• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند او پاکستان میلیارد ډالري جګړه؛ قیمتي توغندي، عصري الوتکې،‌ ویجاړۍ او انساني بیه

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۸:۰۵ GMT+۱

د هند او پاکستان ترمنځ په تازه شخړو کې لږ تر لږ دواړه لوريو ته د پوځیانو په ګډون «۹۷» کسان وژل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي. د دواړو هېوادونو د رسنیو د معلوماتو له مخې؛ په دغه تازه نښتو کې نږدې دوه مېلیارده ډالر لګښت راغلی.

د دغو دوو اټومي هېوادونو ترمنځ شخړه (د اپرېل په ۲۲مه) په هندي کشمیر کې د وسله‌والو د یوې ډلې له لوري د ۲۶سېلانیانو تر وژل کېدو وروسته رامنځته شوه.

ډیلي پاکستان مېشته وسله‌واله ډله «جیش محمد» د یاد برید مسووله وبلله او د «سېندور» په نامه یې پر پاکستان پوځي عمليات پيل کړل.

په دغو عملياتو کې د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې د وسله‌والو مرکزونه او پوځي زېربناوې تر هدف لاندې ونيول شوې.

د هند وسلې او پوځي تاکتيکونه

هند په دغو بریدونو کې له پرمختللو «رافایل» جنګي جېټ الوتکو، ۳۰۰ کیلومتره واټن وهونکو SCALP EG کروز توغندیو، د ځیرکو HAMMER بمونو او له غږ هم تېزو یا BrahMos توغندیو کار واخيست.

هند ادعا کړې وه، چې په مظفر اباد،‌ کوټلي، راولپنډۍ، سیالکوټ، مریدکي او بهاولپور کې یې د ترهګرو تر څنګ د پاکستان مهم پوځي مرکزونه په نښه کړي وو.

هند همداراز S-400 پرمختللی هوايي دفاعي سيسټم فعال کړ؛ تر څو د پاکستان توغندي او الوتکې شنډې کړي؛ خو د شنبې په ورځ د (غويي ۲۰مه) بریدونو کې دا په ډاګه شوه، چې دغه سېسټم د پاکستان د توغندیزو او هوايي بریدونو مخه ډب نه شوه کړای.

د پاکستان غبرګون او ځوابي بریدونه

پاکستان د هند تر بریدونو وروسته د «بنيان المرصوص» په نوم خپل عمليات پيل کړل. د پاکستان J-10C جنګي الوتکې چې ورته «زورور مار» نوم هم کارول شوی، له PL-15 هوا پر هوا توغندیو او Ra’ad-II کروزه توغندیو سره جګړې ته واستول شوې.

پاکستان د هند په څېر د ځانمرګو ډرون الوتکو څخه هم کار واخیست، چې پکې «براق» او چينايي نمونې شاملې وې.

د «بېزنس انسایډر» نیوز ډاټ کام د راپورونو له مخې؛ پاکستان د هند په جمو کشمیر او شمالي پنجاب کې د وسلو ګودامونه او رادارونه ووېشتل او د «نصر» په نوم لنډ واټن بالستيکي توغنديو سره یې د هند پر پرمختلليو پوځي مرکزونو هم بريدونه کړي.

انساني زیان

په هند کې چارواکو د ۱۹ سرتېرو او ۳۳ ولسي وګړو وژل کېدل تاييد کړي دي. دا کسان ډېری د توغنديزو او بې ‌پيلوټه بريدونو له امله په ګرداسپور، پټانکوټ او د جمو کشمیر پولو ته څېرمو کليو کې ووژل شول. له ۱۲۰ زيات کسان ټپيان شوي او شاوخوا ۱۸ زره خلک له جګړه‌ييزو سيمو بې ‌ځايه شوي دي.

په پاکستان کې د دفاعي سرچینو له مخې؛ لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني سرتېري چې په کې ۱۲ د پلي لېوا افسران هم شامل دي، د کنټرول کرښې ته نږدې وژل شوي دي.

همداراز د هند د هوايي او توغنديزو بریدونو له امله کوټلي، مظفراباد او راولاکوټ کې ۳۰ ولسي وګړي چې ډېری يې ښځې او ماشومان وو؛ وژل شوي دي.

شاوخوا ۸۵ تنه ژوبل شوي او له ۱۲ زره زيات خلک له خپلو مېنو بې‌ ځايه شوي دي. د ميرپور او راولپنډۍ روغتونونه د ټروما رواني څپو ناروغان د بسترونو له کمښت سره هم مخ شوي دي.

پر بهاولپور د هند په بریدونو کې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د خپلې کورنۍ د لس تنو غړو او خپلو څلور ملګرو د وژل کېدو خبر هم تایید کړ.

مالي لګښتونه

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هند د «سېندور» عملياتو لګښت تر ۱.۸ مېليارد ډالرو اوښتی. يوازې ورځنی لګښت يې ۱۴۶۰ کروړه روپۍ (شاوخوا ۱۷۵ مېليونه ډالر) ښوول شوی، چې په کې د وسلو، سون‌ توکو، لوژستیک، استخباراتي الوتنو او هوايي بریدونو لګښتونه شامل دي.

همداراز هند ته د ملکي زېربناوو زيان ۲۴۰ مېليونه ډالر اټکل شوی دی.

د پاکستان د «بنيان المرصوص» عملياتو لګښت هم تر لسګونه مېلیون ډالرو زیات ښوول شوی. دغه لګښتونه داسې مهال دي، چې پاکستان له وړاندې د پیسو نړۍوال صندوق (IMF) له سخت فشار، د اسعارو له بې ‌ثباتۍ، د پانګونو له کمېدو او له پراخ اقتصادي ناورین سره مخ دی. 

ډېپلوماټيکې هڅې او د ناورین پراخېدو وېره

سره له دې چې امريکا، سعودي عربستان او چين د منځګړتوب هڅې کړې دي؛ خو (د مئ په ۱۰مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د دواړو هېوادونو ترمنځ اعلان شوی اوربند لا هم په نازک حالت کې ښکاري.

د اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته دواړو خواوو يو بل د اوربند پر نقض تورن کړل. راپورونه وايي، چې د پونچ او هویلي په برخو کې د توپونو ډزې شوې دي او د څارونکو ډرونونو پروازونه هم ليدل شوي دي.

د هندي مسلمانانو د یوه مشهور ګوند اتحاد المسلمین مشر اسدالدین اوېسي ویلي، تر هغې په پاکستان کې د ترهګرو ځالې وي او د دغه هېواد خاوره د هند پر ضد کارول کېږي؛ نو د دایمي اوربند هېڅ ډول څرک نه لیدل کېږي.

د جګړې نوې بڼه او نړۍوالې اندېښنې

دغه جګړه د سوېلي اسيا د جګړې په تاکتيکونو کې يو خطرناک بدلون ښکاري. دواړه هېوادونه پر بې پېلوټه الوتکو، کروز توغنديو، درنو وسلو او پر برېښنايي جګړې تمرکز کوي، چې د ځمکنیو ځواکونو له ښکېلتیا یې ډډه کړې.

شنونکي خبرداری ورکوي، چې دغه ډيجيټلي جګړه د اټومي توان لرونکو هېوادونو ترمنځ د جګړې چټکې پراخېدو ته اسانتیاوې برابروي.

د کاناډا او برېټانیا په ګډون یو شمېر هېوادونو له خپلو وګړو غوښتي، چې د هند او‌ پاکستان ترمنځ کرښو ته نږدې سیمو له ورتګ څخه ډډه وکړي.

نظامي بودجه او اوږدمهالې پايلې

د سوېډن د سټاکهولم د سوله‌ییزو مطالعاتو نړۍوال انسټیټیوټ (SIPRI) د ۲۰۲۴ د راپور له مخې؛ هند په تېر کال کې ۷۳.۶ ميليارده ډالر پوځي بودجه لرله، چې دا هېواد يې د نړۍ څلورم لوی دفاعي مصرفوونکی ګرځولی.

پاکستان ۱۰.۴ مېليارد ډالره پوځي بودجه لرله، چې دا يې د خپل ناخالص کورني توليد ۳.۶ سلنه جوړوي. تازه جګړې دغه بودجې نورې هم تر فشار لاندې راوستې دي او د‌ پاکستان مالي ثبات یې نور هم له ګواښ سره مخ کړی دی.

که څه هم دواړه خواوې د تاکتيکي برياليتوب دعوه کوي؛ خو ښکاري چې دواړه لوري له اقتصادي اړخه له دې جګړې خوښ نه دي.

د سیاسي چارو شنونکو خبرداری ورکړی،‌ که د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ دایمي حل لپاره اقدامات او سیاسي خبرې ونشي؛ نو د داړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به دا جګړه هېڅکله وروستۍ ونه شمېرل شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: طالبانو له پاکستان او چین سره هوکړه کړې، چې له هند سره به اړیکې محدوده کړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، طالبانو له اسلام اباد او بېجینګ سره هوکړه کړې چې له هند سره به خپلې اړیکې تر ډیپلوماتیکو ماموریتونو محدودې کړي او له نوي ډیلي سره به له نورو تعاملاتو ډډه وکړي.

دغې ورځپاڼې د ځینو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دغه پرېکړه د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه غونډه کې شوې ده.

د راپور له مخې، په دې غونډه کې د سیمه‌ییزې همغږۍ او افغانستان ته د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز پروژې د غځولو په اړه هم هوکړه شوې ده.

راپور وايي:« د سیمه‌ییزې همغږۍ په دې غونډه پر دې هم هوکړه وشوه، که دا سمون په سمه توګه پلي شي؛ نو په افغانستان کې به د هند نفوذ یوازې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو کچې پورې محدود وي.»

سرچینو اېکسپرېس ټربیون ته منلې، چې دغه پرېکړې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د چین او پاکستان ځانګړو استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا په یوه غونډه کې شوې دي.

سرچینو زیاته کړې، چې افغان طالبانو په خاموشۍ سره د پهلګام د پېښې په اړه د بې پرې څېړنو په اړه د اسلام اباد د دریځ ملاتړ کړی او اراده لري چې ځانونه د هند له محوره لرې وساتي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې د جمعې په شپه او شنبه د دوه اړخیزو غونډو په ګډون له څو غونډو وروسته، پرېکړه وشوه چې افغان طالبان به په کابل کې د چین او پاکستان سره د بهرنیو چارو وزیرانو د شپږم پړاو درې اړخیزې خبرې اترې کوربه‌توب وکړي.

سرچینې وویل: «د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر موخه د پاکستان او هند د شخړې په اړه د ګاونډیو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کول، د چینایي نوښتونو له لارې سیمه‌ییز اتصال او د افغانستان له خاورې د داعش خراسان څانګې ډلې له منځه وړل دي.»

پاکستان پرون له زرو ډېر کسان په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۶:۵۳ GMT+۱

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې خبر ورکړی، چې د پاکستان حکومت تېره ورځ د تورخم او انګور اډې له لارو ۱۱۰۰ تنه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړي دي.

د دغې ادارې د رسمي شمېرو له مخې، په ستنو شویو کسانو کې ۲۰۷ د (ACC) کارت لرونکي او ۸۹۳ بیا بې‌اسناده کډوال وو.

خبریالانو ته له دغې ادارې څخه رالېږل شوي معلومات ښیي، چې ۱۰۸۴ تنه د تورخم او ۱۶ افغانان د انګور اډې له لارې ستانه شوي دي.

بل خوا د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په ټوله کې تېره ورځ ۴۳۸ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

خبر زیاتوي، په راستنو شویو کورنيو کې ۱۵۲ د تورخم له لارې، ۱۱۶ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۵۱ کورنۍ د نیمروز ورېښمو پله له لارې، ۵ کورنۍ د انګور اډې له لارې، ۱۳ کورنۍ د هلمند له لارې او ۱۰۱ نورې کورنۍ د اسلام کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

له بل پلوه د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې په اپرېل میاشت کې شاوخوا ۱۴۵زره افغان کډوال له پاکستانه اېستل شوي چې د فبرورۍ پرتله اته برابره زیات دي.

دغه کمېټ‍ې له پاکستان او ایران څخه د ډېرو راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

له اوربند وروسته چاودنه؛ د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی لاهم دوام لري

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۲:۲۵ GMT+۱

هند او پاکستان له څلورو ورځو جګړې وروسته، د امریکا د فشارونو لاندې د اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل؛ خو له هوکړې یوازې څو ساعته وروسته د هند تر ولکې لاندې کشمیر په سرحدي ښارونو او کلیو کې چاودنې وشوې. هند، پاکستان د اوربند په سرغړونې تورن کړ.

د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرام مسري په یوې خبري غونډه کې وویل: "موږ له پاکستان څخه غواړو چې د دې سرغړونو د مخنیوي لپاره مناسب اقدامات وکړي او په جديت او مسوولیت له وضعیت سره چلند وکړي."
په ځواب کې بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې دغه هېواد د اوربند هوکړې ته ژمن دی او په هند یې د سرغړونو پړه‌ واچوله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: "زموږ ځواکونه په مسوولیت او احتیاط سره له وضعیت سره چلند کوي."
د تېرو څلورو ورځو نښتې د سوېلي اسیا د دې دوو پخوانیو دوښمنانو ترمنځ په تېرو نږدې درېیو لسیزو کې تر ټولو سختې وې.
دې جګړې د یو احتمالي پراخ جنګ خطر زنګ وهلی و، په داسې سیمه کې چې د نړۍ له ګڼ نفوسه او ناارامه سیمو څخه ګڼل کېږي.

اتومي زېرمې
په پیل کې اندېښنې وې چې ښایي د دواړو هېوادونو اټومي زېرمې استفاده شي، ځکه د پاکستان پوځ ویلي و، چې د هغوی د وسلو د څار یوه لوړپوړې اداره به غونډه وکړي، خو د پاکستان دفاع وزیر بیا وویل چې په دې تړاو هېڅ غونډه نه ده پلان شوې.
رویټرز راپور ورکړ، تر یوې سختې شپې نښتو وروسته چې دواړو هېوادونو د یو بل پر پوځي اډو بریدونه وکړل، د ملکي وګړو تلفات ۶۶ ته ورسېدل.
د امریکا ولسمشر ولیکل: "له یوې اوږدې شپې او د امریکا په مشرۍ له مذاکراتو وروسته خوښ یم چې اعلان کوم، هند او پاکستان پر یو بشپړ او سمدستي اوربند هوکړې ته رسېدلي دي."
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مخکې ویلي و، چې د دواړو هېوادونو د پوځ عملیاتو مشران سره غږېدلي او موافقه یې کړې، چې ټولې نښتې به د شنبې په ورځ د ماسپښین ۵ بجې د محلي وخت له مخې پای ته ورسېږي.
دوې اونۍ مخکې، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هندي ګرځندویانو یو برید وشو، چې ۲۶ تنه پکې ووژل شول.
د چهارشنبې په ورځ هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې پر هغو ځایونو برید وکړ، چې د ترهګرۍ د "مرکزونو" په توګه یې یاد کړل.
له اوربند سره-سره دوو هندي حکومتي سرچینو رویټرز ته وویل، چې د هند له لوري اعلان شوي بندیزي اقدامات او د پاکستان متقابل ځوابونه، لکه سوداګري بندول او ویزې لغوه کول، لا هم پر خپل ځای دي.

د اوربند وروسته حالت
که څه هم اوربند شوی، خو هندي سرچینو وویل چې بندیزونه لا هم دوام لري.
د هند له لوري د ۱۹۶۰ کال د سند اوبو تړون چې نوی لغوه شوی، لا هم معلق پاتې دی.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې له پاکستان سره د اوربند توافق به د هند د ترهګرۍ ضد دریځ کې هېڅ بدلون رانه ولي.
سوبرامانیام جي شنکر وویل، چې هند تل د ترهګرۍ پر وړاندې کلک او بې‌مصلحته دریځ غوره کړی او دا به دوام ومومي.

له اوربند مخکې خبرې اترې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، چې ده او د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف، د هند د بهرنیو چارو له وزیر، د پاکستان د پوځ له مشر او د دواړو هېوادونو له دوو ملي امنیتي سلاکارانو سره په تېرو ۴۸ ساعتونو کې خبرې کړې دي.

بې‌طرفه ځای کې خبرې
روبیو له مودي او شریف څخه د هوکړې په پار ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چې خبرې اترې به "د مختلفو مسایلو په اړه، په یوه بې‌طرفه ځای" کې پیل شي.
د اوربند خبر د دواړو هېوادونو له لوري له خوښۍ سره بدرګه شو او د پاکستان د هوايي ډګرونو چارواکو اعلان وکړ، چې فضایي حریم یې بشپړ پرانیستل شوی دی.


اندېښنې او هیلې
د ډیلي او اسلام‌اباد ترمنځ د اوربند له هوکړې وروسته، د پاکستان لومړي وزیر د ملت په خطابیه وینا کې خپله بریا اعلان کړه.
شهباز شریف وویل، چې پاکستان د هند بریدونو ته پرېکنده پوځي ځواب ورکړی.
هغه وویل: "موږ بریالي شوو. دا بریا یوازې د وسله‌والو ځواکونو نه، بلکې د ټول ملت ده."
له پاکستان څخه خپاره شوي انځورونه ښيي، چې خلک د اوربند له اعلان څخه خوښي څرګندوي.
خو د اوربند سرغړونه په هند کې اندېښنه پیدا کړه.
د هند د جمو او کشمیر وزیر اعلی عمر عبدالله وویل: "دا اوربند نه دی. د سرینګر ښار په مرکز کې هوايي دفاع همدا اوس ډزې پیل کړې."
د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرام مسري وویل، چې اوس د هند وسله‌وال ځواکونه دغو بریدونو ته ځواب ورکوي.
هغه زیاته کړه: "وسله‌والو ځواکونو ته امر شوی چې د پولې سرغړونو پر وړاندې کلک غبرګون وښيي."

درې سترې جګړې
هند او پاکستان له هغه راهیسې چې د ۱۹۴۷ کال په پای کې د برېتانوي استعمار له پای ته رسېدو وروسته جوړ شول، د کشمیر پر سر په شخړه کې دي.
هند چې د هندو اکثریت لري او پاکستان چې مسلمان اکثریت لري، دواړه د کشمیر برخې تر خپلې ولکې لاندې لري.
هغوی درې ځله جګړه کړې، چې دوه ځلې د کشمیر پر سر وې، سربېره پر ګڼو کوچنیو نښتو.

دیمیتري پیسکوف: کرملین به په اوکراین کې د ۳۰ ورځني اوربند او فشارونو په اړه فکر وکړي

۲۱ غویی ۱۴۰۴ - ۱۱ می ۲۰۲۵، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، چې روسیه به د کییف له خوا د ۳۰ ورځني اوربند لپاره د وروستي وړاندیز په اړه فکر وکړي.

نوموړي دغه خبرې د مې په ۱۰مه له سی اېن اېن سره په مرکه کې وکړې.

زېلېنسکي او اروپایي مشرانو د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ملاتړ غوښتنه کړې، چې روسیه د مې په ۱۲مه نېټه د ۳۰ ورځني غیر مشروط اوربند سره موافقه وکړي.

که چېرې روسیه دا وړاندیز رد کړي، اروپا او امریکا به په سختو بندیزونو ځواب ورکړي.

د اوربند د وړاندیز په اړه پیسکوف وویل: «موږ باید د دې په اړه فکر وکړو . دا نوي پرمختګونه دي. موږ خپل دریځ لرو.»

پیسکوف د اروپا له خوا د زیاتېدونکي فشار په اړه زیاته کړه: «اروپا په حقیقت کې زموږ سره په ښکاره ډول مخ کېږي او موږ ورسره عادت شوي یو.»

پیسکوف دا هم یادونه وکړه، چې مسکو د "منځګړیتوب هڅو" ستاینه کوي، مګر زیاته یې کړه چې په روسیې فشار راوړل خورا بې ګټې دي.

عراقچي: ایران د اټومي انرژۍ د سوله‌ییز استعمال او د یورانیمو د غني کولو قانوني حق لري

۲۰ غویی ۱۴۰۴ - ۱۰ می ۲۰۲۵، ۲۳:۱۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په دوحه کې د «ایران او عربي ډیالوګ» د څلورم پړاو په جریان کې د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرو اترو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «ایران د اټومي انرژۍ د سوله‌ییز استعمال او د یورانیمو د غني کولو قانوني حق لري.»

له ایران سره د خبرو اترو لپاره د امریکا استازی استیو ویتکاف د جمعې په ورځ (د غويي ۱۹مه) خبرداری ورکړ، چې که چیرې له تهران سره د خبرو اترو څلورم پړاو ګټور نه وي، واشنګټن به «بله لاره» غوره کړي.

له بلې خوا د قطر د بهرنیو چارو وزیر له عباس عراقچي سره په کتنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د عمان په منځګړیتوب د خبرو اترو د بیا پیلولو د هوکړې هرکلی وکړ، چې موخه یې د یوې تلپاتې او پابندې موافقې ته رسېدل دي، چې په سیمه کې د سولې او ثبات په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

یاده دې وي، چې عباس عراقچي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني په دوحه کې سره کتلي دي.