له پاکستانه د راکډه شویو افغان کډوالو سره د مرستو په پار دوه بانکي حسابونه پرانیستل شوي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو کډوالو سره د مرستو په پار یې د افغانیو او ډالرو بانکي حسابونه برانیستي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دغو کډوالو سره د مرستو په پار یې د افغانیو او ډالرو بانکي حسابونه برانیستي.
د نوموړي په وینا، مرسته کوونکي کولای شي د افغانستان بانک له لارې د افغانیو په حساب مرستې وکړي او له بهره د ډالرو په حساب مرسته شوي ډالر د افغان یونایټیډ بانک له لارې دغو حسابونو ته ولېږدوي.
خو د دې تر څنګ هم په کور د ننه او هم بهر کې ګڼو افغانانو، مدني فعالانو په رضاکاره توګه د دغو ستنول شویو کډوالو سره د مرستو لړۍ پیل کړې ده.
په تېرو دوه درېیو ورځو کې د دغو مرستو خبرونه د خواله رسنیو له بېلابېلو شبکو څخه خپرېږي؛ خو تر ډېره د یو شمېر افغانانو سره د مرسته شویو افغانیو او ډالرو د مدیریت په اړه یو لړ پوښتنې هم راولاړې شوې دي.
دوی وايي، لا هم د هرات زلزله ځپلي د مرستو د ناسم مدیریت له امله شکایت کوي؛ که هغه مرستې پر ځای نه وي لګیدلي د دغو نویو مرستو د سم مدیریت لپاره څه ضمانتونه شته، چې په سمه توګه به ولګول شي او اړمنو کسانو ته به ورسېږي.


د بلوچستان ایالتي چارواکي وايي، د هغو شاوخوا یو لک افغانانو پاکستانۍ پېژندپاڼې یې بې اعتباره کړې چې د دوی په وینا په درغلیو جوړې شوې وې. د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزی وايي، چې د دغو سل زرو جعلي پېژندپاڼو ۷۰ زره یې یوازې په چمن کې افغانانو ته په ناقانونه توګه وېشل شوې دي.
تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې یو شمېر افغانانو د پاکستان پېژندپاڼې او پاسپورټونه اخیستي دي.
دا رنګه دوه اوونۍ وړاندې هم په سعودي عربستان کې د پاکستان سفارت ویلی و، چې شاوخوا ۱۲ زره پاکستاني پاسپورټونه یې د افغانانو څخه نیولی دي، چې له هغې وروسته بیا په اسلام اباد کې چارواکو د دغې موضوع د ارزولو په موخه یو کمیسیون هم ټاکلی و، چې په دغې مسله کې ښکېل کسان عدالت ته راکاږي.
دغې خبرې تر هغې وروسته نور هم زور واخېست، چې د پاکستان لنډمهاله ادارې له دغه هېواده د شاوخوا یو نیم مېلیون ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو خبره وکړه.
د دغې پرېکړې وروسته بیا د ننه په پاکستان او بهر کې یو لړ غبرګونونه هم راوپارېدل، چې تر ټولو زورور غبرګونونه د بلوچستان د کویټې او چمن په ښارونو کې وو.
همدغه پرون هم د کویټې په ښار د ملتپاله ګوندونو په مشرۍ ستر لاریون وشو، چې له امله یې ټول دوکانونه او بازارونه تړل شوي وو.
دغه ملتپاله ګوندونه وایي، چې د افغان کډوالو په زوره او په ناوړه توګه د اېستل کېدو، د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو د نيول کېدو او ځورول کېدو، له هغوی څخه دپېسو اخستلو، پاکستان ته پر چمن او تورخم په پاسپورټ د داخېلدو د پرېکړې پر ضد يې دا لاریونونه او اعتراضونه پیل کړې دي.
تر دې مخکې دغو ملتپالو ګوندونو د پاکستان د حکومت د دې پرېکړې پر ضد د پاکستان سترې محکمې او د بشري حقونو کمېسیون ته هم عریضې کړې وې.

هغه افغان کډوال چې په دې وروستیو ورځو کې له پاکستانه په زوره شړل شوي، په افغانستان کې د پراخې وزګارتیا له امله اندېښمن دي. هغوی وايي، نه پوهېږي دلته به څنګه د کار او روزګار څښتنان شي.
فرید هغه افغان زلمی دی، چې افغانستان ته تازه ستون شوی دی. هغه اندېښمن دی که په افغانستان کې ورته د کار کولو زمینه برابره نه شي؛ نو څه به کوي؟
هغه وايي:« پلار مې پخوا مړ شوی زما سره په کور کې مې مور، دوه خویندې او څلور بچي اوسېږي. د ټولو ګټندوی زه وم، ما د پنډۍ په سبزي منډوي کې لاس ګاډی لاره، د ورځې به مې دومره ګټلې چې خپل کور به مې هم چلولو او د ماشومانو د درس او تعلیم چاره به مې هم روانه وه. اوس چې دلته راغلی یم هک حیران یم چې څه به کوم او څه به خورم؟ د دوه لوڼو، یوې خور او دوه زامنو تعلیم او زدهکړو هم اندېښمن کړی یم.»
فرید ته ورته نور افغانان چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي د ورته برخلیک سره مخامخ دي، هغوی که له یوې خوا د کار د نشتوالي له امله اندېښمن دي؛ نو له بله پلوه په افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته د خپلو لوڼو او خویندو زدهکړو ته هم سخت په اندېښنه کې دي.
عبدالجبار چې تازه د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ ته ستون شوی وايي:« په پاکستان کې را نه هر څه پاتې شول، د کور سامانونه مې په نیمه بیه وپلورل. دلته هیڅ نه لرم، اوس چې تازه راستون شوی یم، دلته مې د خپلو خپلوانو سره د مېلمه په څېر اوسېږم. پلرنی کور مې ړنګ دی د جوړولو وس یې هم نه لرم؛ خو زه له هر څه نه زیات د خپلو بچیانو په تېره بیا د لوڼو زدهکړو ته په اندېښنه کې یم.»
ګڼ کډوال وايي، په افغانستان کې کاري زمېنې کمې دي او د دوی ډېر خپل خپلوان چې له پخوا په خپل هېواد کې پاتې دي، هم له بېکارۍ او وزګارتیا څخه سر ټکوي.
دا رنګه هغه افغانان چې په مهاجرت کې یې ماشومانو زدهکړې کولې تر نورو زیات اندېښمن دي او وايي، چې ښايي له دې وروسته د دوی لوڼې و نه توانیږي خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
سمینه چې پنځلس کلنه ده او د پېښور په یوه افغان ښوونځي کې د اتم ټولګي زدهکوونکې وه، افغانستان انټرنشنل پښتو ته یې د ټیلیفون په لیکه وویل:« سره له دې چې خپلو خورلڼو او ټولګیوالو پسې مې زیاته خپه یم؛ خو تر ټولو مې زیات خپلې زدهکړې ځوروي چې نېمګړې پاتې شوې. زه نه پوهېږم، چې زما او زما په شان د نورو راستنو شویو نجونو دغه ستونزه به څوک او څنګه هواره کړي؟»
سمینې وړاندې وویل:« دا چې زموږ په ولسوالۍ کې برېښنا او د ژوند نورې اسانتیاوې نه شته د دغو ټولو ستونزو د زغملو توان لرم؛ خو دا چې زدهکړې مې نیمګړې پاتې شوې د دې زغمل راته ستونزمن ښکاري.»
په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د زدهکړو شونتیا نه شته او طالبان د دوو کالو په تېرېدو سره لا هم نه دي توانیدلي، چې د دوی په وینا د نجونو د تعلیم لپاره شرایط او چاپېریال چمتو کړي.
دغو بندیزونو که پخوا یوازې په کور د ننه نجونې له زدهکړو راګرځولې وې، نن سبا هغه نجونې هم ورسره غاړه غړۍ شوې چې له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته ستنې شوې دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت سلایاره وايي، په دغه هېواد کې د زنداني امریکايي وګړو د خوشي کېدو لپاره هڅې کوي. کرن دېکر زیاتوي، چې دا کسان ناحقه په افغانستان کې بندیان دي او د خوشي کولو لپاره به یې له هڅو لاس وانخلي.
نوموړې نن خپل اېکس کې ویلي چې د طالبانو له زندانونو د دې کسانو ازادول د دوی لومړیتوب دی.
مېرمن ډېکر دا نه دي ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې څومره امریکايي وګړي له دې ډلې سره بندیان دي.
خو د تېر سپټمبر په لومړیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي و چې څو تنه امریکایان په افغانستان کې زنداني دي.
د طالبانو حکومت هم څه مهال مخکې وویل، چې د څو لوېدیځو هېوادونو وګړي ور سره بندیان دي.
د دې ډلې د حکومت لوی ویاند ذبیح الله مجاهد دا کسان په امنیتي مسلو کې ښکېل وبلل.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په اوج کې د طالبانو دفاع وزیر په یوه غږیز پېغام کې وویل پاکستان دې د خپلو چارو عواقب وسنجوي او دومره د وکري چې د ریبلو توان یې لري. ملا یعقوب مجاهد په خپل دغه پیغام کې د پاکستان حکومت رژیم بللی دی.
ملا محمد یعقوب مجاهد په خپل پیغام کې چې د طالبانو دفاع وزارت خپور کړی، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ډله ییز اخراج پر بیلابیلو اړخونو خبرې کوي.
نوموړي په دغه مرکه کې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه پرېکړه بللې چې د طالبانو حکومت ته د منلو نه ده او ویلي یې دي: «دا یوه ظالمانه پرېکړه ده چې پر افغانانو تحمیل شوې او دوی ته یې ستونزې را ولاړې کړې دي.»
د طالبانو د دفاع وزیر د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له پاکستانه غوښتي چې پر افغانانو دې ظلم نه کوي، شخصي ملکیتونه دې یې نه اخلي او ملکیتونه دې یې نه غصبوي.
ملا محمد یعقوب ټینګار کوي چې پاکستان نه شي کولای د کوم قانون او اصولو له مخې د کډوالو شتمنۍ ضبط کړي، ځکه د ده په وینا له دوی به پوښتنې وشي.
د طالبانو د دفاع وزیر ټینګار کړی چې دغه ډله به په خپل ټول توان سره هڅه وکړي چې د افغان کډوالو د شتمنیو او ملکیتونو د غصب مخه ونیسي او «هیچا ته به اجازه ورنه کړو چې زموږ د افغان وروڼو ملکیتونه غلا کړي.»
داسې ښکاري چې له پاکستانه له شړلو وروسته د افغان کډوالو د جایدادونو برخلیک د پاکستان د حکومت او طالبانو تر منځ یوه له جنجالي مسلو څخه ده.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت هم د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۱ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دغې ډلې سفیر د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو له وزیر سره کتلي او د افغان کډوالو د شتمنیو د انتقال په اړه یې خبرې کړې دي.
ملا محمد یعقوب په خپله وروستۍ وینا کې په لارو کې د راستانه شویو افغان کډوالو په ځورولو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د مهاجرینو راستنیدل باید په عزت او درناوي ترسره شي.

پاکستان د ملګرو ملتونو، بشري حقونو ډلو او لوېدیځو سفارتونو هغه غوښتنه رد کړه چې د افغان کډوالو د ایستلو پر پلان بیا کتنه وکړي. پاکستاني چارواکي وايي، په بریدونو کې د افغان کډوالو ګډون او له اسلامپالو وسله والو سره همکارۍ د دغه هېواد امنیت کمزوری کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ مرستیال کمشنر عبدالنصیر خان د جمعې په ورځ وویل، پاکستان د بې قانونه افغان کډوالو د ایستلو پر پروګرام د غور لپاره د کډوالو او بشري حقونو ډلو غوښتنې له پام پرته د لسګونو زرو افغان اتباعو د ژر ایستلو لپاره نور سرحدي مرکزونه پراینستل.
ښاغلي خان وویل چې د تورخم په پوله کې تاسیسات درې چنده شوي دي چې په یوه ورځ ډېر افغان مهاجرین خپل هیواد ته ستانه شي.
د نومبر په لومړۍ نېټه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنېدو لپاره پاکستان کې د یوې میاشتې ضرب الاجل پای ته ورسېد او دغه هېواد د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو لړۍ ګړندۍ کړه.
پاکستاني چارواکي وايي، د افغان کډوالو د شړلو اصلي لامل په پاکستان کې د سخت دریځو اسلامپالو وسله والو له خوا په بریدونو کې د یو شمېر افغان کډوالو ښکېلتیا ده، چې د دغه هېواد امنیت یې کمزوری کړی دی.
طالبان د پاکستاني چارواکو دا ادعا روي.
په کابل کې طالب چارواکي وايي چې د پاکستان امنیت یوه داخلي ستونزه ده او له اسلام اباده یې غوښتي چې په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو په تېره بيا دوو ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان ته د څلورو لسيزو جګړو له امله ګڼ شمېر افغانان کډوال شوي او په دغه هیوادونو کې یې د پناه غوښتنه کړې ده.
د راپورونو له مخې، واک ته د طالبانو له راتګ سره، د طالبانو د تګلارو په تېره بیا د ښځو د حقونو پر ضد د تاوتریخوالي له امله تر شپږ لکو ډېر کسان پاکستان ته تښتېدلي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، یوازې د پنجشنبې په ورځ د تورخم له پولې نږدې شل زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. دا احصایه په تیره میاشت کې یو نیم لک کسانو ته رسیږي.
پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دوی به د ناروغانو او هغو کسانو لپاره چې سفر نه شي کولای، وروستۍ نېټه وځنډوي.