د افغانستان، پاکستان او ازبکستان په درې اړخیزه غونډه کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ چې یوه پلاوي ګډون کړی و، د يادو دريو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزيټ پر مسايلو د ناستې د بحث وړ موضوع ګانو سند لاسليک شو.
په دې ناسته کې دری واړه هیوادونو د درې اړخیزو اقتصادي اړیکو او سوداګرۍ د پراختیا له لارې د سیمه ییز پیوستون پر پیاوړتیا، د ترانزیټي اسانتیاوو د زیاتوالي، د ګډو پانګونو پر زیاتولو، د لګښتونو د کمولو، د ټرانسپورټي اسانتیاوو، د ګمرکي سیسټمونو د برښنایي کولو، د بانکي سیستم د پیاوړتیا او پراختیا، د خوراکي توکو د خوندیتوب، د ویزو په صادرولو، د ټرانزیټي ستونزو په حلولو او د ترانزیټ په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
دغه سند د درې اړخیزو خبرو اترو په پایله کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز او د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجهیوف ترمنځ لاسليک شو.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اېکس پاڼه د دې خبر په خپرولو سره زیاته کړې چې، د دغې غونډې د پرېکړو له مخې، ټاکل شوې د درې ګونو هېوادونو تخنيکي ډلې تر راتلونکې یوې اونۍ پورې د سوداګرۍ او ترانزيټ اړوند مسايلو د حل په اړه خپل کار پيل کړي.