ټربیون: پاکستان د افغان طالبانو په اړه خپل دریځ بدل کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

پاکستانۍ رسنۍ ټربیون راپور ورکړی، پاکستان پرېکړه کړې چې د تحریک طالبان پاکستان د بریدونو په شنډولو کې د افغان طالبانو له ناکامۍ وروسته، دوی په نړۍواله کچه له افغان طالبانو ملاتړ نه کوي.

په راپور کې راغلي، چې له دغو ناندریو وروسته اسلام اباد به نور د افغان طالبانو سرپرست حکومت ته کوم "ځانګړي امتیازات" ورنه کړي.

په راپور کې زیاته شوې، چې د پاکستان د ښکاره بدلون سمدستي پایله دا ده چې د افغان طالبانو د حکومت د نړۍوالې په رسمیت پېژندنې چانس تر بل هر وخت ډېر کم شوی دی.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، پاکستان د دوی د اصلي ملاتړي او مدافع په توګه راڅرګند شو او له نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له لویدیځو هېوادونو یې وغوښتل، چې په کابل کې له نویو واکمنانو سره تعامل وکړي.

د پاکستان دغه تګلارې ډېری وخت په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخام شوې دي؛ خو په هغه وخت کې پاکستاني چارواکو د دغې تګلارې ننګه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې افغان طالبان یو حقیقت دی او له هغوی سره له کار کولو پرته بله لاره نه لري.

د ټربیون د یوې باوري سرچینې په وینا:« هغوی ته یو انتخاب ورکړل شوی و؛ خو داسې ښکاري چې دوی د پاکستان پرتله ټي‌ټي‌پي غوره کړی دی.»

دا په داسې حال کې ده، جې همدا تېره ورځ یو ځلې بیا د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر افغانان د دغه هېواد په ناکراریو تورن کړل.

خو د طالبانو ویاند د هغه په ځواب کې وویل:«افغانستان په پاکستان کې د سولې د ټينګښت مسووليت نه لري. دوی باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان ونه اچوي.»

نور خبرونه

رادیو