طالب چارواکي عبدالباري عمر ته هالنډ ویزه ورکړې، نه جرمني

AP ۱۴۰۲ لړم ۲۷

د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې څانګې مشر عبدالباري عمر د نومبر له شپږمې تر اتمې نیټې پورې د هالنډ په هاګ ښار کې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا په جوړ شوي پروګرام کې برخه اخیستې وه.
د راپورونو له مخې، نوموړي ته د هالنډ حکومت ویزه ورکړې، نه د جرمني حکومت.

له دغه پروګرام وروسته عمر جرمني ته ولاړ او په کولن ښار کې یې د طالبانو پلویانو ته وینا وکړه.
جرمني ته د دغه طالب چارواکي سفر او په یوه پروګرام کې د طالبانو په ګټه د هغه وینا له سختو غبرګونونو سره مخ شوه.
تر دغو نیوکو او غبرګونونو وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په کولن ښار کې د عمر شتون او وینا غندلې او ویلي یې دي چې په دې اړه به څیړنې وکړي.
هالنډ ته د عمر سفر تر هغه وروسته روښانه شو چې د دغه هیواد د روغتیا، هوساینې او سپورټ وزیر ارنسټ کویپرس د طالبانو د خوړو او درملو د ادارې څانګې له مشر عبدالباري عمر سره خپل انځور خپور کړی و.
ښاغلي کوپیرس په خپله اېکس پاڼه د دغه انځور په اخیستو او خپرولو خواشیني او پښیماني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې، هغه د انځور د اخیستو پر مهال نه پوهیده چې دا کس د طالبانو غړی دی.
یاد هالنډي چارواکي زیاته کړه: «زه نه غواړم په هیڅ توګه له دغه وحشتناکه رژیم سره تړاو ولرم، زه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو دفاع کوم.»
ارنسټ کویپرس ویلي، په دې اړه څېړنه کېږي چې عبدالباري عمر څنګه د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ګډون کړی و.
عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ د جرمني په کولن ښار کې د طالبانو د پلویانو په یوه غونډه کې د خپل شتون او وینا ویډیو خپره کړه.
نوموړي په دې وینا کې د طالبانو د حکومت او د دغې ډلې د مشر د پرېکړو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې خلک دې د دوی په اړه د رسنیو په خبرونو نه دوکه کیږي.
د یادولو ده چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د عبدالباري عمر سفر او په کولن ښار کې د هغه وینا وغندله او ویې ویل چې هغه ته ویزه نه ده ورکړل شوې او په دې اړه به څیړنې وکړي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ