• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچېنې: طالب چارواکي اروپا کې له ډیپلوماټانو او افغانانو سره د لیدنو لپاره پېغامونه استولي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۴ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي پېغامونه ښیي چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر له ګڼو ډیپلوماټانو او سفیرانو سره د لیدنې لپاره تماس نیولی. له عبدالباري عمر سره په چک، اسپانیا او هالنډ کې افغان ډيپلوماټانو لیدلي، خو نورو هېوادونو کې ډیپلوماټانو ور سره لیدنه رد کړې ده.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته نن یکشنبه د ( لړم ۲۸ مه ) څو سرچینو وویل چې په هالند کې د روغتیا نړيوال سازمان له ناستې وروسته طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر شاوخوا دوه اوونۍ د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې ګرځیدلی او د خپلې ډلې لپاره یې سیاسي حرکتونه کړي دي.

د جرمني په کولن کې د نوموړي تر څرګندونو وروسته جرمن چارواکو د نوموړي په ورتګ بې خبري وښوده او ویې ویل، چې په دې هکله پلټنې کوي.

ور پسې د هالنډ د روغتیا وزیر هم له نوموړي سره د روغتیا نړيوال سازمان غونډه کې په انځور اخیستو بښنه وغوښته او ویې ویل چې نوموړی یې نه پېژاند.

خو افغانستان انټرنشنل ته په دغه غونډه کې د عبدالباري عمر رسېدلی کارت ښيي چې دغه طالب چارواکي د افغانستان د خوړو او درملو ادارې په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی دی.

له افغان ډیپلوماټانو سره لیدنې

100%

عبدالباري عمر تېره ورځ ولیکل چې «هالنډ، بلجیم، سلواکیا او جرمني ته مې سفرونه کړي او اوس هم اروپا کې یم او له ګڼو افغانانو په شمول افغان ډېپلوماټانو او سفیرانو سره مې لیدلي دي. »

په بېلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي ته نژدې سرچېنې وویل چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر عبدالباري عمر څو ځله پېغامونه استولي چې دی غواړي ورسره ناسته وکړي خو نظیف الله سالارزي د دغه طالب چارواکي غوښتنه رد کړې او ورسره یې نه دي لیدلي.

په هالند کې د افغانستان سفیر اصف رحیمي چې له دې وړاندې هم ویلي و چې له طالبانو سره تعامل لري، له دغه طالب چارواکي سره په څو ځایونو کې لیدل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښه يي چې اصف رحیمي له ګڼو افغان ډیپلوماټونو او افغانانو سره تماسونه نیولي او هڅه یې کړې چې له دغه طالب چارواکي لپاره د ناستو زمینه برابره کړي.

سرچینې زیاتوي چک جمهوریت، اسپانیا او هالند کې د افغانستان سفارت ځینو ډیپلوماټو له دغه طالب چارواکي سره له نژدې ناستې کړې دي.

د ملا هبت الله پیغام

په اروپايي هیوادونو کې دغه طالب چارواکي یو شمیر افغان ټولنو ته په خپله داسې پېغامونه استولي چې ګواکې د طالبانو د رهبر ملا هبت الله پیغام یې له ځان سره راوړی دی او غواړي چې دغه پېغام ور سره شریک کړي.

په هالند کې یو افغان چې له دغه طالب چارواکي سره ناسته کړې او ادعا کوي چې د عبدالباري عمر پاسپورټ یې په خپلو سترګو لیدلی وویل، چې ښاغلی عمر افغان پاسپورټ او د اروپا شینګین ویزه لري.

ځینو ډیپلوماټیکو سرچینو وویل چې د عبدالباري عمر د سفر جنجالي کېدو وروسته د اروپايي هیوادونو بهرنیو چارو وزارتونه په حرکت راغلي دي.

دوی د افغانستان د سفارتونو مسوولینو ته ویلي چې له دې وروسته دوی نشي کولی طالب چارواکو سره په دغو هیوادونو کې ناستې وکړي او یا هم غونډې ته یې دعوت کړي هغه په دې دلیل چې دغه هیوادونه تر اوسه پورې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پيژني.

د ښځو د کار او زدکړو پلویتوب

عبدالباري عمر د نجونو د زدکړو او کار ملاتړ کړی
100%
عبدالباري عمر د نجونو د زدکړو او کار ملاتړ کړی

عبدالباري عمر په یو شمیر ناستو او لیدونکو کې داسې څرګندونې کړي چې د اروپا مېشتو یو شمیر کسانو توجو یې ځانته اړولې ده.

یو شمیر کسانو چې له غه طالب چارواکي سره لیدلي افغانستان انټرنشنل ـ پشتو ته وویل چې عبدالباري عمر په ځینو شخصي او عمومي غونډو کې د نجونو د تعلیم او کار ملاتړ کړی او په خپلو څرګندونو کې یې ټینکار کړی چې دا بندیز لنډمهاله دی.

د دغه طالب چارواکي بله نیوکه دا وه چې د طالبانو په دولتي ادارو کې باید وړ او مسکلي کسان وګومارل شي.

د جرمني په کولن ښار کې د کونړر کلتوري ټولنې په نوښت غونډه کې د نوموړي تر څرګندونو وروسته دا سفر خواله رسنیو کې لاس په لاس شو او د اروپايي چارواکو غبرګون یې وپاراوه.

د کونړ کلتوري ټولنه کې ځینو سرچینو وویل چې دوی د وروستیو نانداریو په اړه ناسته لري او په دې اړه تمه شته چې د غبرګون ښودلو لپاره اعلامیه خپره کړي.

دوی زیاتوي د ترکي ټولنې په ودانۍ کې دا ناسته د طالبانو د خوړو او درملو ادارې د مشر په غوښتنه دوی له دې ټولنې د ټاکلي وخت لپاره جوړه کړې وه.

اروپا ته طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر سفر هغه وخت غبرګونونه راپارول چې د جرمني کولن ښار کې د کونړ کلتوري ټولنې په کوربتوب یې په یوه غونډه کې وینا وکړه.

د جرمني د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو ترڅنګ د هالند روغتیا وزارت ددغه طالب چارواکي سفر ته غبرګون ښودلی او دا یې غندلی دی او ویلي دي چې دوي به ددغه طالب چارواکي سفر وڅیړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له روسیې غوښتي چې د افغانستان د تاریخي ځایونو په رغونه کې ورسره مرسته وکړي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۱۳ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر سن پیټرزبورګ ته د سفر په ترڅ کې له روسیې وغوښتل چې د افغانستان د تاریخي ځایونو د بیارغونې په برخه کې له دغې ډلې سره مرسته وکړي.

حيات الله مهاجر فراهي چې روسيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د سن پيټرزبورګ په نهمه فرهنګي غونډه کې ګډون وکړ ویلي یې دي چې په افغانستان کې د تېرو جګړو او وروستيو زلزلو له امله تاريخي ځایونه زيانمن شوي دي.

نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷) ددې غونډې په څنډه کې ټاس خبري اژانس ته ویلي: «له روسیې سره مو خبرې روانې دي چې معلومه کړو، دغه هېواد څنګه کولای شي له افغانستان سره د جګړو پر مهال د له لاسه وتليو تاریخي اثار په بیارغونه کې مرسته وکړي.»

حيات الله مهاجر فراهي زياته کړه چې موږ غواړو د روسيې د فرهنګ له وزير سره هم ووينو او په دې اړه نور تفصيلي خبرې وکړو.

د افغانستان د فرهنګي ميراثونو د ساتنې مسله د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د فرهنګيانو او يونېسکو له مهمو انديښنو څخه ده.

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونېسکو) له طالبانو غوښتي چې د افغانستان د کلتوري میراثونو ساتنه وکړي.

طالبان چې د بامیانو د بودا مجسمې او نور لرغوني اثار له منځه وړي، اعلان کړی چې د افغانستان د فرهنګي میراثونو ساتنه به کوي.

له دې سره، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغانستان د کلتوري ميراثونو پر وړاندې د طالبانو د غیر حرفوي کيندنو او شکمن چلند ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

د روان کال د تلې په میاشت کې په بامیانو ولایت کې یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته ویلي و چې لسګونه طالب جنګیالیو د پنجاب ولسوالۍ په لویدیځ کې کلیوال بندیان کړي او د تاریخي اثارو د لټولو لپاره یې په خپلسري ډول دوو قبرونه کیندلي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د "سید مقبره" په نوم یو زیارت او د "پاچا د لور" په نوم یو قبر کیندلي دي.

پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو جوړېدو په صورت کې د پاکستان د داسو بند په هکله اندیښنې

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۰:۰۴ GMT+۰
•
نجیب الله علي خېل

افغانستان د سیمې په کچه تر ټولو هیوادو د اوبو لویی سرچینې لري، خو تر ۷۰ سلنه اوبه یې وړیا ګاونډیانو ته بهیږي. تر اوسه یوازې د هلمند سیند په هکله معاهده شته او د کابل، کونړ، امو او مرغاب سیندو اړوند له پاکستان او مرکزي اسیا سره کوم سند نه دی لاسلیک شوی.

د نړیوالو قوانینو پر اساس، کومې اوبه چې د هیوادونو د سرحداتو نه تیریږي، لازمه ده چې له کره او دقیقو تخنیکي څیړنو وروسته یې پر ویش مذاکرات او خبرې وشي او دوه اړخیز یا څو اړخیز تړونونه لاسلیک شي.

د کابل سیند حوزه چې کلنی حجم یې حدود ۲۱ میلیارد متر مکعبو ته رسیږي. ۱۵ میلیارد متر مکعب یې د کونړ سیند دي چې له کونړ او چترال غرونو نه سرچینه اخلي. د سروې له مخی د ۱۲ بندونو د جوړولو ظرفیت او امکانات لري.

د بیلګې په توګه، پر کونړ سیند د شالي او ساګي بندونو د اعمار په هکله څیړنې او مطالعات پخوا شوي او دا دوه بندونه په مجموعي توګه د زر میګاواټه بریښنا د تولید او هم د پراخو ځمکو د خړوبولو ظرفیت لري.

څو کاله پخوا، د ناکامورا په نوم جاپاني، په ننګرهار او کونړ کې له اوبو د ګټې اخیستنې لپاره ارزښتناک خدمت وکړ، خو کارونه یی نیمګړي پاتې شول.

د هغه کارنامې د افغانستان په تاریخ کې ثبت دي او نوموړی د همدې خدمتونو په لاره کې قرباني شو.

ناکامورا به همیش ویل چې نورو هیوادونو کې اوبه د خلکو په خوښه روانې وي، خو افغانستان کې په خپله خوښه.

پاکستان کې داسو بریښنا بند:

دغه بند چې د کابل او اندوس سیندونو د تقاطع په نقطه کې د پاکستان لخوا په خیبر پښتونخوا کې د داسو کلي ته نژدې جوړیږي، کار ورباندې په ۲۰۱۷ کال کې پیل شو او اټکل کیږي چې ۲۰۲۶ کې به پای ته ورسیږي.

داسو د پاکستان د بريښنا یو ستر او مهم بند کڼل کیږي، د ۴،۳۲۰ میګاواټه بریښنا د تولید، ظرفیت لري.

که څه هم د داسو بریښنا بند جوړولو موضوع نړیوال بانک له افغان لوري سره شریکه کړې وه، خو د نړیوالو اصولو پر اساس، پاکستان باید پر داسو بند له کار پیلولو مخکې له افغانستان سره په دې اړوند په مستقیمه ډول مکاتبه او د افغان لوري موافقه تر لاسه کړې وای، حال دا چې په دې هکله افغانستان تر اوسه کومه رسمي موافقه نه ده کړې.

د افغانستان له لوري د موافقې ضرورت په دې سبب ده چې کله زمونږ هیواد د خپلو اوبو له منابعو ګټه اخلي او پر کابل او کونړ سیندونو د شالي او ساګي په شان بریښنا بندونه جوړوي، نو طبیعي خبره ده چې پر داسو بند به اغیز اچوي.

له همدې کبله افغانستان له نړیوال بانک غوښتنه کړې چې پاکستاني لوري ته خبر ورکړي چې په راتلونکي کې افغانستان کې پر کابل او کونړ سیندونو د بندونو د جوړولو په هکله به د پاکستان اعتراض د منلو نه وي.

دا ځکه چې پاکستان پخوا د داسو بند جوړولو اړوند، افغانستان ته په رسمي توګه خبر نه دی ورکړی او کار یی په خپل سر پیل کړی دی.

د۲۰۱۴ کال په مارچ کې د افغانستان ملي امنیت شورا د داسو بند جوړولو باندې بحث وکړ او پریکړه وشوه چې نړیوال بانک پاکستان ته خبر ورکړي تر څو د بند د جوړولو کار، د افغان دولت د رسمي موافقی تر لاسه کولو پورې معطل کړي.

همدا رنګه د نړیوال بانک نه چې د داسو بند تمویلوونکی دی، غوښتنه وشوه چې د افغان لوري د رسمي هوکړې تر لاسه کولو پورې د داسو بند له مالي تمویل ډډه وکړي.

پاکستان هر کال د نفوس د ډیریدو له کبله ورځ تر بلې د اوبو له کمبود سره مخامخ کیږي. د نفوس زیاتوالي سره به یې د څښلو اوبو او هم د کرنې او بریښنا د تولید لپاره اړتیا په جدي توګه زیاته شي.

اخري خبره:

افغانستان باید د یو جګړه ځپلي هیواد په توګه، د خپلو اوبو له منابعو اعظمي ګټه واخلي او ګاونډيو هیوادو ته د وړیا او له حساب او کتاب پرته د اوبو بهیدل مدیریت کړي.

یو متحد افغانستان او د ټولو لپاره ګډ کور چې هر افغان پکې د مالکیت احساس وکړي، د هیواد په ملي شتمنیو د مالکانه تصرف او ګټې پورته کولو او هم له ګاونډیو سره د یو متساوي الحقوق هیواد په توګه دیپلوماسي او د اړیکو پاللو یوازنې لار ده.

افغانستان لویه دارایي او پانګه، د اوبو منابع، کانونه او هم جغرافیایی موقعیت ده، خو چې په هیواد کې د ملي تفکر له لارې، ملي انسجام او دایمي ثبات را منځ ته نشي، دا ټولې شتمنۍ به خاص ارزښت ونه لري.

  • یادونه: دا لیکنه د لیکوال خپل نظر څرګندوي، افغانستان انټرنشنل د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د هېچا د نظر ملاتړ نه کوي.

په ننګرهار ولایت کې ناموسي وژنه؛ یوه کس خپله اينګور وژلې

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۴۹ GMT+۰

د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اړوند تریلي سیمه کې یوه کس خپله اینګور د "نامشروع اړیکې" په تور ووژله او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د ننګرهار له پاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصير زابلي د لړم په ٢٧مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې، د ګوجر په نوم یوه کس خپله اینګور له یوه بل سړي سره د "نامشروع اړیکو" په تور په ډزو وژلې ده.

د طالبانو سیمه ییزه اداره د دې پېښې په تړاو وايي؛ د وژل شوې میرمنې خسر هغه کس هم ټپي کړی چې ویل کیږي له دغې ښځې سره یې اړیکې درلودې.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي زیاتوي، چې مجرم د خپل ورور په مرسته له سیمې تښتېدلی، خو مسولانو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د پښتون ژغوني غورځنګ: د بلوچستان پولیس مو کوټې ته روان لاریون ته خنډونه جوړوي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۳۲ GMT+۰

د چمن پرلت په ملاتړ او د کډوالو اېستلو په غبرګون کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له چمن تر کوټې پورې تېره ورځ لاریون پیل کړی خو لاریون کوونکي وايي، د بلوچستان پولیس د کوټې لوري ته په لاره کې خنډونه ورته جوړوي.

د پښتون ژغورنې غورڅنګ لسګونو غړو تېره ورځ لاريون پیل کړ او نن د یک شنبې په ورځ د (لړم ۲۸مه) د سوېلي پښتونخوا تر لورلایي سیمې رسیدلي دي.

لاریون کوونکي وايي، له دغه لاریون یې هدف د چمن پرلت ملاتړ، له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو او د پاکستان حکومت له لوري د دغه غورځنګ د غړو د نیولو غبرګون دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن مسول فدا محمد قایل افغانستان انټرنشل ـ پښتو ته وویل:« موږ په سوله ییز ډول د اعتراض په ډول تر کوټې ښاره پلی تګ کوو، موږ خپل غږ پورته کو چې د پاکستان حکومت مو غږ واوري. خو د لارې پر سر له تیرې ورځې راهیسې څو ځایه پولیسو راته خنډونه جوړ کړل د وړاندې تګ اجازه یې نه راکوله.»

له چمن تر کوټې پورې کابو ۱۳۰کیلومتره لاره پرته ده او دغه لاریون کوونکي غواړي دغه واټن پلی ووهي.

د دې تر څنګ د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دوازه په پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون د چمن پرلت دیرش ورځې پوره شوي.

او دغه پرلت وهونکو نن ګواښ وکړ چې له چمن څخه تر کوټې پر لویه لاره به د موټر تګ راتګ بند کړي.

د کډوالو برخه کې د طالبانو اتشه: پاکستان دې د ستنېدونکو افغان کډوالو له ځورولو مخنیوی وکړي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۰۹:۱۰ GMT+۰

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د بهیر له پیله تر اوسه پورې زرګونه افغانان په ناسم حالت کې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. یو شمیر کورنۍ د پاکستاني پولیسو له بد چلند څخه شکایت کوي او یو شمېر نور بیا د لیږدېدو له پڅ بهیر څخه سر ټکوي.

د دغو ستونزو د حل په موخه بیا په خیبرپښتونخوا کې د میشتو افغان کډوالو اتشې په پیښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې له مشر سره کتلي دي.

په دغه کتنه کې دواړو لورو له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو د ځورولو د مخنیوي او د ستنېدو د چارو په آسانتیا ټینګار کړی دی.

د افغان کډوالو اتشه نیاز محمد عارف په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو د کارټونو د بندیدو، د نغدي مرستو د زیاتوالي او د کډوالو په چارو کې ددوی د لا اغیزمنو ګامونو په پورته کولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

له دې سره، په پېښور کې د (یو اين اېچ سي آر) ادارې مشر ښاغلي (کوفي دودو مو) د ياد سازمان له لوړپوړو چارواکو سره د شته ستونزو د شريکولو ډاډ ورکړ او دواړو خواوو پر لا زیاتو همکاریو او همغږۍ ټینګار وکړ.

سره له دې چې د کډوالو د اېستلو له پیلیدو سره ډیر شمیر کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو و اېستل شول، خو په دې وروستیو کې د کډوالو د اېستلو بهیر کم شوی دی.