• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امرالله صالح: له هند سره اوربند د پاکستان لپاره د ژغورنې وسیله وګرځېده

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح د هند او پاکستان ترمنځ د نښتو "عملیات سندور" او "عملیات بنیان المرصوص" پرتلنه کړې. صالح په خپل اېکس کې لیکلي، چې هند په پوره معنا پياوړی دی او اوربند د پاکستان د ژغورنې وسیله شوه.

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال همداراز وایي، چې هند د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بې‌اغېزۍ له درکه پرېکړه وکړه، چې د ۱۹۴۵ کال د پنځو زبرځواکو هېوادونو تر رحم او کرم لاندې نه شي.

نوموړی زیاتوي، سندور پوځي عملیات د هند د پیاوړي ځان‌باورۍ، ستراتیژیکې خپلواکۍ او حاکمیت ښکاره نښه وه.

امرالله طالح لیکلي: «هند، دا مفهوم له منځه یووړ چې ترهګر او د ترهګرو ملاتړي جلا دي. دواړه یې هدف وګرځول. دا مفکوره چې د پاکستان ځیني ځواکمن خودسري چارواکي د ترهګرو بریدونو ته اجازه ورکوي، هم ختمه شوه. دا یو نوی چوکاټ دی؛ اوس باید د انکار کولو لپاره بل ډول توجیهات جوړ شي.»

نوموړی همدا راز زیاتوي: «هلته جګړه روانه وه او جګړه پلان کې وه. د دې تر څنګ پاکستان له IMF نه پور وغوښت، چې په حیرانوونکې توګه ومنل شو. دا مهم دی، ځکه پاکستان ښایي د بشپړې جګړې د مالي تمویل وړتیا ونه لري، خو محدودې جګړې کولای شي. جګړه خو په IMF پورونو نه شي ګټل کېدای.»

د افغانستان دغه لوړپوړی پخوانی چارواکی زیاتوي، چې ستراتېژیک زغم او فرهنګي(ځان‌ساتنه) هم حد لري.

نوموړی وایي: «دا حد د اپرېل ۲۲مه د لشکر طیبه ترهګرو وازمایه. ښایي هغوی غوښتل هغه څه پېښ شي چې پېښ شول، خو له هغې ماجراجویۍ څه لاسته رانه‌وړل. شاید غوښتل یې هند سپک کړي. خو داسې ښکاري چې لا هم د ۲۰۰۸ کال په ذهني حالت کې بند پاتې دي.»

صالح زیاتوي، داسې ښکارېده چې نورخان هوایي اډه به خوندي وي خو د هندي ځواکونو بریدونو وښوده چې د دوی په زړه کې پوځي اډې نه یوازې دا چې خوندي نه دي بلکې، په اسانۍ هدف ګرځېدلی هم شي.

امرالله صالح د اېکس په دغه پوسټ کې زیاتوي، چې پاکستان مذهبي انحصار له لاسه ورکړی.

نوموړی وایي: «پاکستان نور د اسلامي فتوا پر انحصار قابو له لاسه ورکړې. د هند علماوو خپله فتوا خپله حکومت ته وړاندې کړه. دا هغه مذهبي بُعد و چې پاکستان به تل د مسلمان امت د ملاتړ لپاره کاراوه، اوس ختم شو. د یادونې وړ ده، دیوبند په هند کې دی.»

دغه پخوانی چارواکی زیاتوي، چې له هند څخه ډېر لږ معلومات رسېدلي، چې دا ښيي د عملیاتو د چوپتیا اصولو او د ولسي یووالي د ملاتړ مهارتونه ډېر قوي دي.

یاده دې وي، چې تېره شپه هندي هوایي ځواکونو د پاکستان په څو ښارونو کې مهمې پوځي اډې په نښه کړې او هوایي بریدونه یې پرې وکړل.

په ورته مهال د پاکستان پوځ هم د غچ اخیستنې په موخه د بریدونو خبرداری ورکړ او د راپورونو له مخې، د هند په بېلابېلو ځایونو کې یې پوځي تاسیسات په نښه کړل.

له دغو بریدونو وروسته د شنبې په ورځ د متحده ایالاتو په همکارۍ د دواړو هېوادنو ترمنځ اوربند وشو.

د هند او پاکستان ترمنځ په نښته کې د مالي او ځاني تلفاتو راپورونه ورکړل شوي، خو تر اوسه کره معلومات نه دي خپاره شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د هند او پاکستان د نظامي ځواک پرتلنه؛ هند له پاکستانه یوولس برابره زیاته دفاعي بودیجه لري

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۰۵:۵۶ GMT+۱
•
خبرخونه

د هېوادونو د نظامي ځواک درجه بندي د Global Firepower Index (GFP) له خوا کیږي چې له مخې یې د ۲۰۲۵ کال لپاره هند د نړۍ څلورم او پاکستان دولسم قدرتمن هېوادونه ګڼل شوي دي.

د جي ایف پي د ۲۰۲۵ کال لپاره د هند د دفاعي ځواک بودیجه د پاکستان د پوځ له بودیجې یوولس برابره زیاته بللې ده او ویلي یې دي چې هند د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره شاوخوا ۷۸.۷ میلیارده ډالره بودیجه لري او پاکستان بیا د ۲۰۲۵ - ۲۶ کال لپاره ۷.۶ میلیارده ډالره بودیجه لري.

پرتلنه ښيي چې هند د پوځي ظرفیت له پلوه تر پاکستان څو برابره پیاوړی دی، چې زیات پوځ او جنګي وسایل لري.

د پوځ شمېر او جوړښت:
• هند: شاوخوا ۵.۱۳ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۱.۴۶ میلیونه فعاله پوځیان، ۱.۱۵ میلیونه احتیاطي ځواکونه او ۲.۵ میلیونه غیررسمي ملېشې شاملې دي.
• پاکستان: ټولټال ۱.۷ میلیونه نظامي پرسونل لري، چې پکې ۶۵۴,۰۰۰ فعاله پوځیان، ۵۰۰,۰۰۰ غیر رسمي ملېشې(پارامیلیټري) او ۵۵۰,۰۰۰ احتیاطي ځواکونه شامل دي.

هوايي ځواکونه:

• هند: ۲,۲۲۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۶۴۳ جنګي الوتکې شاملې دي.
• پاکستان: ۱,۳۹۹ نظامي الوتکې لري، چې پکې ۴۱۸ جنګي الوتکې شاملې دي.

100%

ځمکنی ځواک:
• هند: ۳,۱۵۱ جنګي ټانکونه لري.
• پاکستان: ۱,۸۳۹ جنګي ټانکونه لري.

بحري ځواک:
• هند: یوه هوایي بېړۍ، ۱۱ ډیسټرایرونه، ۱۷ فریګیټونه، او ۱۶ ابدوزونه لري.
• پاکستان: ۸ فریګیټونه، ۵ ابدوزونه، او ۳ کورویټونه لري.

اټومې وسلې:
• هند: شاوخوا ۱۷۲ اټومي سرګلولې لري.
• پاکستان: شاوخوا ۱۷۰ اټومي سرګلولې لري.

100%

که څه هم پاکستان د ځینو برخو لکه د ځانچاودو توپونو او راکټي توپخانې غښتلې برخه لري؛ خو هند د پوځي پرسونل، وسلو، او بودیجې له پلوه برلاسی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو شتون، هر ډول شخړه لا خطرناکه کوي.

چین او پاکستان د طالبانو سره ګډه غونډه کوي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۲۱:۳۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره ولیدل. سرچینو ویلي، ټاکل شوې د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزه غونډه د شنبې په ورځ په کابل کې جوړه شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په کابل کې په خپله لومړۍ رسمي لېدنه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره ولیدل.

هغه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته د ليدنې عکس خپور کړی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ټاکل شوې د شنبې په ورځ د غويي په ۱۰مه د چین او پاکستان د استازو او د طالبانو د چارواکو په ګډون درې اړخیزه غونډه جوړه شي.

سرچینو د« افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د کابل درې اړخیزه غونډه» په اړه ویلي، چې تمه کیږي په دې ناسته کې به د سیمه ییزو مسلو، سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو همکاریو او امنیتي مسلو په اړه بحث وشي.

که څه هم هیڅ یوې خوا په رسمي ډول د کابل، اسلام اباد او بیجینګ ترمنځ د درې اړخیزې غونډې په اړه تبصره نه ده کړې؛ خو د محمد صادق سفر او د چینایي استازي سره د هغه لیدنه د دې غونډې لپاره د چمتووالي نښه ګڼل کیږي.

پاکستان او چین لا تر اوسه طالبان په رسمیت ندي پیژندلي؛ خو د طالبانو په وړاندې د دواړو هیوادونو چلندونه بېل دي.

په تیرو څلورو کلونو کې چین، د پاکستان برعکس له طالبانو سره ډیر باثباته او نږدې اړیکې درلودلي، د طالبانو سفیر یې ومانه او د افغانستان له واکمنانو سره یې فعالې ډېپلوماټیکې اړیکې ټینګې کړي دي.

برعکس پاکستان، چې تمه کېده واک ته له رسېدو وروسته به له طالبانو سره نږدې اړیکې ولري، په دوامداره توګه یې دا ډله د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ملاتړ او پناه ورکولو تورنه کړې ده.

هغه ادعا، چې طالبانو په وار وار رد کړې ده.

منظور پښتین: د پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتیا لرې ساتل غواړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۵۶ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غوځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي پاکستان پوځ د هند او پنجاب په موضوع کې پښتانه د پرديو ملاتړ ته هڅوي؛ خو باخبره کسان، سیاسي تنظیمونه او رسنۍ پر پښتنو د ظلم کولو له موضوع ليرې ساتي. هغه ویلي، چې پاکستان پوځ پښتانه د پي ټي ایم له ملګرتيا منعه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ د (غویي ۱۹مه) په يوې خبرتيا کې له خپلو ولسونو او پښتنو غوښتي، چې له باجوړه تر خیبر تیراه، بنو، ټانک او وزیرستان پوري پر پښتنو د پاکستاني پوځ د ظلم په اړه ږغ پورته کړي.

نوموړي خپلو ملاتړو ته په پیغام کې ویلي:« د لسیزو راهیسې په پښتنو وحشتونه کوونکې پاکستاني ادارې که هر څومره هم دروغجنې پروپاګنډې خپروي، ظلم، جبر، وحشتونه او کمپاینونه کوي. د خپل مظلوم پښتون ولس سره ودریږئ، د ظلم پر وړاندې روان لاریونونو او احتجاجي پرلتونو کې برخه واخلئ. که دا درته ممکن نه وي، نو په رسنیو کې ورته کمپاین وکړئ، او که دا هم ممکن نه وي، نو لږ تر لږه د ظالم او ظلم ملاتړي مه جوړیږئ.»

د پښتین د معلوماتو له مخي، چې د شمالي وزيرستان په مرعلي کې پاکستاني پوځ پر ځايي کلیو د ډرون بریدونه کړي، یوه ښځه په کې ټپې شوې، همدا ډول په خیبر کې د پوځ په توغنديو کې یوه بله مېرمن وژل شوې او پاکستاني پوځ يو شمېر پښتانه ځوانان او مشران له ځان سره وړي او لادرکه دي.

منظور پښتين زياتوي، چې په خپلو ملګرو باور لري: «پاکستاني پوځ ټولنیز رسنیز کسان، او په پښتنو کې د هغوی ملاتړي، نه یوازې دا چې پښتانه د پردیو ملاتړ ته هڅوي، بلکې د پي ټي ایم خلاف دروغجنه پروپاګنډ هم خپروي، تر څو پښتون ملت د پي ټي ایم له ملګرتیا څخه لیرې کړي او د نورو وطنونو په کیسو پسې يې ملګري کړي.»

نوموړي ټينګار کړی، چې په هر وخت او حالت کې به د خپلو خلکو غږ پورته کوي او د حق اخیستلو لپاره به یې هڅې کوي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپلو ډېپلوماټانو ته خبر ورکړی چې ځانونه خوندي کړي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۱۹:۲۵ GMT+۱

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ که څه هم په خپله تازه خبرتیا کې پر خپلو ډېپلوماټانو د تګ راتګ محدودیتونه ليري کړي؛ خو له هغوی یې غوښتنه کړې، چې خپل ځانونه خوندي کړي. سفارت له خپلو ډېپلوماټانو غوښتنه کړې، چې خپلې چارې له خوندي ځايونو تر سره کړي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ د (غويي ۱۹مه) په یوې تازه خبرتيا کې له خپلو ډېپلوماټانو او کارکوونکو غوښتي، چې که د باندې وتل خوندي نه وي، په خپلو ځایونو کې باید پاتې شي.

په لاهور کې د امریکا قونسلګرۍ پر خپلو کارکوونکو د تګ راتګ محدودیتونه هم ليرې کړي دي.

په خبرتیا کې له امريکايي وګړو غوښتنه شوې: «امریکایي وګړي باید هوښيار پاتې شي. که د تاوتریخوالي په سيمه کې ياست، نو باید هغه ځای پرېږدئ او خوندي سیمو ته ولاړ شئ.»

قونسلګرۍ دا هم ویلي، چې امریکايي ډېپلوماټيکې ادارې کولی شي خپلې چارې د امنيتي حالاتو له مخې تنظيم کړي.

د هند او پاکستان تر ترينګلتیا وروسته ډېرو هېوادونو خپلو ډېپلوماټيکو ادارو او کارکوونکو ته په ډهلي او اسلام اباد کې د خوندي ساتلو سپارښتنې کړي او یو شمېر هېوادونو خپل ډېپلوماټان ایستلي هم دي.

پاکستان تېره ورځ نږدې زر تنه افغان کډوال په جبري توګه اېستلي دي

۱۹ غویی ۱۴۰۴ - ۹ می ۲۰۲۵، ۰۸:۴۱ GMT+۱

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر افریدي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د‌ پاکستان له لوري د پنجشنبې په ورځ د (غوایي ۱۸مه) د تورخم له لارې «۹۴۹ افغان کډوال» اېستلي دي.

د هغه په خبره، دغو کسانو کې «۵۳۲ افغان کډوالو» د اې سي سي کارتونه لرل او پاتې «۴۱۷» بې اسناده کډوال وو.

دغه کسان د پنجاب په ګډون په پښتونخوا ایالت کې د پولیسو له لوري نیول شوي وو.

هم مهاله سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړې، چې د کډوالو د اېستل کیدو بهیر له یوې اوونۍ راهیسې پڅ شوی دی.

سره له دې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړې په اوج کې دي، دوه ورځې دمخه پولیسو د اسلام اباد په «بي ۱۷ ښارګوټي» کې نږدې پنځوس تنه ونیول.

په نیول شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.

پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د کډوالو د اېستل کیدو دویمه لړۍ پیل کړې چې تر دې دمه یې «۱۴۶زره افغانان» پر ډیورنډ کرښه اړولي دي.

د ملګرو ملتونو، کډوالو ملاتړ سازمانو او ان طالبانو له لوري‌ له پاکستان نه غوښتنې وشوې چې د افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر دې ودروي او په باعزته توګه دې یې د ستنیدو اسانتیاوې برابرې کړي.

خو پاکستان دغو غوښتنو ته چندان پام ونکړ او دا لړۍ یې ګړندۍ وساتله.

په پاکستان تر دوه میلونه ډېر افغان کډوال مېشت دي چې ډېری یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان څخه ثبت شوي کارتونه لري، خو هغوی ته هم خبرداری ورکړل شوی، څو د جون میاشتې تر پایه له دغه هېواده ووځي.

بلخوا ایران هم د افغان کډوالو د ځورولو او اېستلو لړۍ روانه ساتلې ده.

ایراني چارواکو خبر ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د سلګونه زره افغان کډوالو د اېستل کیدو بهیر پیل کړي او وېره شته چې د دغو کډوالو په ستنیدو سره به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې بشري ناورین لا پسې ډېر شي.

دغه افغانان داسې مهال له ګاونډیو هېوادونو څخه ستنېږي چې په هېواد کې د لوږې او بې روزګارۍ کچه تر بل هر وخته ډېره شوې ده.

د یونسیار چارواکو اندېښنه ښودلې، چې تازه ستانه شوي کډوال به هم له دغه ناورین څخه خوندي پاتې نه شي او د نجونو په ګډون به ښځې هم د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخې شي.