
د پاکستان کرېکټ بورډ پخوانی روزونکی محمد یوسف د دغه هېواد د ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې د بټینګ روزونکی ټاکلی دی. بورډ نن په یوه اعلامیه کې وايي، د محمد یوسف لومړۍ کار به د ۱۹ کلنو اسیا او نړیوال جامونو ته د لوبغاړو تیارول وي.
د ۱۹ کلنو اسیا نړیوال جام د ډسمبر له اتمې تر ۱۷ مې نېټې په متحده عربي اماراتو او نړیوال جام یې د جنورۍ له ۱۳ تر فبروري ۴ مې په سریلانکا کې کیږي.
محمد یوسف تر دې مخکې د پاکستان د ملي ټیم او اکاډمۍ بټینګ روزونکی پاتې شوی.
د پاکستان کرېکټ بورد پر فیسبوک پاڼه یوه ویډیو کې محمد یوسف وایي چې دا مسوولیت د ده لپاره ویاړ دی او په دواړو جامونو کې د خپل مسوولیت ترسره کولو ته په تمه دی.
هغه وایي: « له خپلو تجربو څخه په استفادې به له لوبغاړو سره پوره کوښښ وکړم چې لوبغاړي ښه ولوبیږي او موږ له بریا سره بیرته راستانه شو.»
محمد یوسف د پاکستان د کرېکټ له بریالیو توپ وهونکو څخه شمېرل کیږي.
هغه له ۱۹۹۸ څخه تر ۲۰۱۰ پورې ۷ زره او ۵۳۰ ټسټ منډې او ۹ زره او ۷۲۰ یوه ورځنې منډې کړې دي.
محمد یوسف په ۲۰۰۶ میلادي کال ټسټ لوبو کې د یو زرو ۷۸۸ مڼډو ترسره کولو ویاړ ترلاسه کړ.

د پاکستان په پنجاب صوبه کې د ککړې هوا له امله د مرکز لاهور په ګډون په لسو ضلعو کې د ګاډو چلښت او د ځینو ادارو چارې محدودې شوې. لاهور چې صنعتي ښار دی ټولې ښوونیزې ادارې پکې بندې دي، خو بازار، سینما او دفترونه د مازیګر له دریو بجو و روسته پرانیستل کېږي.
پر لاهور سربېره په ننکانه صاحب، شیخپوره، قصور، ګوجرانواله، ګجرات، سیالکوټ، نارووال، حافظ اباد او منډي بهاوالدین کې هم د ګاډو چلښت محدود شوی دی.
د پاکستان د پنجاب صوبې سرپرست سروزیر محسن نقوي وايي، پر ککړه هوا د کنټرول لپاره هر ډول هڅې کوي.
هغه زیاته کړه چې لاهور کې دوولسو سیمو کې پر لړه د کنټرول لپاره فلترونه لګوي او همدارنګه د کارپوهانو په همکارۍ د مصنوعي باران جوړولو هڅه کوي
د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان لوی درستیز جنرال سید عاصم منیر د دیني عالمانو غونډې ته وویل چې د زور د استعمال حق یوازې له حکومت سره دی. بله هیڅ اداره یا ډله له زور څخه د استفادې حق نه لري.
د پوځ د عامه اړیکو په بیان کې راغلي دي چې د مختلفو نظریو او فرقو علماوو په دې ملاقات کې په یوه خوله د افراطیت او ترهګري غندنه وکړه او په پاکستان کې یې د امن او ثبات د ټینګولو لپاره د امنیتي ځواکونو د هڅو ملاتړ وکړ. علماوو په دې ملاقات کې د مهاجرو د ستنېدو د پالیسي ملاتړ هم کړی دی.
جنرال عاصم منیر په دې ناسته کې د علماوو ستاینه وکړه چې د «پیغامِ پاکستان» فتوا یې ورکړې ده.
د پیغام پاکستان په نوم فتوا چې اتلس سوه ملایانو امضا کړې، د دوه زره اتلسم کال په جنوري کې په کتابي بڼه خپره شوې وه. په هغه فتوا کې علماوو په پاکستان کې د تروریزم، افراطیت او انتحاري حملو مخالفت کړی او د پاکستان اساسي قانون یې له اسلام سره سم بللی دی. فتوا وایي چې د پاکستان د حکومت خلاف، د شریعت د نفاد په پلمه، وسله واله جګړه بغاوت دی.
د هغې فتوا د ورکړې په وخت ګڼو صاحب نظرو وویل چې خاصه نتیجه به ځکه ورنه کړي چې پخوا هم دې ته ورته فتواوې صادرې شوې دي خو خاص اثر یې نه و کړی.
پوښتنه دا ده چې دغسې فتواګانې ولې بې اثره شي؟
یوه وجه یې دا ده چې د سیاسي ګټو له پاره له دیني عقایدو استفاده او یا برعکس، د مذهب او دیني علماوو د غوښتنو لپاره له سیاست څخه استفاده، په اوږده موده کې د مذهب او سیاست دواړو د کمزورۍ سبب ګرځېدلی شي. د اروپا منځنۍ پېړۍ یا اوسنی افغانستان او پاکستان د دغې ادعا ښکاره مثالونه دي.
په منځنیو پېړیو کې د کلیسا غټانو د خپل دنیایي اقتدار د ټینګېدو لپاره له دیني عقیدې استفاده وکړه چې د وخت په تېرېدو سره په اروپا کې هم دیني باورونه کمزوري شول او هم په دنیایي چارو کې سختې ستونزې پیدا شوې. په منځیو پیړیو کې اروپایان په اقتصادي او کلتوري لحاظ شاته پاته شول او زیات ظلمونه وشول. د مورخانو په اند، په منځنیو پېړیو کې د کفر په تېرو شاوخوا لس میلیونه اروپایان په اور کې ژوندي سوځول شوي او وژل شوي دي.
په تېرو څو اویا کلونو کې د پاکستان حکومتونو تر ډېره حده هڅه کړې ده چې له هند سره خپلو جګړو ته عقیدوي بڼه ورکړي او د کشمیر په سر مخالفت د اوبو او ستراتیژیکو سیمو د کنټرول لپاره نه بلکې د دیني عقیدې لپاره جهاد وبولي.
دغه راز د پاکستان په داخل کې هم ډېر ځله حکومتونو او سیاستوالو د خپلو سیاسي موخو لپاره له مذهب او عقیدې څخه د استفادې کوښښ کړی دی.

ذوالفقار علي بوټو چې په ۱۹۷۳ کال کې یې د پاکستان د اوسني اساسي قانون په تدوین کې لویه برخه لرله، د خپلو سیاسي موخو لپاره په اساسي قانون کې د اسلام له دایرې څخه د قادیانیانو د ایستلو د موضوع ملاتړ وکړ.
په دې کې شک نشته چې ځینو سیاستوالو یوه موقته سیاسي ګټه تر لاسه کړه خو په پاکستاني ټولنه کې یې د نویو اختلافونو تخمونه وکرل.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر په خپل وروستي ملاقات کې علماوو ته ویلي دي چې پاکستان د دې هېواد د ټولو اوسېدونکو وطن دی او له مذهبي اقلیتونو سره زورزیاتی د منلو نه دی.
جنرال منیر دا خبره ځکه کوي چې په روان کال کې هم پاکستاني ټولنه د عیسایانو، قادیانیانو، نرښځیانو او نورو لږکیو خلاف د اقداماتو شاهده وه.
د عیسایانو د کورونو او کلیسا ګانو له سوځولو رانیولې د قادیانیانو د هدیرو تر ړنګولو پورې مختفلو پېښو پاکستاني ټولنه د کرکې او تشدد له نویو څپو سره مخامخ کړه.
حقیقت دا دی چې کله د موقتو سیاسي او شخصي ګټو لپاره تشدد او اختلاف ته عقیدوي بڼه ورکول کېږي، بیا دا امکان ډېر دی چې یو هېواد تر ډېرو پورې په ستونزو کې ګېر وساتي، ځکه ستونزو ته د مذهب او عقیدې رنګ ورکول، ډېر ځله د ستونزو د حل لپاره د بحث مخه نیسي او د څه راکړه، څه واخله حل لارې امکان له منځه وړي.
پاکستان په تېرو څلورو، پنځو لسیزو کې له افغانستان سره هم په خپل کشمکش کې له مذهبي رنګه استفاده وکړه او د هغو فتواګانو مخه یې ونه نیوله چې په افغانستان کې یې جګړه زیاتوله.
جنرال منیر اوس وایي چې دا یوازې دولت دی چې د قوې د استعمال حق لري. همدا خبره به د جمهوریت په دوران کې افغان مشرانو هم کوله او له پاکستاني لوري یې بیا بیا غوښتل چې د افغانستان د حکومت په خلاف د فتواګانو مخنیوی دې وکړي.
د تاریخ یو طنز دا دی چې په وروستیو میاشتو کې د پاکستان حکومت له طالبانو وغوښتل چې د دوی مشر دې په پاکستان کې د روان تشدد خلاف فتوا ورکړي. ملا هیبت الله فتوا ورکړه او ویې ویل چې په پاکستان کې له حکومت سره جګړه جهاد نه دی، مګر ظاهرا داسې ښکاري چې د ملا هیبت الله خبرې ته چا غوږ نه دی ایښی.

فعلا په افغانستان کې طالبان د خپلې ډلې د ګټو لپاره له مذهب څخه په خوشحالۍ استفاده کوي خو لکه څنګه چې تاریخي تجربو ښودلې ده دا ګټه ادامه نه شي پیدا کولای.
یو دا چې خلک له عقایدو څخه د شخصي او تنظیمي ګټو استفادې ته خامخا متوجه کېږي. که په خواله رسنیو کې د عامو افغانانو تبصرو ته وګورو په اسانۍ سره دې نتیجې ته رسېږو چې اوس په افغانستان کې ډېر لوی اکثریت په دې پوهېږي چې طالبان خپلو سیاسي او شخصي ګټو ته مذهبي رنګ ورکوي، مثلا داسې خبرې زیاتې لولو چې کله طالبانو تلویزیون نه درلود نو تلویزیون یې حرام باله او اوس چې له تلویزیون څخه د استفادې امکان لري نو تلویزیون حلال شو.
یا که د پاکستان مثال راوړو نو د ځينو پاکستاني ملایانو همدا وروستۍ خبره به وکړو چې د افغان مهاجرو د ایستلو ملاتړ یې کړی دی.
کله چې پاکستان افغان کډوال پکار وو نو هغه وخت به په مدینه کې د انصارو او مهاجرو مثال راوړل کېده خو اوس چې ګټه د مهاجرو په ایستلو کې ده نو هغه د مدینې خبرې هېرې شوې.
لکه څنګه چې تاریخي تجربې ښودلې ده، له مذهب څخه د خپلو سیاسي مقاصدو لپاره استفاده یوازې د یوې ډلې په انحصار کې نه پاتېږي. د مثال لپاره به انتحاري حملې یادې کړو چې طالبانو د ځان په ګټه رواج کړې او حلالې یې وبللې خو اوس هماغه حملې د دوی سرونه رېبي او له انتحاري حملو داعش استفاده کوي.
د دیني عقیدې اصلي قدرت د هغې په سپېڅلتیا او زړونو ته په لار کولو کې دی. زړونو ته لار طبعا د توپک او برچې په زور نه کېږي.
د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت وهونکو د ملاتړ په موخه د چمن ښار زرګونه ماشومانو د جمعې په ورځ د پرلت په ملاتړ راوتلي وو. د دغو ماشومانو عمرونه د شپږو او ۱۲ کلونو تر منځ وو او تور بېرغونه یې له ځانه سره لېږدول.
د پاکستان حکومت له لورې د سپین بولدک - چمن پر دروازه په پاسپورټ تګ راتګ د پرېکړي په غبرګون کې لسګونه زره کسانو د تېرو ۲۹ ورځو راهیسې پرلت وهلی دی.
د پاکستان دغې پرېکړې او پرلت له امله د سوېلي پښتونخوا د اوسېدونکو کاروبار په ټپه درېدلی دی.
دغو ماشومانو هم د سپین بولدک -چمن پر دروازه د افغانستان او پاکستان تر منځ په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون کې د پاکستان پر ضد شعارونه ورکول.

په چمن کې قومي مشر خدای میر خان وايي:« په پاکستان کې د پنجاب د ماشومانو لپاره قانون او حقوق شته؛ خو د افسوس ځای دی چې زموږ د ماشومانو لپاره هیڅ حقوق نه شته، زموږ ماشومان د خپلو مشرانو په ملاتړ راوتلي دي او غواړي نړۍ ته وښیي چې پاکستان زموږ سره دوه مخیتوب کوي.»

لاریون کوونکي وايي، په سولهییز ډول یې خپل د حق تر لاسه کولو لپاره پرلت او لاریونونه وکړل؛ خو که غوښتنې یې و نه منل شي دا به یې وروستی پرلت وي او تر دې وروسته به لويې لارې بندې کړي.
د چمن د لغړي اتحاد مشر غوث الله وايي:« زموږ غږ نه اورېدل کېږي، د دغو ماشومانو غږ دې واورېدل شي. که موږ اړ شو نو همدا ماشومان به بیا تاسو په کاڼو ولي او په تشدد به لاس پورې کوي. پر موږ د چا پلار هم پاسپورټ نه شي منلی. موږ د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته خبرداری ورکوو، که دوی زور لري نو را دې شي دوی دې پر موږ پاسپورټ ومني دوی هیڅ دا کار نه شي کولای.»
د چمن د پرلت په ملاتړ د ماشومانو د لاریون تر څنګ، نن د پښتون ژغورنې غورځنګ زرګونو غړو د چمن څخه تر کوټې د چمن پرلت په ملاتړ او له پاکستانه په زوره د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون پلې تګ کوي.
دغه کسان وايي، شمېر یې زرګونه تنه دی او د اعتراض په ډول له چمن څخه تر کوټې پلې تګ کوي.
د افغان کډوالو یوه ډله د یونان او ترکیې تر منځ اوبو کې د دواړو هېوادونو د سمندري ساتونکو د «بد چلند او تاوتریخوالي» سره مخامخ شوې ده.
له دغې ډلې یو تن کډوال افغانستان انټرنشنل ته وویل: «یوناني پولیسو زموږ له نیولو وروسته زموږ ګرځنده ټیلیفونونه هم را ځینې واخیستل او له بېړۍ یې ماشین و اېست او موږ یې په اوبو کې خوشې کړو.»
دغه کډوال چې شمېر یې ۴۹ تنه وو وايي، چې هغوی د نومبر په نهمه نېټه د ترکیې د بدروم له سیمې څخه په یوې بادي بېړۍ کې د یونان د کالیمنوس ټاپو پر لور وخوځېده.
د دغو کډوالو په وینا، هغوی درې ساعته په اوبو کې مزل کړی و چې د یونان د سمندري ساتونکو سره مخامخ شول.
له دغو کډوالو له ډلې یو یې وویل، کله چې د یونان سمندری ساتونکو هغو وپېژندل ورپسې شول او پر هغوی یې ډزې وکړې.
هغه زیاته کړه: «له ډېرې وېرې او ترهې وروسته اړ شو، چې خپله بېړۍ ودروو .»
دغه کډوال وايي، د یونان سمندري ساتونکو د دوی ګرځنده تیلیفونونه ترې واخیستل او د هغوی له بېړۍ څخه یې ماشین و اېست او دوی یې په اوبو کې خوشې کړل.
د دغه کډوال په خبره، هغوی په اوبو کې له څلور ساعته لالهاندۍ وروسته دا پلا د ترکیې د سمندري ساتونکو لاس ته ورغلل.
هغه وویل، ترکي پولیسو هغوی اووه ورځې په کمپ کې وساتل چې په دې موده کې له هغوی سره «له تاوتریخوالي او سپکاوي» ډک چلند وشو.
د دې تر څنګ دغه کډوال وايي، چې د ترکیې په کمپ کې هغوی ته یوازې یو وخت «وچه ډوډۍ » په پام کې وه او پولیسو له هغوی پیسې هم اخیستې وې.»
دمګړۍ دغو کډوالو ته «د بېرته ستنولو» پاڼې ورکړل شوي او د ترکیې د یوه هوايي ډګر په ترمینال کې خوشې شوي دي.
په تېرو اونیو کې ترکي رسنیو د لسګونه افغان کډوالو د نیولو خبرونه خپاره کړي و.
ترکي رسنیو د پنجشنبې په ورځ، د (لړم په ۲۵مه) راپور ورکړ، چې د دغه هېواد سمندري ساتونکو د چاناک قلعه کې ۴۹ تنه افغان کډوال چې له یونانه راشړل شوي وو، ژغورلي دي.
د دغه راپور له مخې، د دغو کډوالو بېړۍ د یونان د سمندري ساتونکو لهخوا د ترکیې لورې ته د اېواجېک سمندر خوا ته شړل شوي وو.
ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو نیونې ته زور ورکړی او دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو او وتلو پر وړاندې یې کوټلي ګامونه پورته کړي دی.
دغه هېواد اروپايي هېوادونو ته د رسېدو لپاره د افغان کډوالو غوره لاره ګڼل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانانو ستره څپه د ترکیې پر لور راماته شوې ده.
د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړۍوال جام په وروستیو سیالیو کې اسټرالیا د درېیو ویکټو په توپیر سوېلي افریقا ته ماتې ورکړه او په خپلې دغې بریا سره یادې لوبډلې پایلوبې ته لاره پېدا کړه.
د کرېکټ نړۍوال جام په دویمه نیمه پایلوبه کې نن د سوېلي افریقا ملي لوبډلې د اسټرالیا لپاره ۲۱۳ منډې هدف وټاکه.
د سوېلي افریقا او اسټرالیا دا لوبه د کوربه هند په کلکته ښار کې روانه ده.
د اسټرالیا د توپ وهنې په پاڼۍ کې یادې لوبډلې د ۷ وېکټو په سوځېدو سره په ۴۸م اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.
د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ټروېس هېډ وګټله او تر ټولو چټکه پنځوسیزه وهونکی حساب شو.
د یادونې وړ ده، چې اسټرالیا به د روان نومبر په ۱۹مه نېټه له هندوستان سره پایلوبه ترسره کړي.