طالبان: پاکستان د افغانستان په شمال کې د قوشتیپې کانال له جوړېدو سره ښکاره مخالفت کړی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه چارواکي عبدالحق حماد، دغه موضوع په یوه ټلویزوني بحث کې راسپړلې او ویلي یې دي، چې دغه غوښتنه د پاکستان استازي طالب لوري سره په یوه رسمي غونډه کې شریکه کړې او دا یې څرګنده کړې وه، چې د دغه کانال جوړېدنه د دوی په زیان ده.

دغه طالب چارواکي سره له دې چې د دغې رسمي غونډې د ځای ځایګي په اړه زیات معلومات نه دي ورکړي؛ خو دا یې ویلي چې دغه کانال د افغانستان د ځان بسیاینې په برخه کې ډېر ګټور دی، خو دا کار پاکستان د خپل ځان په زیان بولي.

د هغه په باور پاکستان غواړي، چې په افغانستان کې د ښېرازۍ او پرمختګ مخه ونیول شي او په دې توګه افغانستان دوی ته اړ او بازارونه یې د دوی د محصولاتو لپاره په ګرمو مارکیټونو بدل شي.

خو تر دې دمه پاکستاني چارواکو د طالبانو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ ناندریو زور اخیستی او پرون هم د پاکستان لنډمهالي لومړی وزیر ادعا وکړه، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو کچه ۶۰ سلنه لوړه شوې ده؛ خو دغه شان ادعاوې تل د طالب چارواکو له‌خوا په کلکه ردې شوې دي.

د یادولو ده، چې عبدالحق حماد د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب ته نږدې کس بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو