زابل کې برمې ته د لوېدلي ماشوم د ژغورلو هڅې نن هم روانې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۱

د زابل په شملزو ولسوالۍ کې ژورې څا ته د لوېدلي ماشوم د ژغورلو هڅې په دویمه ورځ هم روانې دي.

دا اته کلن ماشوم پرون په قمردین کلي کې ۳۵ متره ژورې څا ته لوېدلی دی.

ځايي خلک وايي، ماشوم لا هم ژوندی دی او د سیمې طالبان یې هم د ژغورلو هڅه کوي.

ژورو څا ګانو ته د ماشومانو د لویدو لومړۍ پيښه هم دوه کاله وړاندې په زابل ولایت کې شوې وه.
په همهغه پیښه کې هم یو ماشوم ژورې برمې ته لویدلی و او تر یوې اونې هڅو وروسته د ماشومام د ژغورل هڅې ناکامې شوي.
د هغه ماشوم د ژغورلو عملیاتو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر ورور انس حقاني هم ګډون کړی و.
په سویل لویدځو ولایتونو کې برمو ته د ماشومانو د لویدو د پيښو له ډیریدو وروسته طالبانو امر وکړ چې کرونګر باید د دغو برمو سرونه پټ کړي تر څو د دا ډول پيښو مخه ونیول شي.
خو د کرونګرو او کورنیو د بیغوریو له امله په سویلې ولایتونو کې برمو ته د ماشومانو د لویدلو پيښې لا هم روانې دي.

نور خبرونه

رادیو