د کنګرې د ټولپوښتنې په اړه د فایق غبرګون: بېلتون غوښتنه د افغانستان په ګټه نه ده
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي په خپلو ویناوو کې چې د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون په اړه د ملي کنګرې ګوند د ټولپوښتنې په غبرګون کې ښکاري، ویلي چې توکمیزو بحثونو ته لمن وهل او بېلتون غوښتنه د غندلو وړ دي.
په دې ټولپوښتنه کې ګډونوالو "فډرالي جمهوریت" او د هېواد "تجزیې" ته لیوالتیا ښودلې ده.
د لطیف پدرام په مشرۍ د ملي کنګرې ګوند د یکشنبې په ورځ د لړم په ۲۱مه د افغانستان د سیاسي نظام په اړه د افغانانو د غوښتنو د یوې پراخې سروې پایلې خپرې کړې.
د دغه ګوند په وینا، په دې ټولپوښتنه کې له ۷۱ ډېرو هېوادونو څخه څه باندې ۱۰۳ زره کسانو ګډون کړی و.
په دې ټولپوښتنه کې ۸۱ سلنه ګډون کوونکي فارسي ژبي دي او شاوخوا ۷ سلنه پښتنو هم برخه اخیستې ده.
دغه ګوند ادعا کوي، چې «۴۶ سلنه خلک د تجزیې ملاتړ کوي» چې ظاهراً په افغانستان کې د فډرالي نظام له پلویانو څخه زیات دي او د دې ګوند په خبره شاوخوا ۴۴ سلنه کسان یې ملاتړ کوي.
ښاغلي فایق د دوشنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، د نظام د ډول غوره کول د افغانانو یو له مدني او سیاسي حقونو څخه دی او له دې حق څخه کار اخیستل د افغانانو صلاحیت دی.
له دې سره، نوموړي زیاته کړه چې "توکمیزو بحثونو ته لمن وهل او د بېلتون غوښتنې هر ډول هڅې د هېواد د لوړو ګټو خلاف کار دی او په کلکه یې غندي او مردود یې ګڼي."
د ملي کنګرې ګوند په تېر حکومت کې په وار وار د سیاسي نظام طرحه له ریاستي نظام څخه فډرالي جمهوریت ته د بدلولو وړاندیز کړې وه، چې د دغه ګوند په وینا سیمو ته به خپلواکي ورکوي.
دغه ګوند ویلي، چې په افغانستان کې د واک د عادلانه وېش لپاره فډرالي جمهوریت د حل لاره ده.
تر دې وړاندې ښاغلي فایق د طالبانو پر توکمیز او ژبني سیاست هم نیوکې کړې وې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په چنګاښ میاشت کې له امو ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي و چې، د طالبانو د حکومت اکثریت پښتانه دي، ځکه د افغانستان اکثریت خلک پښتانه دي.
د چنګاښ په ۵مه ښاغلي فایق په یوه ټویټ کې لیکلي و، چې قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهل او د توکمیزو ډلو اکثریت او اقلیت کول هغه وسیله ده چې په تېرو شلو کلونو کې هم د ځینو "ناروغه" سیاستوالو لهخوا د "بهرنیانو" د ملاتړ او د "شخصي او ډلهییزو ګټو" لپاره کارول شوې ده.