طالبانو د شبرغان- دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا پروژې د بشپړولو تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

د شبرغان–دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې د بشپړولو او د دشت الوان د برېښنا کوټ پراختیا تړون د طالبانو تر کنټرول لاندې د برېښنا شرکت او افغان انوسټ خصوصي شرکت تر منځ لاسلیک شو.

طالبانو ویلي، چې د دغه تړون ټولییز ارزښت ۳۶ مېلیونه ډالره دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په اېکس پانه لیکلي چې، دغه تړون د چهارشنبې په ورځ د لړم د مياشتې په ٢٤مه نېټه د طالبانو د رییس الوزراء د اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر په وړاندې لاسليک شو.

طالبانو ویلي، چې دا پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه شي.

ملا عبدالغني برادر وويل، چې دا پروژه به د افغانستان د صنعت د ودې ترڅنګ نورو مېلیونونو افغانانو ته هم د برېښنا په برخه کې ګټه ورسوي.

نور خبرونه

رادیو