د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې له نږدې څاري او تر هغې چې په وضیعت کې بدلون نه وي راغلی، دوی د اړیکو عادی کولو ته لېواله نه دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په وړاندې کړي راپور کې طالبانو سره د تعامل پر زیاتېدو ټینګار کړی و.
هغه دا هم ویلي وو، چې طالبانو سره باید د تعامل شرط د دوی لهخوا پر شویو ژمنو عمل وي.
وړمه ورځ د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم وویل، چې هېواد یې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو کوم پلان نه لري.
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انورالحق کاکړ بیا په ضمني توګه کابل کې د مشروع حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې په کابل کې د مشروع حکومت تشه د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کېدو لپاره یو ستر خنډ دی.