د طالبانو د نورم او سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د بې کیفیته تېلو اووه ټانکرونه مسترد کړل

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۹

د طالبانو د حکومت د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د بې کيفيته تېلو د واردولو د مخنيوي په موخه، د عملي ګامونو په ترڅ کې د بې کیفیته سون توکو د اوو ټانکرونو د بېرته ستنولو خبر ورکړ.

دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي، چې د نیمروز له بندر څخه شاوخوا ۷ ایراني تېل وړونکي ټانکرونه بېرته ایران ته استول شوي دي.

د طالبانو د حکومت د نورم او سټنډرډ ملي ادارې د دغو ټانکرونو د بېرته ګرځولو اصلي لامل د معیارونو نشتوالی بللی دی.

دغې ادارې په داسې حال کې صادروونکو هېوادونو ته د بې کيفيته تېلو د بېرته ګرځولو خبر ورکړی چې، د سټنډرډ ملي اداره په دې وروستيو کې هڅه کوي چې افغانستان ته د بې کيفيته تېلو د واردولو مخه ونيسي.

تر دې وړاندې هم د بې کيفيته تېلو لسګونه ټانکرونه له ازموينې وروسته ايران او نورو ګاونډيو هېوادونو ته مسترد شوي دي.

بل خوا، د دغه رياست چارواکو تر دې مخکې هم له ملي سوداګرو غوښتي و چې هېواد ته د بې کيفيته تېلو له واردولو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې، ایران افغانستان ته د توکو یو له سترو صادرونکو هېوادونو څخه دی او په کال کې د تېلو ترڅنګ بېلابېل نفتي توکي له دغه هېواده افغانستان ته واردېږي.

نور خبرونه

رادیو