د کندهار اوسېدونکي په دغه ولایت کې د ځوانانو مرموزو وژنو اندېښمن کړي

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې خلک د ځوانانو د مرموزو وژنو په اړه اندېښنې ښیي. د کندهار څخه سرچینې وايي چې په تېرو ۱۲ ورځو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۶ کسان په مرموزه توګه وژل شوي.

د کندهار څخه سرچینې افغانستان انټرنشل پښتو ته وايي، د لړم میاشتې له ۱۶ نیټې د یادې میاشتې تر ۲۵ نیټې د کندهار ښار د بېلابېلو سیمو تر څنګ په میوند او شاولیکوت ولسوالیو کې د ۶ کسانو مړي په داسې حال کې موندل شوي چې د وژلو لامل یې نه دی معلوم او په تړاو يې څوک د ځايي طالب چارواکو له لوري نه دي نیول شوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د پنج شنبې په ورځ د ( لړم په ۲۵مه) د کندهار ښار د شاولیکوټ ولسوالۍ په سریکان مانده سیمه کې د یو ځوان مړی موندل شوی چې په چړو وهل شوی او تر دې مهاله یې خپلوان نه دي موندل شوي.
همدارنګه د (لړم په شلمه) د کندهار د میوند ولسوالۍ په د بند تیمور سیمه کې په مرمیو د ویشتل شوي یوه ۲۶ کلن ځوان مړی موندل شوی او په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي.
همدارنګه سرچینې وايي، چې د لړم میاشتې په ۱۸مه د کندهار د میوند ولسوالۍ په اختري سیمه کې د یوه کس مړی موندل شوی.
سرچینه زیاتوي چې د لړم میاشتې په ۱۷ او ۱۶ نیټه په دوه جلا، جلا پېښو کې د کندهار ښار په اتمه او نهمه امنیتي حوزه کې د دوو ځوانانو مړي موندل شوي.
همدا ډول د لړم میاشتې په ۱۳ مه نیټه د کندهار ښار د نهمي حوزې اړوند د برېښنا کوټ پله په سیمه کې هم د یوه ځوان مړی موندل شوی.
تر دې مهاله په کندهار ښار او ولسوالیو کې د یادو مرموزو وژنو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
خو د کندهار اوسیدونکې وايي، ډيری دا ډول پیښې د ځايي طالب چارواکو له لورې له رسنیو پټې ساتل کیږي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې د طالبانو له لوري د تېر حکومت ګڼ شمېر نظامي سرتیري په زندانونو کې ساتل کیږي او یو شمیر یې وژل شوي هم دي.