یوسي.

پر خبرونو بندیزونه

د هرات، ننګرهار، فاریاب او بامیانو خبریالانو ویلي، چې طالبانو یوازې د تعلیمي، روغتیايي او ټرافیکي پېښو د خبرونو خپرولو اجازه ورکړې او حتی د جنايي پېښو راپور ورکول هم منعه دي. په پنجشېر ولایت کې چې پخوا د مقاومت مرکز و، هېڅ فعاله رسنۍ نه ده پاتې شوې.

د خبریالانو د ملاتړ کمېټه ټینګار کوي، چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې د «رسنیو پر تبلیغاتي دستګاه او امپراتور بدل» شوی چې په کې د بیان ازادي او خپلواک ژورنالېزم په بشپړه توګه ختم شوی دی. د افغانستان دننه خبریالانو د همدې سختو تګلارو سره په غلي توګه کارونه ته دوام ورکوي او جلا وطنۍ کې بیا افغان خبریالان له بې‌روزګارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي.

د ایران د سوداګرۍ خونې اندېښنه؛ د افغان کډوالو اېستل پر اقتصادي وضعیت منفي اغېزې لري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۱
د ایران د سوداګرۍ خونې اندېښنه؛ د افغان کډوالو اېستل پر اقتصادي وضعیت منفي اغېزې لري
100%

د ایران سوداګرۍ خونې خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو پراخې او ناڅاپي اېستلو څپې د دغه هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کولای شي. دغې خونې ټینګار کړی، چې په دغه کډوالو کې د کارګرو لېږد به د تولید لګښتونه لوړ کړي او د ودانیزو چارو تر څنګ به بېلابېل صنعتونه اغېزمن کړي.

د دغې خونې د څېړنیز مرکز د راپور له مخې؛ د ۱۴۰۲کال په ترڅ کې د افغانستان کارګرانو د کرنې په برخه کې شاوخوا ۸ سلنه، د څرمنو او جامو په برخه کې ۳۰ سلنه او د ودانیز صنعت په برخه کې ۲۳ سلنه د کار ځواک جوړاوه. راپور کاږي، د دغه کارګرو کمې تنخوا او مهارتونه د لګښتونو په کمېدو او د تولید په ډېرېدو کې مرسته کړې ده.

یاد مرکز وړاندیز کړی، چې پر ځای د دې چې کډوال واېستل شي؛ باید د کډوالو کاري ځواک د ځیرک او قانوني مدیریت له لارې د تولید د پیاوړتیا او کاري بازار د توازن ساتلو لپاره وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د ایران او افغانستان ګډې سوداګرۍ خونې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ایران له حکومته غوښتي و چې د نړۍوالو قوانینو په رڼا کې له افغان کډوال سره له حوصلې ډک چلند وکړي‌ او د کارګرو پاتې کېدو اړوند دې هم اقدامات وکړي.

په دې اعلامیه کې اندېښنه ښوول شوې وه، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر پرته له کافي همغږۍ پیل شوی او هم په کې بېړه شوې ده. یادې ګډې خونې ټینګار کړی، چې دغه بهیر نه یوازې د سوله‌ییز ګډ ژوند له اصولو سره په ټکر کې دی؛ بلکې د دواړو ملتونو تاریخي، کلتوري او اقتصادي اړیکو ته هم زیان رسوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې له ایرانه تر ۱.۸ مېلیونو ډېر افغان وګړي اېستل شوي دي.

له بلې خوا ډېری افغان کډوال چې له کلونو وروسته خپل هېواد ته ستانه شوي؛ د اوسېدو ځای او د کار موندلو له ستونزو سره مخ دي. د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو هم اندېښنه څرګنده کړې، چې افغانستان وار دمخه له بشري ناورین سره مخ دی او د دغو تازه ستنېدونکو سره په هېواد کې د بې روزګارۍ، فقر او لوږې څپې لا پسې پراخې شوې دي.

همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان دغو تازه ستنېدونکو ته د خدمتونو په وړاندې کولو او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو ته د رسېدنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

ذبیح‌الله مجاهد: ملاهبت الله انټرنېټ نه‌کاروي او ان ټلوېزیون هم نه‌ګوري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۸ GMT+۱
ذبیح‌الله مجاهد: ملاهبت الله انټرنېټ نه‌کاروي او ان ټلوېزیون هم نه‌ګوري
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د دوی مشر ملاهبت الله د شپې ناوخته تر خوب دمخه ځان له معلوماتو خبروي؛ خو انټرنېټ نه‌کاروي او ټلوېزیون هم نه‌ګوري. د هغه په وینا؛ دوی هره شپه د خپل مشر لپاره د ۲۴ساعته خبرونو پېکېج برابروي.

ښاغلي مجاهد بي‌بي‌سي ته زیاته کړې: «خپله دی انټرنېټ نه استعمالوي؛ خو موږ چې کوم معلوماتي پېکېج ورکوو هغې کې د خواله رسنیو موضوعات هم شامل وي.»

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ملاهبت الله د خپل هغه فکر له مخې چې تصویر ناروا ګڼي ټلوېزیون نه‌ګوري؟ د طالبانو ویاند یې ځواب کې وویل: «هو، هغه خپله داسې پاتې شوی چې غږیزې رسنۍ اوري لکه راډیو.»

په دغه مرکه کې ذبیح‌الله مجاهد په ښکاره ټکو ویلي، دوی حاضر نه‌دي چې هېڅ ګوند ته په خپل حکومتي چوکاټ کې ځای ورکړي‌ او ټینګار یې کړی چې سیاسي ګوندونو په افغانستان کې پایله نه‌ده ورکړې. طالبان چې اوس‌مهال د اساسي قانون په نوم هېڅ ښکاره کوم قوانین نه‌لري او خپلسري په کې عامه ده ویاند یې وایي، دوی د قانون په برخه کې کومې تشې سره مخ نه‌دي.

د مجاهد په وینا: «خلک پوهېږي، چې موږ اسلامي حکومت یو. اسلامي شریعت واکمن دی او موږ د قانون خلا سره مخ نه یو. اسلامي شریعت د حکومت لپاره قوانین او برنامه لري، چې خلکو ته واضحه ده.»

هغه زیاته کړې، چې د قانوني کرښو د رامنځته کېدو لپاره یې هڅې روانې دي.

طالبان چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د نجونو پر مخ یې ښوونځي او‌ پوهنځي بند کړي، مشر یې لا هم پر خپل دې حکم تینګ ولاړ دی او د زده‌کړو د بیا پیلېدو هېڅ هیله‌مندي یې نشته.

د دغه ډلې ویاند زیاتوي، چې د دوی مشر د نجونو د عفت خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي. هغه وایي، ملاهبت الله غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې په یو خوندي چاپېریال کې د نجونو زده‌کړو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي.

په دې مرکه کې د طالبانو ویاند هڅه کړې، چې له یو شمېر پوښتنو په تکتیکي ډول تېښته وکړي او په ښکاره ټکو یې له ځوابونو ډډه کړې. نیوکې دا دي، چې طالبانو نه یوزاې د نجونو زده‌کړو؛ بلکې د‌ ښځو کار او نورو بسنټیزو حقونو په برخه کې هم سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي.

طالبانو له تېرو څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ، رسنیو، سیاسي فعالیتونو، مذهبي ازادیو، بشري حقونو او د ژوند په بېلابېلو برخو کې پر افغانانو سخت بندیزونه لګولي دي. له همدې امله دغه ډله ورځ تر بلې له نړۍوالې انزوا سره مخ ده او هېوادونه یې له رسمیت پېژندو څخه هم ډډه کوي.