• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رواداري: په افغانستان کې جبري ودونه او له ماشومانو جنسي ګټه اخیستل مخ په زیاتېدو دي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۴۲ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو اداره د افغان ماشومانو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې وايي چې په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان کې د کم عمره نجونو جبري ودونه زیات شوي دي. د دغې ادارې په خبره، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د ماشومانو د ساتنې له پاره لازم حقوقي خوندیتوب نشته.

د بشري حقونو بنست "روداري" په افغانستان کې د ماشومانو د بشري حقونو د حالت په اړه د شنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د ۱۴۰۰ کال د زمري له ۲۵مې د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې تر ۲۴مې پورې خپل نوی راپور خپور کړ.

د دغې ادارې د راپور له مخې، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د ماشومانو د بنسټیزو حقونو د تضمین له پاره هېڅ ګام نه دی اخیستی او د بشري حقونو نړیوال کنوانسیون یې نه دی پلی کړی.

په راپور کې راغلي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جبري ودونه، د ځان وژنې هڅې، جنسي تېري او له ماشومانو سره د تاوتریخوالي نورې پېښې زیاتې شوې دي.

دغه بنسټ په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه شمېرې نه دي وړاندې کړې.

رواداري بنسټ د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې په غور ولایت کې د کم عمره نجونو جبري ودونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

د بامیانو ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د دغه بنسټ د موندنو له مخې، په دغه ولایت کې د ځان وژنې د ټولو ثبت شویو پېښو ۵۰ سلنه له ۱۸ کلونو کم عمره کسانو پورې اړه لري.

رواداري زیاته کړې چې، دوی په کندهار او هلمند ولایتونو کې داسې قضیې ثبت کړي چې د ۱۴ او ۱۵ کلونو په عمر کې نجونې د ۵۰ کلونو څخه پورته نارینه وو سره واده شوي.

دغه بنسټ په خپل راپور کې ویلي، چې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو په محکمو کې د ماشومانو د جبري ودونو یوه عامل ته هم سزا نه ده ورکړل شوې.

د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې طالبان یو شمېر نارینه ماشومان د ساتونکي، منشي، خدمه او یا د موټر چلوونکي په توګه ګماري، خو پر هغوی جنسي تېري کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د هرات رباط سنګي ولسوالۍ زلزله ځپلو ته ۷۳۰ کورونه جوړویږي

۲۹ لړم ۱۴۰۲ - ۲۰ نومبر ۲۰۲۳، ۰۲:۱۳ GMT+۰

طالبانو د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د زلزله ځپلو لپاره د ۷۳۰ کورونو د جوړولو د چارو پیل خبر ورکړ. د طالبانو د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اعلان وکړ چې د دغه ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په دریو کلیو کې به د زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۷۳۰ کورونه جوړیږي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري آژانس د خبر له مخې، د دغو کورونو ټوليیز ارزښت له څلورسوه میليونو افغانيو څخه زيات دى .

باختر خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) خبر ورکړ چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر او د هرات د زلزله ځپلو د کميسیون وياند مولوي احمدالله متقي ویلي چې دغه کورونه به د ٤٥ ورځو په اوږدو کې جوړ شي.

په هرات ولایت کې تېره میاشت د خونړۍ زلزلې له امله څه باندې ۲ زره او ۵۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او تر ۳۰ زره ډېر د استوګنې کورونه یې ویجاړ او یا هم سخت زیانمن کړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې ۱۷۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

طالبانو ژمنه کړې چې د زنده جان ولسوالۍ د هغو ۲۰ ویجاړو شویو کلیو لپاره به ۲۱۴۶ د استوګنې کورونه جوړ کړي، چې په زلزله کې تر ټولو زیانمن شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو د ملي دفاع وزارت هم د هرات د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د ۳۶ میلیونه او ۵۷۴ زره افغانیو د کورونو د جوړولو خبر ورکړی و.

له زلزلې وروسته د طالبانو د رییس الوزراء اقتصادي مرستیال هم هرات ولایت ته په یوه سفر کې ژمنه وکړه چې دغه ډله به د هرات د زلزله ځپلو لپاره اساسي او بشپړ کورونه جوړوي.

دا لا څرګنده نه ده چې آیا په زلزله ځپلو سیمو کې به د استوګنې د کورونو جوړولو په اړه د طالبانو ژمنې عملي شي او که نه.

سیمه ییزې سرچینې: دایکنډي کې د میرامور ولسوالۍ پخوانی د استخباراتو امر وژل شوی دی

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۲۰:۲۰ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دایکنډي د میرامور ولسوالۍ پخوانی د استخباراتو امر د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۸مه) ماښام مهال د دایکنډي ولایت په مرکز کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی دی. سرچينې زياته کړې، چې دغه افسر د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوى دى.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، داود وحدت د دایکنډي د طالبانو په امنیه قومندانۍ کې د استخباراتو غړی هم و.

تر اوسه پورې د دغې وژنې علت معلوم نه دى او طالبانو هم په دې باب څه نه دي ويلي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو دوو کلونو کې د پخواني افغان حکومت یو شمېر پوځیان او پخواني کارکوونکي د طالبانو له خوا په مرموز ډول وژل شوي دي.

څه موده وړاندې یوناما په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په تېرو دوو کلونو کې د "غیر قانوني وژنو او شکنجې" له ۸۰۰ څخه د زیاتو قضیو د ثبت ترڅنګ، د دولتي چارواکو او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د وژلو ۲۱۸ قضيې ثبت شوې دي او عاملین یې نه دي نیول شوي.

مایکل مککال: اروپايي هېوادونو ته د طالب چارواکي سفر د منلو وړ نه دی

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۸:۳۱ GMT+۰

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال ځینو اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د یوه چارواکي د سفر په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې دا د نه منلو وړ ده.

مکال د یکشنبې په ورځ وویل: "هېوادونه باید د طالبانو پر غړو د سفر بندیز په پراخولو او پلي کولو کې په ګډه عمل وکړي".

د یکشنبې په ورځ د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې یو شمېر اروپايي هېوادونو ته د طالبانو د خوړو او درملو د ملي ادارې د مشر عبدالباري عمر د سفر په اړه خبر خپور کړ او په دې اړه یې د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د جرګې غبرګون په خپل اکونټ کې خپور کړ.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلي پېغامونه ښیي چې د طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر له ګڼو ډیپلوماټانو او سفیرانو سره د لیدنې لپاره تماس نیولی.

له عبدالباري عمر سره په چک، اسپانیا او هالنډ کې افغان ډېپلوماټانو لیدلي؛ خو نورو هېوادونو کې ډېپلوماټانو ور سره لیدنه رد کړې ده.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته نن یکشنبه د ( لړم ۲۸ مه ) څو سرچینو وویل، چې په هالند کې د روغتیا نړۍوال سازمان له ناستې وروسته طالبانو د خوړو او درملو ادارې مشر شاوخوا دوه اوونۍ د اروپا په یو شمیر هیوادونو کې ګرځیدلی او د خپلې ډلې لپاره یې سیاسي حرکتونه کړي دي.

د جرمني په کولن کې د نوموړي تر څرګندونو وروسته جرمن چارواکو د نوموړي په ورتګ بې خبري وښوده او ویې ویل، چې په دې هکله پلټنې کوي.

ور پسې د هالنډ د روغتیا وزیر هم له نوموړي سره د روغتیا نړۍوال سازمان غونډه کې په انځور اخیستو بښنه وغوښته او ویې ویل چې نوموړی یې نه پېژاند.

خو افغانستان انټرنشنل ته په دغه غونډه کې د عبدالباري عمر رسېدلی کارت ښيي چې دغه طالب چارواکي د افغانستان د خوړو او درملو ادارې په استازیتوب په دغه غونډه کې کډون کړی دی.

حقاني په ۱۱ میاشتو کې د طالبانو له بودیجې ۴ میلیارده افغانۍ د اپراتیفي پیسو په نوم اخیستې

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې معتبرې سرچینې ویلي، د تېر کال له جدي میاشتې تر اوسه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ۴ میلیارده افغانۍ د اپراتیفي پیسو په نوم اخیستې. د طالبانو مالیې وزارت کې هم سرچینې وايي، له حقاني سره تر جنجال وروسته هدایت الله بدری له دغه وزارت لرې کړل شو.

دغې سرچینې د هویت د پټ ساتلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې که څه هم د طالبانو د کورنیو چارو وزرات خپله عادي او انکشافي بودیجه د مالیې له وزارت څخه تر لاسه کړې؛ خو پر دغه بودیجې سربېره سراج حقاني تر دې مهاله په پنځو مرحلو کې څلور میلیارده افغانۍ تر لاسه کړې دي.

سرچینې وویل: “ لومړی قسط پېسې چې ۷۶۰ میلیونه افغانۍ کیږي د تېرکال په دلوې میاشتې کې اخیستل شوې، دویم قسط پېسې ۵۴۰ میلیونه افغانۍ کیږي، د روان کال په ثور میاشت کې اخیستل شوې، درېیم قسط پېسې ۱،۱ میلیارد افغانۍ کیږي، چې په تېره سرطان میاشت کې اخیستل شوې، څلورم قسط چې ۸۹۰ میلیونه افغانۍ دي، په تېره سنبلې میاشت کې اخیستل شوې او پنځم قسط پېسې چې ۷۰۳ میلیونه افغانۍ دي، په عقرب میاشت کې یې تر لاسه کړې دي”.

د یادې سرچینې په خبره، د تېر کال د دلوې میاشتې د پېسو له اخیستو وروسته د سراج الدین حقاني او د طالبانو د ماليې د وزیر هدایت الله بدري تر منځ د دویم قسط پېسو پر ورکړه جنجال رامنځته شو او دا مساله د طالبانو تر مشر ملا هبت الله ورسېده.

سرچینې وویل: “ که څه هم هدایت الله بدري د ملا هبت الله دفتر ته د بې حسابه پېسو پر ورکړه پخوا هم نیوکه لرله؛ خو له سراج الدین حقاني سره پر پېسو له جنجال وروسته ملا هبت الله د روان کال په حمل میاشت کې یې نوموړی له مالیې وزارته لرې کړ او د بانک رییس یې وګوماره”.

د هدایت الله بدري تر ګوښه کېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د ملي امنیت لوی رییس رحمت الله نبیل هم ویلي و چې نوموړی ځکه له دندې لرې کړل شوی چې «د ملا هبت الله نږدې کسانو له دغه وزارت په ناسم ډول پیسې غوښتې.» او نوموړي یې مخالفت کاوه.

د رحمت الله نبیل په خبره: «تیر یو کال له مالیې وزارت څخه تر ۶۰ میليارده افغانيو په مختلفو نومونو د مختلفو افرادو په واسطه د مختلفو مصرفو په بهانه ایستل شوې دي.»

د مالیې وزارت سرچینه هم وايي، چې د هدایت الله بدري به ګوښه کېدو وروسته د سراج الدین حقاني د پېسو او نورو اسنادو د چټک پروسس په موخه د چارو په اداره کې هم یو شمېر بدلونونه راغلل او د ځینو ریاستونو رییسان د سراج الدین حقاني په خوښه وګومارل شول.

بل خوا د طالبانو د مالیې وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل – پښتو ته د سراج الدین حقاني او پخواني مالیې وزیر هدایت الله بدري تر منځ د پېسو پر سر رامنځته شوي جنجال د تایید تر څنګ د طالبانو کورنیو چارو وزیر ته د اوپراتیفي پېسو ورکړه تایید کړه.

سرچینې د پېسو له اندازې بې خبري وښوده او زیاته یې کړه، چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله، سراج حقاني، ملا حسن اخوند او ملا یعقوب دفترونو ته د پیسو د ورکړې مسایل او اسناد ډېر محرم او ټولې چارې یې وزیر او د هغه رییس دفتر په خپله تنظیموي.

د مالیې وزارت دغه سرچینه وايي، چې د طالبانو یو شمېر نورو مشرانو ته هم د انډیوالانو د دسترخوان، دسترسي او اپراتیفي بودیجې په نوم هره میاشت پېسې ورکول کیږي.

بل خوا یو شمېر خبریالانو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې سراج الدین حقاني د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې یو شمېر قومي مشرانو، مدني فعالانو او خبریالانو ته پېسې ورکړې دي.

یوه خبریال د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، چې خوست ته سراج الدین حقاني په خپل سفر کې ګڼو قومي مشرانو، خبریالانو او یو شمېر فعالانو ته د سفر خرڅ په نوم هر کس ته له شلو زرو نیولې تر پنځوس زرو افغانۍ ورکړې.

د طالبانو په کورنیو چارو وزرات کې سراج الدین حقاني ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې یوه اندازه پېسې دغه وزیر ته ورکول کیږي.

دا سرچینه وايي، چې دې ته ورته پېسې د طالبانو مشر ملا هبت الله، ملا برادر، ملا یعقوب او د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق هم د ملګرو د اعاشې په نوم اخلي.

تر اوسه د دغو څلور زره میلیونو «څلور میلیارده» افغانیو د مصرف ځای او درک نه دی معلوم.

افغانستان انټرنشنل- پښتو هڅه وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني نظر واخلي، خو له پرلپسې هڅو سره د نوموړي ورور انس حقاني، همدا راز د دې وزارت ویاند او د سراج الدین حقاني د دفتر رییس ځواب را نه کړ.

په پخواني جمهوري دولت کې د ځانګړې مقررې پر بنسټ هم اپراتیفي پیسې والیانو، وزیرانو، د ولسمشر مرستیالانو او د ولسي او مشرانو جرګو رییسانو ته ورکول کېدې، چې کمه اندازه یې پنځه لکه او زیاته یې درې میلیونه افغانۍ وې.

له دې د زیاتو پېسو د ورکړې صلاحیت د ولسمشر په حکم پورې محدود و.
دا چې سراج حقاني ته په دې اندازه د پېسو د ورکړې حکم په چا پورې محدود دی او څوک د دې په دې اندازه د پېسو د ورکړې صلاحیت لري لا نه ده معلومه.

انوارالحق کاکړ: طالبان ښه پوهېږي چې تحریک طالبان پاکستان له کومه ځایه بریدونه کوي

۲۸ لړم ۱۴۰۲ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۳، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د پاکستان سرپرست لومړی وزیر وايي، افغان طالبان ښه پوهېږي چې د تحریک طالبان پاکستان وسلوال د دغه هېواد پرضد له کومه ځایه عملیات کوي. د انوارالحق کاکړ په خبره، پاکستاني طالبان د منځنۍ اسیا هېوادونو کې نه، بلکې افغان ځمکه کې دي او له هغه ځایه د پاکستان پرضد عملیات پلانوي.

افغان طالبانو د پاکستاني چارواکو دا تورونه تل رد کړي او وایي، هیچا ته اجازه نه ور کوي چې افغانستان د نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

طالبان وايي، دوی پاکستان کې امن غواړي او په همدې خاطر یې د واک په لومړیو کې د اسلام اباد او پاکستاني طالبانو د خبرو کوربتوب هم وکړ.

انوارالحق کاکړ هم د جیو نیوز جرګه پروګرام کې ویلي، کله چې دوه کاله مخکې د خبرو تظاهر وشو، نو د ټي ټي پي خلک د کابل په هغو خبرو کې په رڼو سترګو ولیدل شول.

که څه هم طالب چارواکي وايي، پاکستاني طالبان له وزیرستانه دغو خبرو ته ورغلي وو، خو هغه وخت شنونکو ویل، طالبان دې خبرو سره اسلام اباد او نړۍ ته دا پلمه په لاس ور کړه چې ګویا د پاکستاني وسلوالو کوربانه دي.

ښاغلی کاکړ وايي، اوس به افغان طالبان دا پرېکړه کوي چې پاکستاني طالبان اسلام اباد ته سپاري او که پخپله یې پرضد ګام پورته کوي.

هغه ویلي، دا د منلو نه ده چې افغان ځمکه د پاکستان په خلاف کارېږي او افغان طالبان یې ننداره کوي.

د انوارالحق کاکړ دا مرکه نن د پاکستان وخت د شپې لس بجې او پنځه دقیقو باندې خپرېږي.