اوچا: د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۷۳ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د زلزلې له امله د ۲۷۵ زره زیانمنو شویو خلکو سره د مرستې لپاره شاوخوا ۱۷۳ مېلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

د اوچا په راپور کې راغلي چې، په زلزله ځپلو سیمو کې د ژمي په اوږدو کې د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سملاسي مرستو ته اړتیا لري.

په راپور کې راغلي چې، ژمي ته په نږدې کېدو سره زیانمنې کورنۍ سرپناه، ژمنيو جامو، کمپلو او سوون توکو ته اړتیا لري.

د اوچا د راپور له مخې د زلزلې له امله ښوونځي، روغتیايي ودانۍ او نور بنسټونه زیانمن شوي او د اټکل له مخې، د ۴۰ روغتیايي مرکزونو او ۱۴۴ ښوونځیو په ګډون ۲۱ زره او ۳۰۰ ودانۍ به زیانمنې شوې وي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، له زلزلې مخکې هم زیانمنې شوې سیمې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وې چې تر زلزلې وروسته زیانونه هم ور زیات شول.

اوچا زیاته کړې، چې د هرات د زلزلې د قربانیانو بشري اړتیاوې د ۲۰۲۴ کال د مرستو په پلان کې شاملې دي.

زلزله ځپلي د سړې هوا له امله سملاسي او زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هرات زلزله ځپلو ته د بهرنیو مرستو د لېږلو او رسولو بهیر روان دی؛ خو د دغو مرستو پر عادلانه وېش ټینګار شوی دی.