• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ناروې پارلمان له حکومته وغوښتل، چې د فلسطیني دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره چمتو شي

۲۶ لړم ۱۴۰۲ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۳، ۰۳:۵۳ GMT+۰

د ناروې د پارلمان استازو د پنجشنبې په ورځ د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د خپل هېواد له حکومته وغوښتل، چې د فلسطین د خپلواک دولت د په رسمیت پېژندلو لپاره تابیاوې ونیسي.

ځینو کوچنیو ګوندونو د فلسطین دولت د سمدستي په رسمیت پېژندلو غوښتنه هم وکړه.

د فرانس پرېس خبري اژانس د خبر له مخې، په دغه پرېکړه لیک کې چې د رایو په اکثریت تصویب شو راغلي دي:« له حکومته غوښتل کېږي، چې دا کار هغه مهال وکړي چې د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري او دا پېژندنه د اسراییل او فلسطین ترمنځ د سولې د وروستۍ معاهدې په شرط ونه کړي.»

تر دې مخکې ایسلنډ، سویډن، پولنډ، چک جمهوریت او رومانیا د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.

د اسپانیې لومړي وزیر پډرو سانچز هم د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته وویل، چې د اسپانیې او ټولو اروپایي هېوادونو له‌خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو لپاره به کار وکړي.

د اروپایانو دغه هڅې د دې ښکارندویي کوي، چې د غزې جګړې یو ځل بیا د فلسطیني دولت د جوړېدو او د اسراییل له‌خوا د فلسطیني سیمو د اشغال د پای ته رسولو موضوع په جدي توګه د پام وړ ګرځولې ده.

ډېر لیدل شوي

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی
۱

روغتیاپالان: طالبانو د سترګو د پردې په عملیاتو بندیز لګولی دی

۲

مېوې د لارو بندېدو قرباني؛ د کندهار انارو بیې لوېدلې او بڼوال د باغونو پر پرې کولو غور کوي

۳

د قوش‌تیپې کانال؛ د منځنۍ اسیا د اوبو کمښت په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۴

د ملا هبت‌الله کتاب: « که امیر ظلم هم وکړي پر وړاندې یې بغاوت نه کوو»

۵

د برېټانیا استازې: په افغانستان کې د نیم نفوس په حذفولو سره تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای