ملګرو ملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د منفي پایلو خبرداری ورکړ

په ملګرو ملتونو پورې تړلو درېیو سازمانونو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د ماشومانو پر ژوند د هغې د اغېزو په اړه خبرداری ورکړی. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالو نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ په یوې ګډه خبرپاڼه کې په دې اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.