هرات کې د ۴ پروژو پرانېسته؛د پروژې ۳۰ کلن قراردادونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته ورکړل شول
هرات ولايت کې د غوريان اوسپنې د څلورو بلاکونو سترې پروژې پرانېستل شوې. د طالبانو د کانونو او پټروليم سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانېست غونډه کې وویل، د اوسپنې د دغې پروژې قراردادونه چې په څلورو بلاکونو وېشل شوي یو شمېر کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د دېرشو کلونو لپاره ورکړل شوي.
د نوموړي په خبره، د دغو کانونو د پروسس ټولې چارې د هېواد دننه کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیج الله مجاهد ویلي، چې په دغه پروژه به شاوخوا پنځه ملیارډه او ۵۷۰ مېلیون ډالره پنګونه وشي.
د یادولو وړ ده، چې قراردادي شرکتونه به د کانونو د استخراج او پروسس په برخو کې د سيمې ډېرو اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېر شمېر هېوادوال په ځانګړې توګه ځوانان او ښځې په بې سارې توګه وزګارې شوې دي.
دغه وزګارتیا د زرګونو افغانانو د کډوالۍ او یا هم د خلکو ترمنځ د رواني حالت د خرابېدو لامل شوې ده.
د یو شمېر نړۍوالو بنسټونو په خبره، افغانستان اوسمهال له جدي بشري ناورین سره مخامخ دی او که مرستندویه ادارې خپله بودجه د افغانستان د اړمنو خلکو لپاره د مرستو په موخه برابره نه کړي؛ نو افغانان به له سخت ژمی سره مخ وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ادارې په دې وروستیو کې د څو لویو پروژو پرانېسته کړې او داسې تمه کېږي چې د وزګارتیا کچه به ورسره راټیټه شي.