ملا برادر د دوه اړخیزو همکاریو په موخه د خبرو لپاره ایران ته ولاړ

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن شنبه (د لړم ۱۳مه) د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی نن شنبه (د لړم ۱۳مه) د ایران په بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.
د طالبانو ریاست الوزرا په اېکس پاڼه د دغه پلاوي د سفر موخه له ایراني چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، ټرانسپورت، زېربناوو، اوسپنې پټلۍ، سیمهییز اتصال، د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې بللې دي.د طالبانو ریاست الوزرا همدارنګه لیکلي چې، ملا عبدالغني برادر به د خپل دغه سفر په لړ کې د ایران دولت او خصوصي سکټور ته په افغانستان کې د کرنې، کانونو، ټرانسپورت او صنعتي سکټور په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړې.په تېرو شلو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره د طالبانو د اړیکو تورونه پورې کېدل؛ خو ایران تل دغه تورونه رد کړي وو.اوس سره له دې چې د طالبانو حاکم نظام د هیڅ یوه بهرني هېواد لهخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو طالب چارواکي د ایران په ګډون پاکستان، چین، روسیې او د ترکیې په شان هېوادونو ته ازادانه تګ راتګ کوي.سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستانه په جبري توګه د کډوالو د اېستلو بهیر چټک شوی؛ خو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دوی به د کډوالو د ستونزو په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې کوي او کنه.