افغاني الاصله امریکایي هنرمند عمر اکرم، د دویم ځل لپاره د ګرمي جایزې ته نوماند شو
دا دویم ځل دی چې افغاني الاصله امریکايي موسیقي جوړوونکی او پیانو غږوونکی عمر اکرم دغې جاېزې ته نوماندېږي. د هغه د «پژواکهای عشق» په نوم البوم په کال ۱۳۹۱ کې دغه جایزه خپله کړې وه.
دا ځل د ښاغلي اکرم د «لحظههای زیبايي» البوم د امبیت د موسیقۍ د نوي عصر د غوره البمونو لپاره نوماند شوی دی.
عمر اکرم په خپلې انسټاګرام پاڼه لیکلي:« ستاسو څخه منندوی یم، چې زما په موسیقۍ باور کوئ.»
په پام کې ده، چې د ګرمي جایزې په اړه غونډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په ۱۵مه نېټه د امریکا په لاس انجلس ښار کې جوړه شي.
عمر اکرم لومړنی امریکايي الاصله افغان دی، چې په دې برخه کې جایزه اخیستې او د دویم ځل لپاره یې هم دغې جایزې ته خپل اثر وړاندې کړی دی.