زهرا بلوڅ: له طالبانو سره مو د پاکستاني طالبانو د پټنځایونو په اړه معلومات شریک کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوڅ وایي، چې دوی په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم سره د پاکستاني طالبانو د هغو پټنځایونو په اړه معلومات شریک کړي، چې په وینا یې د افغانستان په خاوره کې هوسا او بسیا ژوند تېروي.

هغې په یوې خبري ناسته کې له طالبانو وغوښتل، چې د پاکستاني طالبانو پر دغو پټنځایونو دې عملیات وکړي؛ خو اغلې بلوڅ د دغو پټنځایونو په اړه ډېر جزییات په ډاګه نه کړل.
تر هغې مخکې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم تېره اونۍ ویلي و، چې په افغانستان کې لږ تر لږه شپږ زره پاکستاني طالبان ژوند کوي او په پاکستان کې له همدغې خاورې بریدونه کېږي.
خو طالبانو تل د خپل ګاونډي دغه ادعاوې په کلکه ردې کړي او په دې اړه یې له اسلام اباده د اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې؛ خو د اسلام اباد د دغې نوې ادعا په اړه تر دې دمه د طالبانو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
تر دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو، چې پاکستاني لوري څو ځلې د پاکستاني طالبانو په پټنځایونو د افغانستان په خاوره کې بریدونه کړي وو، چې له امله یې یو شمېر افغانانو پر طالبانو نېوکې هم کړې وې، دغو نیوکه کونکو طالب مشران د پاکستان د دغو بریدونو د مخنیوي په کار کې په کمزوري دریځ ګرم بلل او دغه ډله یې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په ساتلو کې پاتې بللې وه.