• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

قطر د پاکستان او طالبانو ترمنځ له لومړۍ هوکړه‌لیک څخه د "سرحد" کلمه لرې کړه

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په شپه ناوخته د پاکستان او طالبانو ترمنځ د سمدستي اوربند په اړه په یوه اعلامیه کې د ډیورنډ کرښې لپاره د "سرحد" کلمه کارولې وه، خو د افغانانو تر غبرګونونو وروسته قطر د طالبانو په غوښتنه دویمه اعلامیه خپره کړه او دغه کلمه یې لرې کړه.

په دوحه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو او سمدستي اوربند په اړه قطر یوه اعلامیه خپره کړې، چې په کې یې د ډیورنډ کرښه «سرحد» یاد کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې ګڼو افغانانو او سیاستوالو دغه اعلامیه وغندله او قطر د طالبانو په غوښتنه اعلامیه اصلاح کړه او بله اعلامیه یې خپره کړه، چې د «سرحد» کلمه ترې لرې شوې وه.

قطر په خپلې لومړۍ اعلامیه کې لیکلي و: «د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې وه، چې دا مهم ګام به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمنځ د (سرحدي) ترینګلتیاوو په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.»

تر دویمې اعلامیې وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکو دا د ګډ غږ پایله ګڼلې او یو له بله یې غوښتي، چې په ورته ملي موضوعګانو کې باید د افغانانو غږ همداسي‌ ګډ وي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي بانکي سکټور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وايي چې ددې بانګ لومړي مرستیال صدیق الله خالد د سوداګریزو بانکونو له رییسانو سره ناسته کې د بانکي سکټور د پیاوړتیا، د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا، برېښنایي بانکوالۍ او د بانکي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه هر اړخیز بحث کړی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک نن یکشنبه (د تلې ۲۷مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د یاد بانک مرستیال صدیق الله خالد د غونډې په پیل کې یادونه کړې، چې د هېواد بانکي سکټور د اسلامي کېدو په بشپړ بهیر کې داخل شوی او ډېر ژر به یو شمېر بانکونو ته د بشپړې اسلامي بانکوالۍ جوازونه ورکړل شي.

نوموړي له سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې د اسلامي بانکوالۍ له اصولو سره سم، د اسلامي مالي محصولاتو د تنوع او وړاندې کولو له لارې خلکو ته د غوره او باوري خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

نوموړي ټینګار کړی، چې سوداګریز بانکونه باید د خپلو کارکوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه عملي ګامونه واخلي، ترڅو د نړیوالو معیارونو سره سم د اغېزناکو او باکیفیته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره لا ډېره زمینه برابره شي.

په غونډه کې له اجنډا سره سم د افغانۍ د ثبات ساتنې، د بانکي خدمتونو د چټکتیا او غوره‌والي، د بانکي سکټور د پرمختګ، ډیجیټل بانکوالۍ، ستونزو او حل لارو په اړه هم بحثونه شوي دي.

په رفح کې د اوربند تر سیوري لاندې د اسراییل په بریدونو کې ۱۱ کسان وژل شوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۱ GMT+۱

رویټرز د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییل د یکشنبې په ورځ د خپلو ځواکونو پر وړاندې د بریدونو پر غبرګون پر غزه تازه هوايي او توپچي بریدونه کړي دي او د یادو بریدونو په پایله کې ۱۱ کسان وژل شوي دي.

د اسراییلي پوځ ویاند ویلي چې دغه بریدونه په رفح کې پر هغو وسلوالو شوي، چې د اسراییلي سرتېرو پر وړاندې یې د ټانک ضد توغندي توغولي او ډزې یې کړې دي.

پر همدغه مهال د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو ویلي، چې پوځ ته لارښوونه شوې، چې د «حماس د اوربند ماتولو» په ځواب کې سخت اقدام وکړي.

بل خوا حماس ډلې ویلي، چې د اوربند تړون ته ژمن دي او رفح کې د نښتو په اړه ناخبري ښيي.

طالبان وايي تر راتلونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پرمخ پرانېستل شي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو تلویزیون د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس له قوله راپور ورکړی، چې تر راتلوونکو درېیو ورځو به د سپین بولدک دروازه د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شي.

محمد شفیق اڅګزی وایي:«هغه مالونه چې د پاکستان څخه افغانستان ته راځي، یا د افغانستان مالونه چې پاکستان ته ځي، دواړو خواوو ته موټرونه بار ولاړ دي، د دواړو هېوادونو سوداګرو هڅې پیل کړې دي، چې دا لاره پرانېستل شي، انشالله دغه لاره به د سوداګرۍ پر مخ په دوو، درېیو ورځو کې پرانېستل شي.»

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې پرمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې لارې د هر ډول سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ وتړل شوې، خو د تېرو درېیو ورځو راهیسې یوازې د سپین بولدک پر دروازه پاکستان کې مېشت کډوالو ته افغانستان ته د ورتګ اجازه ورکول کېږي.

سوداګرو ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندیدو له امله میلینونه ډالره زیانمن شوي دي.

د ټرمپ د تګلارو پر ضد؛ ټوله امریکا کې ۲نیم زره لاریونونه شوي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، د ټرمپ د حکومت پر تګلارو د معترضو وګړو له‌خوا د شنبې په ورځ د امريکا په ټولو پنځوسو ايالتونو کې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر نوم لاندې له ۲۵۰۰ زيات لاريونونه ترسره شول.

د دغو لاريونونو ګډونوالو د هغو کړنو پر ضد خپل غږ اوچت کړ چې په‌کې د ټرمپ سياسي مخالفينو ته د جنايي دوسيو جوړول، د کډوالۍ په چارو کې پوځي سخت‌دريځي او ښارونو ته د ملي ګارډ ځواکونو استول شامل دي.

د پوليسو د مالوماتو له مخې، يوازې د نيويارک په پنځو سيمو کې له ۱۰۰ زرو زياتو کسانو په لاريونونو کې برخه اخيستې وه. همدارنګه، د باسټن، فيلادلفيا، اټلانتا، ډينور، شيکاګو او سياټل ښارونو کې هم زرګونه کسان راټول شوي وو.

په داسې حال کې چې د «پاچاهانو ته نه وايو» تر عنوان لاندې مظاهرې دوام لري، د ټرمپ مرستيال جې‌ډي ونس په خپل اېکس حساب کې د ټرمپ يوانځور خپور کړ چې په سر يې د پاچا تاج اېښی و. دا انځور وروسته د سپينې ماڼۍ له حسابه هم بيا خپور شو او څو شېبې وروسته د سپينې ماڼۍ په بل پوسټ کې د ټرمپ او جې‌ډي ونس ګډ انځور خپور شو چې دواړو ته د پاچاهۍ تاجونه ور په سرونو اېښودل شوي وو.

ملګري ملتونه وایي، د انټرنېټ پرې کېدو د افغان نجونو زده‌کړې اغېزمنې کړي

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۱

دغه سازمان د شنبې په ورځ په خپل تازه راپور کې ویلي، د سپتمبر میاشتې په اوږدو کې د انټرنېټ عمومي پرې کېدو د زرګونو افغان ښځو ورځنی ژوند ګډوډ کړ او د دوی د زده کړو او کار کولو وروستی امکان یې هم ختم کړ.

د ملګرو ملتونو په وینا، دا اقدام د افغان ښځو لپاره د زده کړې، د عایداتو ترلاسه کولو او اړیکو وروستی دروازه هم ور بنده کړه.

په راپور کې ویل شوي، په داسې حال کې چې طالبانو ښځې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه منعه کړي، اوس رادیو د زده کړو یوه بدیله وسیله ګرځېدلې؛ خو د سپټمبر میاشتې په ۳۰مه نېټه د انټرنېټ پرېکون د ښځو او نجونو پر ژوند لا ژورې اغیزې وکړې.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې د ختیځ افغانستان وروستیو زلزلو، وچکالۍ او د مېلیونونو کډوالو بېرته ستنېدو ته په اشارې سره ویلي، د ښځو او نجونو ژوند له هر وخت ډېر ستونزمن شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازی عرفات جمال هم د انټرنېټ د پرې کېدو له منفي اغېزو څخه خبرداری ورکړی دی. 

ملګرو ملتونو لیکلي: «که څه هم په ډېرو سیمو کې انټرنېټ ته لاسرسی بیا فعاله شوی، خو دا ارزښتمنه دروازه د زده کړو او اړیکو لپاره هر وخت بېرته تړل کېدای شي». یاد سازمان ټینګار کړی چې د ښځو زده کړې، رواني روغتیا او د ژوند وسایل د جدي خطر سره مخ دي.