• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سهیل شاهین: د نړۍ هيوادونه دې له پاکستانه د اېستل شویو کډوالو په برخه کې مرسته وکړي

۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۸ لړم ۱۴۰۲ - ۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۸:۳۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب ته د طالبانو نوماند د اسلامي هېوادونو په ګډون له ټولو هېوادونو وغوښتل چې له پاکستانه د اېستل شویو لسګونه زرو کډوالو سره مرسته وکړي.

سهیل شاهین د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې له پاکستانه څه باندې درې لکه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د شاهین دغه څرګندونې چې د چهارشنبې په ورځ اناتولي ورځپاڼې خپرې کړې، ویلي یې دي چې اېستل شوي افغانان سرپناه، خوړو، د څښاک اوبو او ګرمو جامو ته اړتیا لري.
د بې اسنادو کډوالو د داوطلبانه وتلو لپاره د ضرب الاجل تر پای ته رسېدو مخکې طالبانو ویلي و چې، دوی به له پاکستانه شړل شویو کډوالو سره تر خپله وسه مرسته وکړي.
رسنیو د طالبانو په حواله خبر ورکړی، چې دغې ډلې په ظاهرآ له دغو کډوالو سره د مرستې لپاره شاوخوا دوه میلیارډه افغانۍ ځانګړې کړې دي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي زیاته کړه چې، په پاکستان کې د کډوالو شتمني او جایدادونه یرغمل شوي او د دغه هیواد د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا ځورول کیږي.
شاهین وویل، چې دغه کسان اوس په افغانستان کې دي او نړیواله ټولنه دې ورسره مرسته وکړي.
طالبانو او ملګرو ملتونو له پاکستانه غوښتي چې له دغه هېواده دې د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي.
طالبانو د اېستل شویو کډوالو د څپو د مدیریت له پاره ۱۲ کمیټې جوړې کړې دي او سهیل شاهین د دغې ډلې د رسنیو د کمیټې غړی دی چې د شړل شویو کډوالو وضعیت وڅاري.
طالبانو د تورخم او سپین بولدګ په پولو کې د کډوالو د هرکلي له پاره خیمې درولې دي.
متحده عربي اماراتو د کډوالو له پاره شاوخوا د شلو زرو خیمو مرسته کړې ده.
سهیل شاهین وویل، طالبان د کډوالو له دغه وضعیت سره د مقابلې له پاره د نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

د ځوانانو لپاره د طالبانو ښوونیز پروګرامونه؛ د نجونو پر زده‌کړو لا هم بندیز

۴

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۵

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟