اوچا: له پاکستانه په بې سارې توګه د کډوالو ستنېدل پر افغانستان فشار زیاتوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۴

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مشر ډانیل اېنډرېس وايي، د افغانستان اوسنیو حالاتو ته په کتو له پاکستانه په بې سارې توګه د کډوالو ستنېدل پر افغانستان فشارونه زیاتوي.

اوچا پر اېکس پاڼې د ښاغلي اېنډرېس یوه ویډیو خپره کړې چې په کې وایي، سره له دې چې افغانستان له پخوا راهیسې د ورځنیو خدمتونو په ګډون د سرچینو او امکاناتو له کمښت سره مخ دی، د کډوالو ستنېدل به په دغه هېواد نور هم فشارونه زیات کړي.

ښاغلي اېنډرېس چې په تورخم کې له ستنېدونکو کډوالو سره لیدلي همداراز په خپلو خبرو کې د ژمي رانږدې کېدو ته په اشارې سره زیاتوي، چې ستنېدونکي کډوال کورونه نه لري او ډېری یې په ډېر بد وضعیت کې دي.

د نوموړي په خبره، ملګرو ملتونو د خپلو امکاناتو لویه برخه د هرات ولایت زلزله ځپلو ته لېږلې ده او اوس‌مهال ستنېدونکو کډوالو ته رسېدنه سخته شوې ده.

له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستانه زرګونه کډوال په جبري توګه اېستل کېږي او دا لړۍ همدغه شان روانه ده.

نور خبرونه

رادیو