د اېم، ټي، اېن مخابراتي شرکت چارواکو ویلي چې، د ډسمبر تر پایه به د وتلو بهیر بشپړ او له افغانستانه به ووځي.
د یو شمېر رسنیو د راپور له مخې، له افغانستانه د دغه شرکت د وتلو د پرېکړې لامل، افریقايي بازارونو ته د دوی پاملرنه یاده شوې ده.
تېر کال د اېم، ټي، اېن شرکت چارواکو اعلان کړی و، چې دوی د افغانستان څانګه په ۳۵ مېلیونو ډالرو په یوه لبناني شرکت پلورلې ده.
دغه شرکت دا رنګه ویلي و، چې له افغانستانه یې د وتلو پرېکړه په دې مانا نه ده چې دغه شرکت به په دې هېواد کې خپل فعالیتونه بندوي؛ بلکې د دغه شرکت ټول مخابراتي فعالیتونه به په یوه نوي سوداګریز نوم دوام ولري.
دغه شرکت په ۲۰۲۰ کال کې د لومړي ځل لپاره اعلان وکړ، چې له درېیو تر پنځو کلونو به په افغانستان، سوریه او یمن هېوادونو کې خپل فعالیتونه پای ته ورسوي.
اېم، ټي، اېن اوسمهال په افغانستان کې د څلورو خصوصي او یوه دولتي شرکت ترڅنګ مخابراتي چارې پرمخ وړي.
دغه شرکت په ۲۰۰۶ کال په افغانستان کې لومړی د اریبا په نوم کار پیل کړ، چې وروسته بیا فعالیتونو یې د اېم، ټي، اېن په نوم دوام وکړ.