• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: د حقابې په اړه مو د ملا برادر شفاهي هوکړه ترلاسه کړه

۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۲ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۳، ۱۵:۴۸ GMT+۰

یو ایرانی چارواکی وایي چې، د طالبانو د رییس الوزراء له مرستیال سره د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر په لیدنه کې د هلمند د اوبو په اړه شفاهي هوکړه شوې ده. نوموړي ویلي، ملا برادر ژمنه کړې چې د شرایطو په برابرېدو سره به حقابه ورکړل شي.

د طالبانو د رییس الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د لړم په ١٣مه تهران ته ولاړ او د لړم په ١٩مه بېرته کابل ته راستون شو.

نوموړي د یوې اوونۍ په اوږدو کې د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې د مشر په ګډون د اسلامي جمهوریت له بېلابېلو چارواکو سره وکتل.

د ایران د خبري اژانس (اېلنا) د راپور له مخې، د ایران د چاپېریال ساتنې د ادارې سلاکار علي محمد طهماسبي وویل، موږ له طالبانو هیله لرو چې د ښه ګاونډیتوب او د ګاونډیتوب د پیاوړتیا د اصولو پر بنسټ د حقابې په خوشې کولو کې پاتې رانه شي.

له دې سره ښاغلي طهماسبي د ایران د حقابې د کچې په اړه د نظر د اختلاف خبر هم ورکړ.

هغه وویل، چې د ایران او طالبانو تر منځ د حقابې په اړه د نظر اختلاف د ۸۲۰ مېلیون متر مکعبه د ځانکړې شوې اندازې په اړه دی.

دغه ایراني چارواکي په ۱۳۵۱ کال کې د ایران او افغانستان تړون ته اشاره وکړه او ویې ویل چې، موږ پر طالبانو ټینګار کړی چې د کارپوهانو د ګډې کاري ډلې په جوړولو سره خپل اختلافات له منځه یوسو.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې