• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ملا نصرالدین د کابل د ترافیکو رییس ټاکلی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۱

د طالبانو مشر د ملا نصرالدین په نامه د کندهار د ترافیکو مخکینی مدیر د کابل د ترافیکو د رییس په توګه ټاکلی دی. ملا نصرالدین د ترافیکو د مدیر په توګه له دندې وړاندې د کندهار د میوند ولسوالۍ د یوه کلي د جومات امام و . نوموړی د طالبانو د مشر له باوري کسانو شمېرل کیږي.

د طالبانو د کابل د ترافیکو ریاست نن پنجشنبه د زمري ۲۳مه اعلان وکړ، چې د ملا هبت الله د حکم پر اساس د کندهار د ترافیکو مخکینی مدیر ملا نصرالدین نن د کابل د ترافیکو د رییس په توګه دنده پیل کړه.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ملا نصرین د شبکې نوم ملا بشیر دی او د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی د ملا هبت الله له باوري کسانو څخه ګڼل کیږي.

سرچینو ویلي، چې د کابل د ترافیکو پخوانی رییس ملا خیال محمد غاور د کندهار د ترافیکو د مدیر په توګه ټاکل شوی، خو نوموړی تر اوسه خپلې نوې دندې ته نه دی تللی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، ملا نصرالدین وړاندې تردې د کندهار د میوند ولسوالۍ په یوه کلي کې د یوه جومات امام و او خیال محمد غاور هم د ترافیکو په برخه کې مسلکي زده کړې نه لري.

یاد کسان د تېر جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په کندهار او کابل کې د ترافیکو د رییس او مدیر په توګه په دنده ګومارل شوي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۴

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

په اسلام ‌اباد کې د طالبانو سفارت پاکستان ته د ازادۍ ورځې مبارکي ور کړې

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۱
په اسلام ‌اباد کې د طالبانو سفارت پاکستان ته د ازادۍ ورځې مبارکي ور کړې
100%

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان د جوړېدو د ۷۹ کلیزې په مناسبت د دغه هېواد حکومت او خلکو ته مبارکي ویلې ده او د دواړو هېوادنو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټينګار کړی دی.

د طالبانو سفارت د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳مه وویل، چې «د پاکستان د اسلامي جمهوریت د ۷۹مې کلیزې په مناسبت د پاکستان حکومت او ولس ته خپلې صمیمانه مبارکۍ وړاندې کوي».
سفارت ویلي، « موږ یو ځل بیا خپل ټینګ ژمن توب څرګندوو چې د دواړو هېوادونو د ملګرتیا او همکارۍ اړیکې به نورې هم پیاوړې کړو او د سیمې د سولې، ثبات او هوساینې د ګډو هیلو د پوره کېدو لپاره به په ګډه کار وکړو».

طالبان په داسې حال کې دا پیغام خپروي چې په کور دننه او بهر پرې تورونه لګول شوي چې د دوی سیاسي او پوځي بریاوې د پاکستان د پراخ ملاتړ پایله وې.

د اګست ۱۴مه د هندوستان د ویش ورځ ګڼل کیږي، چې پاکستان د یوه نوي دولت او هېواد په توګه رامنځته شو او هر کال دغه ورځ په دغه هېواد کې د ازادۍ د ورځې په نامه نمانځل کیږي.

د رسنیو ملاتړ سازمان وايي د خبریالانو د خونديتوب کمپاین یې روان ساتلی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱
د رسنیو ملاتړ سازمان وايي د خبریالانو د خونديتوب کمپاین یې روان ساتلی
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان وايي، چې په پاکستان او ایران کې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یې په سوشل میډیا کمپاین روان ساتلی. د کمپاین تنظیموونکي تمه لري چې نړیوال سازمانونه او د بیان د ازادۍ ملاتړي هېوادونه به د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان وایي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې د هغو افغان خبریالانو د ملاتړ لپاره کمپاین پیل کړی چې په ایران او پاکستان کې د جبري ایستنې له ګواښ سره مخ دي.

د کمپاین موخه د نړیوالې ټولنې پام رااړول، د جبري شړلو مخنیوی او خبریالانو ته د خوندي هېوادونو د لېږد پروسه ګړندۍ کول بلل شوي.

د سازمان مشر حامد عبیدي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «په ډېر افسوس سره چې افغان خبریالان په پاکستان او ایران کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي، دوی د جبري ایستنې له ګواښ سره مخ دي، نو موږ دا کمپاین پیل کړ ترڅو ټول پکې ونډه واخلي او د خبریالانو ملاتړ وکړي».

تازه پېښې ښيي چې د پاکستان امنیتي ادارو ځینې افغان خبریالان په زور اېستلي دي.

د امنیتي اندېښنو له امله ددغو خبریالانو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

یوې سرچینې، چې نه غواړي نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پرون د اګسټ په ۱۳ هم یو افغان ژورنالیسټ په اسلام اباد کې د پولیسو له لوري نیول شوی و، خو وروسته په اسلام اباد کې د ژورنالیستانو د ټولنو په همکارۍ خوشې شو».

افغانې خبریالې یاسمین یقین نبي‌زاده چې ددغه کمپاین ملاتړ کوونکې ده، افغانستان انټرنشنل ته وویل: «موږ له ملګرو ملتونو او هغو هېوادونو چې کډوال مني، غواړو چې د خبریالانو ملاتړ وکړي. مخکې له دې چې هغوی د جبري شړلو، نیول کېدو، شکنجې یا مرګ له ګواښ سره مخ شي، د قضیو بهیر باید چټک کړي او خوندي هېوادونو ته یې ولېږدوي».

حسینه رفیع، بله افغان خبریاله او د بشري حقونو فعاله وايي، «څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی روان دی، ډېر خبریالان نیول شوي، وهل شوي او شکنجه شوي دي، موږ چې له ګواښ سره مخ وو ایران او پاکستان ته کډوال شوي یو، دلته هم له جبري ایستنې سره مخ یو، او د کمپاین هدف دا دی چې خبریالي جرم نه دی او زموږ ژوند دې خوندي شي».

د کمپاین تنظیموونکي تمه لري چې نړیوال سازمانونه، مدني ټولنې او د بیان د ازادۍ ملاتړي هېوادونه به د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

ملا هبت الله د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځلو لپاره د «ترتیباتو» امر کړی

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۷ GMT+۱
ملا هبت الله د زمري ۲۴مې ورځې د نمانځلو لپاره د «ترتیباتو» امر کړی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د طالبانو مشر د خپلې کابینې په غونډه کې امر کړی، چې د زمري ۲۴مه باید په ټولو ښارونو کې په ځانګړو «ترتیباتو» ونمانځل شي. د سرچینو په وینا، په کابل کې د طالبانو یو شمېر چارواکي په پرتمینو مراسمو ددې ورځې د نمانځلو پلوي نه دي.

له کندهار نه سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲۳مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له دوشنبې راهیسې په ښار کې د پاکوالي او صفايي کارونه پیل شوي او د ښاروالۍ کارمندان په بېلابېلو برخو کې بنرونه ځړوي.

سرچینې وايي، په غونډه کې د کابل ښاروال او نورو کسانو هم ګډون درلود او هبت الله ویلي، چې د زمري ۲۴مې لپاره باید په ټولو ښارونو کې د دوی په اصطلاح «ترتیب»برابر شي.

د سرچینو په وینا، په کابل کې میشت چارواکي ظاهرا د لګښتونو له امله په پرتمینو مراسمو د دې ورځې د نمانځلو پلوي نه دي، خو کندهار له دې نظر سره موافق نه دی.

طالبانو په تېرو ځو ورځو کې د کابل په ګډون په مختلفو ښارونو کې ددې ورځې د نمانځنې لپاره ترتیبات نیولي او شعارونه او بنرونه یې را ځړولي دي.

د دې ډلې د کابینې غونډه له دوو ورځو وروسته پرون چهارشنبه پای ته ورسېده او په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ له لوري په کابل کې د جوماتونو جوړولو او د حج او اوقافو وزارت ته د سپارلو، په زندانونو کې د بندیانو پر وضعیت، د هغوی د دوسیو څرنګوالی، د بند مودې او د محاکمو له خوا د پریکړو په اړه هم خبرې شوې دي.

له دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر، چې ددغو مراسمو یو مهم سمبالوونکی وزارت دی، ویلي وو، چې سږکال به د تېر په څېر د زمري ۲۴مې پر نمانځلو ډېر مصارف ونه شي.

خیرالله خیرخواه ددې ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا ځل د زمري ۲۴مې، چې دوی یې «د ازادۍ ورځ» بولي، د نمانځلو مصارف د تېرو کلونو په پرتله کم دي.

طالبانو په تېرو کلونو کې د زمري ۲۴مه د بګرام په هوايي اډه کې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور پرمهال ترټولو ستره نظامي اډه وه، د لوړپوړو چارواکو په ګډون نمانځله.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د دویمې کلیزې پرمهال هم طالبانو رخصتي او ټول پلان شوي پروګرامونه ځنډولي وو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چنګاښ پر ۲۴مه وویل، چې طالبان هر کال «پر یوه بدشکله سړک» خپل رسم ګذشت کوي، خو دی دا نور نه شي زغملای.

داسې اټکل دی، چې له دغه خبرداري وروسته طالبانو ددې ورځې په نمانځلو کې احتیاط ته مخه کړې ده.

پاکستان کې د چین سفیر: د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز دې افغانستان ته وغځول شي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۵ GMT+۱
پاکستان کې د چین سفیر: د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز دې افغانستان ته وغځول شي
100%

د پاکستان لپاره د چین سفیر جیانګ زایدونګ وړاندیز کړی چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز (سپیک) دې افغانستان، ایران او نورو سیمه‌ییزو شریکانو ته وغځول شي، څو د مرکزي، سویلي او لوېدیزې اسیا ترمنځ سوداګرۍ او اړیکو ته وده ورکړل شي.

جیانګ د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۳مه) په اسلام اباد کې د «سپیک زما په نظر» تر عنوان لاندې غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه پروژه د پاکستان د اقتصادي بدلون بنسټیزه برخه ده او د ملي پرمختیايي موخو او سیمه‌ییز ادغام له پلانونو سره برابره ده.

نوموړي وویل، دا به د پاکستان جیو‌ـ‌اقتصادي موقعیت پیاوړی کړي او د جیو‌ـ‌سیاست څخه جیو‌ـ‌اقتصاد ته د بدلون بهیر به ګړندی کړي.

جیانګ زیاته کړه چې د دغه دهلیز له لارې ۲۵،۴ میلیارده ډالره مستقیمه پانګونه او له ۸۰۰۰ میګاواټو زیاته برېښنا له ملي شبکې سره یو ځای شوې. همدا راز د ګوادر بندر پرختیا، د سکر- ملتان موټروې، نوې د برېښنا پروژې او د ختیځ خلیج لویه لاره د یاد دهلیز له بنسټیزو پروژو څخه دي.

چینايي سفیر داهم وویل چې سپیک د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخه کې هم پام وړ رول لوبولی، لکه د چین په مرسته جوړ شوی د ملګرتیا روغتون چې تر اوسه یې د ۹۰ زره ناروغانو درملنه کړې.

نوموړي وویل، دا پروژه اوس پر پنځو لومړیتوبونو تمرکز کوي د ودې دهلېز، د ژوند ښه والي، نوښت، شین چاپېریال او پرانېستې اړیکې. هغه دا ادعاوې چې ګواکې یاده پروژه ورو شوې، بې بنسټه وبللې.

برلین وايي په پاکستان کې د جرمني ویزو ته د منتظرو افغانانو وضعیت څاري

۲۳ زمری ۱۴۰۴ - ۱۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۲ GMT+۱
برلین وايي په پاکستان کې د جرمني ویزو ته د منتظرو افغانانو وضعیت څاري
100%

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو افغان کډوالو د وضعیت څارنه کوي چې د فدرالي داخلي پروګرام له لارې باید جرمني ته راشي او اوس هم په پاکستان کې دي. د یاد وزارت ویاند هینټر سیهر د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند هینټر سیهر د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی له پاکستاني چارواکو سره په نږدې تماس کې دي او د سفارت له لارې د وضعیت په اړه معلومات راټولوي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «هلته یو ټاکلی بیړنی میکانیزم شته، چې که څوک اغېزمن شوي وي. تر دې دمه د اخراجونو مخه نیول شوې، یا په یوه ځانګړي حالت کې شپږ کسان له اخراج سره مخ شوي وو، خو هغوی بیرته پاکستان ته ستانه شوي».

هینټرسیهر زیاته کړه چې د فدرالي داخلي پروګرام لاندې کسان کولای شي د ځانګړې خدمت رسوونکې ادارې سره اړیکه ونیسي.

هغه همداراز یادونه وکړه چې د جرمني حکومت د وضعیت په اړه واضح دریځ لري او د کورنیو چارو وزارت به هم د نورو جزییاتو په اړه معلومات وړاندې کړي.

نوموړی وايي، د فدرالي ادارو موخه داده چې له پاکستاني چارواکو سره په نږدې همکارۍ د هغو کډوالو د وضعیت څارنه وشي چې د جرمني پروګرام لاندې دي، څو د هغوی حقونه او امنیت خوندي وساتل شي.